لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې پوځي عدالتونو د نهم مې د پېښو په تړاؤ 25 کسانو ته د 10 کاله بند سزا ګانې اورولي


په پاکستان کې پوځي عدالتونو/محکمو د نهم مې د پېښو په تړاؤ 25 کسانو ته د 10 کاله بند سزاګانې اورولې دي.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار د خالي یا شنبې په ورځ خپل یو بیان کې تصدیق کړی چې فیلډ جنرل کورټ مارشل په وړومبي پړاؤ کې هغو کسانو ته سزاګانې اورولي چې د نهم مې پېښو کې د لاس لرنې جرم پرې ثابت شوی ؤ.

د پوځ د ویاند له مخې په 9 مې کال 2023 کې قام په سیاسي توګه د راپارولو، اشتعال ورکوونکي تشدد اؤ اړي ګړي افسوسناکې پېښې لېدلې وې اؤ دغه له تشدد ډکې پېښې د پاکستان په تاریخ کې یو تور باب لري.

پوځي ویاند ویلي چې دې پېښو کې د لاس لرونکو مجرمانو په ضد ناقابل تردید ثبوتونه راټول کړی شوي دي.

د آي ایس پي ار په بیان کې ویل شوي چې د نهم مې د پېښو په اړوند د سزاګانو فیصله د قام لپاره د انصاف په ورکړه کې یو مهم سنګ مېل دی اؤ دا سزاګانې د هغو ټولو خلکو لپاره یو واضحه پېغام دی چې د څو مفاد پرستو په لاسونو کې د استحصال ښکار کیږي.

د پوځ ویاند ویلي چې د سیاسي پروپېګنډې اؤ زهرجنو دروغو ښکار شوؤ خلکو لپاره دا سزاګانې یو خبرداری دی چې په راتلونکي کې باید کله هم قانون پخپلو لاسونو کې وا نه خلي.

د آي ایس پي ار د بیان له مخې د ګڼو ملزمانو خلاف د ترهګرۍ ضد بیلابیلو عدالتونو کې هم مقدمې د اورېدنې لاندې دي اؤ د نورو ملزمانو د سزاګانو اعلان به هم د هغوي د قانوني عمل ترسره کېدو سره سم وشي.

پوځ د چا له نوم اخستو پرته ویلي په صحیح معنو کې به بشپړه انصاف هله وشي چې د نهم مې ماسټر ماینډ اؤ پلان جوړونکو ته د ایین اؤ قانون له مخې سزاګانې ورکړل شي.

پوځي ویاند ویلي د پاکستان ریاست به د نهم مې په پېښو کې د بشپړه انصاف په ورکولو د ریاست علمداري باوري کوي .

آي ایس پي ار ویلي چې د نهم مې پېښو کې د ایین اؤ قانون مطابق کومو مجرمانو ته سزاګانې اورول شوي هغوي د اپیل اؤ نورو قانوني لارو چارو خپلولو حق لري.

کومو کسانو ته چې د پاکستان پوځي عدالتونو دا سزاګانې اورولي هغوي ګې د لاهور په جناح هاوس شوي برید کې ککړو جان محمد خان ولد طور خان، محمد عمران محبوب ولد محبوب احمد، عبدالهادي ولد عبدالقیوم، علي شان ولد نور محمد، افتخار ولد افتخار احمد، ضیا الرحمان ولد اعظم خورشید او داؤد خان ولد شاد خان ته د 10، 10 کاله بند سزاګانې د مشقت سره اورول شوي.

همدا شان بیا په جناح هاوس د شوي برید په تړاؤ فهیم حیدر ولد فاروق حیدر، محمد حاشر خان ولد طاهر بشیر ته د 6، 6 کاله بند سزاګانې د مشقت سره اورول شوي.

محمد عاشق خان ولد نصیب خان ته د 4 کلن بند سزا اؤ محمد بلاول ولد منظور حسین ته د 2 کلن بند سزا اورول شوې.

مردان کې په پنجاب رجمنټل سینټر د شوي برید قضیه کې رحمت الله ولد منجور خان او عدنان احمد ولد شیر محمد ته د 10، 10 کاله بند سزاګانې د مشقت سره اورول شوي.

هم د مردان د برید قضیه کې بیا یاسر نواز ولد امیر نواز خان او سیِد عالم ولد معاذ الله خان ته د 2، 2 کاله بند سزاګانې د مشقت سره اورول شوي.

د پوځ په مرکز یا جي ایچ کیو د شوي برید په قضیه کې راجه محمد احسان ولد راجه محمد مقصود اؤ عمر فاروق ولد محمد صابر ته د 10 کلن بند سزاګانې اورول شوي.

د میانوالي په پي اې ایف هوایي میدان د شوي برید قضیه کې انور خان ولد محمد خان او بابر جمال ولد محمد اجمل خان ته د 10، 10 کاله بند اؤ په بنو چاوڼۍ د شوي برید قضیه کې محمد آفاق خان ولد ایم اشفاق خان ته د 9 سال بند سزاګانې د مشقت سره اورول شوي.

د چکدرې په قلعه کې د شوي برید قضیه کې داؤد خان ولد امیر زیب ته د 7 کاله بند اؤ
د ملتان چاوڼۍ په چیک پوسټ د شوي برید قضیه کې زاهد خان ولد محمد خان ته د 4 کاله بند سزا ګانې اورول شوې دي.

په ملتان کینټ چیک پوسټ د شوي برید قضیه کې خرم شهزاد ولد لیاقت علي ته د 3 کلن بند اؤ فیصل اباد کې د آي ایس آي په دفتر د شوي برید قضیه کې لییق احمد ولد منظور احمد ته د 2 کلن بند سزاګانې اورول شوې دي.

په 9م مې کال 2023 کې د القادر ټرسټ په نوم د غبن قضیه کې پخوانی وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د اسلام اباد هایکورټ له ساحې نیول شوی ؤ چې د هغه د ګرفتارۍ په ضد بیا د پي ټي آي فعالانو ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ.

د دغه احتجاج په مهال په ګڼو پوځي اؤ حکومتي ودانیو بریدونه هم شوي وؤ اؤ اورونه ورته لګول شوي وؤ چې حکومت اؤ امنیتي ادارو یې پړه د تحریک انصاف ګوند په مشرانو اؤ فعالانو اچولې ده خو عمران خان اؤ د هغه د ګوند مشران دا تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي د هغوي د ګوند ختمولو لپاره د نهم مې پېښې د یو سازش په توګه پلان کړل شوې وې.

د نهم مې د پېښو مقدمې پخپله په عمران خان اؤ د هغه د ګوند په نورو مشرانو هم درج دي اؤ له دغو پښو وروسته عمران خان دعوه کړې وه چې امنیتي ځواکونو یې د ګوند تر لسو زرو فعالان نیولي خو د امنیتي ادارو رپورټونه وایي چې د نهم مې د پېښو په تړاؤ 1900 کسان نیول شوي وو .

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG