لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فزکس نوبل جایزه امریکايي او کېنېډایي ساینس پوهانو ګټلې ده


جان هاپ فیلډ او جیفري هېنټن د ماشین زده کړو بنیادي ډهانچه رامینځته کړه چې د مصنوعي ځېرکتیا یا ذهانت (ارټیفیشل انټیلي جېنس ) په تحقیق کې یې مرسته وکړه.
جان هاپ فیلډ او جیفري هېنټن د ماشین زده کړو بنیادي ډهانچه رامینځته کړه چې د مصنوعي ځېرکتیا یا ذهانت (ارټیفیشل انټیلي جېنس ) په تحقیق کې یې مرسته وکړه.

د فزکس د 2024 کال د نوبل جایزه د امریکا او کېنېډا دوو ساینس پوهانو ګټلې ده. دواړو ساینس پوهانو د مشین زده کړو (مشین لرننګ) طاقتور وسیلو بنیاد کېښودو دپاره طریقې وړاندې کړی دي.

جان هاپ فیلډ او جیفري هېنټن د ماشین زده کړو بنیادي ډهانچه رامینځته کړه چې د مصنوعي ځېرکتیا یا ذهانت (ارټیفیشل انټیلي جېنس ) په تحقیق کې یې مرسته وکړه.

پروفېسر جان هاپ فیلډ د امریکا نیو جرسي ریاست پرنسټن پوهنتون کې کار کوي، او پروفېسر جیفري هېنټن د کېنېډا د ټورنټو پوهنتون سره تړاو لري.

په سویډن کې د رائل سویډن اکېډمۍ د نوبل کمیټې غړې ایلن مونز وویل چې دواړو تحقیق کوونکو د مصنوعي نیورال نیټ ورکس چې دوی پیل کړي په ساینس او طب کې کارول کیږي او "زمونږ د ورځني ژوند برخه ګرځیدلې، د مثال په توګه د مخونو په پیژندنه (فېشل ریکګنیشن) او یوې ژبې نه بلې ژبې ژباړې یا ترجمه کې "

د نوبل کمیټي غړې ایلن مونز چې د ماشین زده کړو او ارټیفیشل انټیلي جېنس (AI) تر شا یې ساینس ستاینه کړې ده، د دې ممکنه بل اړخ په اړه د اندیښنو هم یادونه وکړه. مونز وویل چې پداسې حال کې چې دا "ډېرې ګټې لري، د دې تیز پرمختګ زمونږ د راتلونکي په اړه اندیښنې هم راپارولي دي. په مجموعي توګه ، انسانان مسؤلیت لري چې د دې نوې ټېکنالوجۍ نه په خوندي او اخلاقي ډول د انسانیت د سترې ګټې دپاره کار واخلي. "


د طب په څانګه کې د سږ کال د نوبل جایزه د ګل- دوشنبې په ورځ دوو امریکايي ساینس پوهانو ویکټر اېمبروس او ګیري روکون ته د جین په نظم کې د مایکرو ار این اېَ د رول د دریافت کولو له کبله ورکړل شوې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG