لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اېس سي او اعلاميه: د نړيوال قانون د اصولو، خپلمنځي احترام او قامي ګټو خيال ساتو


د پاکستان سرښار اسلام اباد کې د شانګهاي همکارۍ تنظیم د 23مې سرمشریزې غونډې په ختمېدو جاري شوې اعلاميه کې ويل شوي، د يوې نړۍ، يوې کورنۍ او يو مستقبل په فلسفه ټينګار کوي او د غېر امتيازي روڼ تجارتي نظام ضرورت ته پام ګرځوي.

د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د اکتوبر په 16 مه اسلام اباد کې د شانګهاي همکارۍ تنظیم سرمشریزه غونډې ته په وينا کې وویل د چين د صدر شي ژين پنګ د بېلټ اېنډ روډ انيشيټيو په څېر منصوبو ترڅنګ د پاکستان چين اقتصادي راهداري، نړيوال شمال جنوب دهليز باید وغځول شي چې پکې د سړکونو، رېل پټلۍ او ډېجټل اډاڼې په جوړولو توجو کول پکار دي ځکه چې له دې سره به د سيمې په پېوستون او همکارۍ کې اضافه وشي.

د وزير اعظم وېنا وه چې مونږ له دې منصوبو ته په سياسي تنګ نظرۍ کتل نه دي پکار.

بيلټ او روډ اقدام

د شانګهاي همکارۍ تنظیم په بنيادي توګه يو تجارتي او د سيمه ييز تړون علاقاي پلېټ فارم دی خو چين غواړي چې د بيلټ اېنډ روډ د اقدام [BRI] د تصور لاندې د سي پېک په غځولو سره د مينځنۍاسيا په هېوادونو کې خپل اقتصادي، سیاسي او سفارتي نفوذ سېوا کړي. ځکه د تنظیم مهم غړی هيواد هند د دې منصوبې مخالفت کوي.

اقتصاد پوه استاد ډاکټر جاوېد اقبال وايي، "که د شانګهاي همکارۍ تنظیم غړي هيوادونه د يورپي يونين په څېر ځانله يوه شريکه کرنسي او د ازاد تجارت نېټ ورک جوړ کړي نو له دې سره به د پاکستان او هند خراب تعلقات ښه شي، بله دا چې د غړو هېوادونو يو بيل مارکیټ هم جوړېدې شي او د يو بل سره په اسانه تجارت کولې شي".

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د شانګهاي همکارۍ تنظیم سرمشریزه غونډې ته په وينا کې ويلي، که د پولې پورې د ترهګرۍ، بېلتون پالنې او د سخت دريځۍ په څېر هلې ځلې روانې وي نو په داسې ماحول کې تجارت او د خپل مينځه رابطه وده ناممکنه ده.

د نوموړي وينا وه که مونږ تجارت او د ټرانزټ ټرېډ په اړه د خپلې خوښې پرېکړې کوو نو بيا د شانګهاي همکارۍ تنظیم هم پرمختګ نه شي کولی.

د شانګهاي همکارۍ تنظیم په غونډه کې د هند ډ بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ د چين، روسیې، بلاروس، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان لومړي وزيران او د ايران لومړۍ مرستيال صدر ګډون کړی دی.

د افغانستان نشتوالی

افغانستان د کال 2012 راهسې د څارونکي په توګه د سازمان په غونډو کې ګډون کوي خو په 2021م کې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي نو هغوي په دې غونډو کې ګډون نه کوي او د اسلام اباد په غونډه کې هم طالب استازو ګډون نه دی کړی.

وزیر اعظم شهباز شريف غونډې په خپله وینا کې افغانستان د سيمه ييزې ترقۍ او ثبات لپاره يو مهم هېواد وبللو خو ورسره یې وويل، نړيوالې ټولنې له به افغانستان کې بشري امداد ته پام کول وي، او زیاته یې کړه، د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره د کارېدو څخه ودرول وي.

کارپوهان وايي له افغانستان پرته د شانګهاي همکارۍ تنظیم مقاصد نه شي ترسره کېدې.

اقتصاد پوه استاد ډاکټر انور شاه وايي، "بايد چې افغانستان هم په رابطه کې ساتل شوی وی، د شانګهاي همکارۍ د سازمان ګټې د سيمه ييزه پېوستون سره تړلي دي او دا ګټې هله ترلاسه کېدې شي چې په افغانستان کې امن وي، که هلته بيا عدم استحکام راغلو نو بيا ګټې نه شي ترلاسه کېدی او له دې سره سره د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په سيمو کې هم استحکام د تنظیم د ګټو لپاره ضروري دی".

د غونډې اعلاميه

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د شنګهاي همکارۍ سازمان سرمشريزې غونډې وروسته جاري شوې ګډه اعلامیه کې ويل شوي، سازمان د نړيوال قانون د اصولو، خپلمنځي احترام او قامي ګټو خيال ساتي.

د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د اېس سي او 23مه غونډه ترسره شوه.

ګډه اعلاميه کې ويل شوي، سازمان د غېر امتيازي او روڼ تجارتي نظام په جوړولو ټينګار کوي او يو اړخيزه تجارتي بنديزونه د نړيوال تجارت سازمان د قوانينو خلاف بولي او مخالفت یې کوي.

د اعلاميې ترمخه، پاکستان، کرغزستان، بيلاروس، قازقستان، روس او ازبکستان د چين د بيلټ اېنډ روډ د اقدام [BRI] ملاتړ کړی، يورپ او اسيا ترمنځ د غوره اقتصادي اشتراک په خبره یې زور راوړی دی.

سازمان په ګرين يا زرغونه پرمختيا، ډیجيټل اقتصاد، تجارت، پانګونو، او ټکنالوجۍ په برخه کې د غړو هيوادو توان سېوا کولو د ټينګار سره، د سازمان اقتصادي او تنظيمي هلوځلو جاج اخستی او خبري امنيت په برخه کې یې د ملاتړ په اهميت، الېکټريکي تجارت او ځانګړو کاري ډلو په غونډو کولو هم ټينګار کړی دی.

خپلمنځي تجارت

د يوې څېړنې ترمخه تېر کال د تنظیم د غړو هيوادونو ترمنځ د 500 اربه ډالرو خپل مينځي تجارت شوی وو خو په دې کې تر ټولو لويه برخه د چين او روس وه، په دې کې د پاکستان مجموعي برخه يواځې پينځه فيصده وه.

پوهان وايي که د سي پېک پروژه غړو هېوادونو ته وغځول شي نو د پاکستان ګټه به سېوا شي.

د چين او پاکستان د چارو کار پوه منيب سلمان وايي، "کانفرنس پاکستان نه يوازې د غړو هیوادونو سره دوه اړخیزه تجارت ته د ودې ورکولو موقع ورکړې بلکې د سي پېک مينځنۍ اسيا هېوادونو ته د غځولو فرصت هم برابروي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د 26م ائیني بدلون په اړه د قانون پوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG