لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مزدورانو د تحريک مزاحمتي ولسي شاعر صابر احمد صابر په حق رسېدلی


صابر احمد صابر
صابر احمد صابر

د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات په بريکوټ ګورتۍ کې زېږېدلی د خواريکښو، مزدورانو د تحريک مزاحمتي ولسي شاعر صابر احمد صابر د 78 کالو په عمر کې په کراچۍ کې په حق رسېدلی دی.

د صابر احمد صابر ملګري وايي، هغه هم لکه د نورو پښتنو په ځوانۍ کې کراچۍ ته مزدورۍ له راغلی، او ژوند یې بيا په کراچۍ کې په خوارو مزدورو او مزدورانو په تحریکونو کې تېر کړی، تر دې چې په کراچۍ کې په حق ورسېد او پلارني کلي کې به خاورو ته سپارل کیږي.

ارواښاد صابر نه يواځې شاعري کړې بلکې په خپل ژوندانه یې څو ځله مرکو کې ويلي وو، چې ګڼې کېسټې هم یې په خپل غږ کې ريکارډ کړې وې.

د صابر احمد صابر د ادبي ټولنې ملګری شاعر ساګر تنقيدي وايي، صابر احمد صابر د 70م د ليسزې نه په کراچۍ کې مېشت وو، صابر په 1971 کې هغه وخت مشهور شو چې کله په کراچۍ کې د مزدوانو تحریکونه چلېده. هغه به د مزدورانو دپاره انقلابي شاعري کوله په ستېجونو باندې، هغه په دغو تحریکونو کې نیول شوی وهل شوی ټکول شوی هم دی.

نوموړي زیاته کړه، هغه بيا متحده عرب اماراتو ته مزدورۍ له لاړو، خواوشا 22 کاله یې دغه مزدوري کړې او په 2002 کې مستقل په کراچۍ شو ، دلته به یې بيا هم مزدوري کوله، د اتفاق پښتو ادبي جرګه سيند باني غړی وو، دا جرګه په 1986 کې جوړه شوې وه.

د صابر احمد صابر بل نزدې اشنا ليکول او قانون پوه منان باچا وايي، صابر احمد صابر یو مزدور وو، د 70م په لسيزه کې د مزدورانو د تحریک شاعر شو، بلکې د هغه شاعرۍ د مزدورانو تحریک ته غږ ورکړی وو، هغه بيا د 80م په لسيزه کې په کراچۍ کې روانه بدامنۍ باندې د پښتنو دپاره شاعري کړې ده، په پښتنو او پښتون وطن ميين ساده پښتون مزدور شاعر وو.

د صابر احمد صابر دوه د شاعرۍ کتابونه چاپ دي، اولنی کتاب یې دی، [سپين رښتيا] او بل، [ځه چې خپل وطن ته ځو].

د هغه ليکلې چاربېتې، سندرې، غزلې نظمونه هغه په خپله او ډېرونورو سندرغاړو هم زمزمه کړي دي.

د ارواښاد صابر احمد صابر په مشهورو ليکونو کې،

په غريبۍ چې مې شرمېږې زه به نه راځمه

ستا پوزيشن پرې خرابيږي زه به نه راځمه

دا غزل یې ګڼو سندرغاړو زمزمه کړی دی، ساګر تنقيدي وايي، په دې غزل ځینو کسانو دعوې کړي خو دا په اصل کې حالت هم دغه شان دی او دا صابر احمد صابر ليکلی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG