د پوهنتونونو مشران او استازان، تعلیمي چارو پوهان او فعال وايي، د خیبر پښتونخوا صوبې سرکاري 34 پوهنتونونه 15 بیلینو روپو ته ضرورت لري. ځکه چې د پاکستان د هايیر ايجوکېشن له خوا د صوبې پوهنتونونو ته کلیز 9.4 بيلينه روپۍ ګرانټ يا فنډ د 2018م نه تړل شوی دی. او صوبه خپل هايیر ایجوکېشن کمېشن نه لري.
د خیبر پښتونخوا د لوړو ذده کړو پوهان د پوهنتونونو وایس چانسلران او د تعلیم څانګې چارواکي راغونډ شوي، په دې موضوع یې بحث کړی چې دا وخت د پښتونخوا پوهنتونونه د 15 بیلینو روپو کوم مالي بحران سره مخ دي. د دې بحران حل به څنګه ممکنه شي. دوي ویلي پاکستان هاغو هیوادونو کې شمار دی کوم چې د خپل جي ډي پي دوو فیصدو نه هم کمې پيسې په تعلیم مصرفوي.
د انجینرنګ پوهنتون پخوانی وایس چانسلر انجنیر امتیاز حسین ګیلاني وايي، "که تاسو په نړيواله کچه د جي ډي پي تناسب وګورئ، هغه پينځه پواینټه خواوشا دی، هغې کې مونږ غوندې خلک هم شته. ټولو کې نالایق 1.5 پواينټونو والا. مونږ لګیا یو د تېرو 70 کالو راهسې، د دوه فيصدو نه سېوا نه شو، او په تېرو دوو کالو کې نور لاندي راغلي يو".
امتیاز حسین ګیلاني زياته کړه، دا وخت د مالي ستونزو په وجه د پښتونخوا 34 پوهنتونونو کې 25 د وایس چانسلرانو نه محرومه دي. دغو کې یو داسې پوهنتون نیشته چې استاذانو او نورې عملې ته یې په وخت تنخا ورکړی کیږي.
پوهان وایي پښتونخوا کې مختلفو حکومتونو بغیر د کومې منصوبه بندۍ پوهنتونونه پرانستي دي.
د شهید بی نظیر بهټو پوهنتون پخوانۍ وایس چانسلره پروفیسر ډاکټر رضیه سلطانه وايي، "یونیورسټي جوړول خو ډیره ښه خبره ده. زه دا نه شم ویلی. زه استاذه یم. خو یونیورسټي جوړوئ خو پیسې چې وي. فنډز وي. نوچې فنډز نه وي نو مزید دغه مه. اوس په سوات کې شپږ یونیورسټۍ جوړې کړې دي کنه. او فنډز شته نه. نو دا به څنګه فعاله، فنکشنل کیږي.
هغې وويل، پکار ده چې د دې دپاره کومه تګلاره هم جوړه شي.
کارپوهان وایي اتلسم آیني ترمیم نه پس د تعلیم محکمه وفاق نه صوبو ته انتقال شوه. نو ځکه پنجاب او سند صوبوخپل صوبایي هایر ایجوکیشن کمیشونونه جوړ کړي دي.
پوهان وایي د خېبر پښتونخوا د اعلا تعلیم د کال خرچه 34 بیلینه روپۍ ده. امدن یې 18 بیلینه روپۍ دی. هايیر ایجوکېشن کمېشن چې به پښتونخوا ته نهه اعشاریه څلور بیلینه روپۍ کال کې ورکولې. او هر کال به دې کې لسو نه تر پنځلسو فیصدو پورې اضافه کیده. دغه اضافه یې د 2018م نه راپه دې خوا تړلې دي. دوي وایي پښتونخوا صوبې ته به زر تر زره د خپل هايیر ایجوکېشن کمېشن جوړول وي.
د خېبر پښتونخوا د لوړو زده کړو د معیار ساتلو ډایریکټر ډاکټر عمران مروت وايي، تېره اوونۍ په دې غونډه شوې او وزيراعلا یې منظوري ورکړې، چې صوبايي هايير ايجوکېشن کمېشن جوړ شي.
"نو هغې باندې اوس د حکومت کار سنجيده دی. سبا زمونږ میټنګ دی سیکرټري صیب سره. حکومت ته دا شی وړاندې کوو چې مونږه ایچ اي سي یا مونږه ورته وایو کونسل آف هايير ایجوکېشن. هغه باندې کار شروع دی. او انشا الله ډیر زر به په دغه کال کې فعاله شي".
ډاکټر عمران مروت زیاته کړه، صوبایي حکومت 2023/24م بجټ کې د صوبې پوهنتونونو ته یو اعشاریه نهه بیلینه روپۍ جاري کړې دي. خو د صوبې د پوهنتونونو ضرورت دا وخت 15 بیلینه روپۍ دی. چې پکې اته اعشاریه پنځه اویا بیلینه روپۍ د پوهنتونونو پروفیسرانو او نورې عملې د فنشنونو مد کې ورکول دي.
Forum