د هند د اداني ګروپ په مشر ګواتم اداني باندې په امریکا کې د 250 ميلينه ډالرو د بډو رشوتونو ورکولو او د امریکايي پانګه والو څخه د سکيم پټولو په تور فرد جرم لګول شوی دی.
د رويټرز خبري ادارې ترمخه، د اداني نه علاوه د اداني ګروپ په نورو څانګو او د هغه په وراره ساګراداني هم فرد جرم لګول شوی دی.
د امریکې د نيويارک ښار په بروکلېن کې د امریکې اټارني جنرل، څارنوال د شورو، چهارشنبې په ورځ ویلي، اداني د هند يو صنعت يا کمپنۍ او نورو سره د 2020م او 2024م ترمنځ د شمسي توانايۍ د ورکولو د معاهدې کولو دپاره د هند سرکاري چارواکو ته د 250 ميلينه ډالرو څخه د زياتو بډو رشوتونو په خبره اتفاق کړی او د هغې نه د دوه اربه ډالرو د ګټې تمه کېده.
د اې پي خبري ادارې ترمخه، د نيويارک مرستيال اټارني جرنل لزاملر ويلي، په فرد جرم کې تور لګول شوی، چې دوی د امریکايي پانګه والو په قيمت د دوکې د لارې د غټو پروژو ترلاسه کولو هڅه کړې.
د امریکې استغاثې ويلي، د نوي کېدو قابلې د توانايۍ کمپنۍ، چې نوم یې استغاثې نه دی ویلی، په ياده موده کې د دروغو د بيانونو په بنياد د درېو اربو ډالرو نه زياتې قرضې او بانډونه جمع کړي دي.
اداني ګروپ سمدستي په دغې اړه څه نه دي ويلي.
ګواتم اداني اربه پتي يا د اربونو ډالرو شتمنۍ لري او د هغه شمار د نړۍ په شلو شتمنو کسانو کې راځي.
د دغو معاهدو د لارې د دوه اربه ډالرو د ګټې تمه کېده. په اداني ګروپ تور دی چې د اربونو ډالرو د پانګونو دوکه یې ورکړې ده.
د عدالتي ريکارډ ترمخه، د ګواتم اداني او ساګر اداني د نيولو وارنټ جاري کړل شوی دی.
استغاثه دغه وارنټونه غېر ملکي قانون په ځای کوونکو ادارو ته د لېږلو اراده لري.
ويل شوي، په ياده قضيه کې په پينځه نورو کسانو هم د اړونده مجرمانه سازش تورونه لګول شوي دي.
په واشنګټن کې د هند سفارتخانې هم په دغې اړه سمدستي کومه تبصره نه ده کړې.
استغاثې ويلي، په اتوو تورنو کسانو کې اووه د هند وګړي دي او هغوی په ملک کې اوسيږي.
ويل شوي په دوی کې اتم د فرانس او اسټريليا غبرګ شهريت لرونکی دی او په سنګاپور کې اوسيږي.
د دې معلومات د رویټرز او اې پي څخه اخستل شوي
Forum