لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانيا عدالت پاکستاني نژاد ښځې خاوند ته د لس کلنې ساره شريف د وژلو په جرم کې د عمر قید سزا اورولې ده


په انګلېنډ کې په خپل کور کې دننه مړه موندل شوې د یوې لس کلنې ماشومې پاکستاني نژاد پلار او مېرنۍ مور ته د نهې، سه شنبې په ورځ د هغې د وژلو په جرم کې د عمر قید سزا اورول شوې ده.


د نهې ،سه شنبې په ورځ د لندن اولډ بیلی عدالت د سارا شریف پلار عرفان شریف ته د 40 کاله قید سزا او د هغې مېرنۍ مور بینش بتول ته 33 کاله قید سزا واوروله.

دواړو ملزمان تېره اوونۍ یوې جیوري د ساره د قتل مجرمان ګرځولي وو.

دریم ملزم فیصل ملک د ساره تره چې ورته د 16 کاله قید سزا اورول شوې ده، د هغه شرایطو دپاره ‌ذمه وار ګرځول شوی چې د ساره د مړینې لامل شول.


سارا شریف د 2023 کال د اګست پر 10مه د لندن په جنوب مغربي لندن کې په خپل کور کې مړه موندل شوی وه. د سزا شوې کورنۍ درې غړي یوه ورځ وړاندې پاکستان ته تښتېدلي وو.


د هغې پلار د هغې د مړي سره په لاس لیکل شوی یو لیک پریښودې و، چې په هغه کې ویل شوي وو: "زما مقصد د هغې وژنه نه وه."

د سرکاري وکیلانو په وینا، 'سخت او مسلسل تشدد' د ماشومې د مرګ لامل شوی. په دې کېس یا قضیه کې د سارا پلار عرفان او مېرنۍ مور ملزمان وو چې پاکستان ته تښتېدلي وو او د 2023 کال په سېپټمبر کې بېرته لندن ته راوستل شوي وو.

عرفان شریف په شروع کې د ټول الزمونه رد کړل او بینش بتول یې د ساره د مرګ ذمه واره وګرځوله.

خو کله چې د ملزمانو نه پوښتنې وشوې، عرفان شریف چې د ټیکسۍ ډرایور دی د خپلې لور د قتل اعتراف وکړو.

د سه شنبې په ورځ په لندن کې د پیشې په مهال، ملزمانو ته د وژل شوې سارا د مور اولګا ډومن بیان هم واورول شو چې په کې هغې ملزمان د "جلاد" په توګه یاد شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG