لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برجنوبي وزيرستان اوسېدونکي وايي، د عملياتو دپاره کورونه نه خالي کوي


د بر جنوبي وزیرستان په مکین تحصیل کې امنیتي ځواکونو د دشکه او اباخیل سیمې د وسله والو پرضد د عملیاتو لپاره ځایي خلکو ته د خالي کولو امر کړی، خو ځايي خلک وايي دوی به د عملياتو دپاره کورونه د علاقې ونه وځي.

د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو د علاقې نه د صوبايي پارلیمان منتخب استازی وایي د عملیاتو په نتيجه کې بې کوره شوو کسانو لپاره یې د صوبې اعلا وزیر علي امین ګنډاپور په لارښونه امدادي مرستې لېږلې دي.

د عملیاتو دا پریکړه وروسته له هغې شوې چې د دسمبر په 21مه شپه د مکین په لیټا سار سیمه کې د اېف سي پر امنیتي پوسته وسله‌وال برید شوی د پاکستان پوځ دغه برید کې د 16 پوځیانو وژنه تایید کړې او د دغې سیمه نه یې د ناامنۍ نه پاکولو عزم څرګند کړی دی.

د پاکستان پوځ د ترهګرو ضد عملياتو کې د دسمبر په 24مه سراروغه کې د 13 او 26 مه د اووه وسله والو د وژل کېدو ویلي وو.

ځايي خلک وايي له دې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې ځایي خلکو ته عملیاتو په ترڅ کې کورونو خالي کولو امر کړی دی.

يو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل په دغه سیمه کې د وسله والو د شتون کره استخباراتي مالومات ترلاسه کړي دي چې دغلته خوندي ځالې لري.

هغه وویل د عملیاتو پر مهال ځایي خلکو ته د لنډې مودې دپاره په عارضي توګه د سیمې پرېښولو ویل شوي چې د عملیاتو پرمهال دوی زیانمن نه شي.

یو ځایي تن نوره جان وايي علاقې ته ټېنکونه راوړول شوي چې په دوامداره توګه ترې ګولۍ داغل کیږي.

هغه وویل د ویرې نه یو شمېر کورنۍ د سیمې په پریښولو مجبور شوې چې زیاتره د تحصیل مرکز مکین ته تللي دي چرته چې دا مهال زرګونه خلک بې سرپناه دي او هغوی خوراکي توکو، درملو، او ګرمو جامو ته سخته اړتیا لري.

د علاقې یو ځایي خبریال اتش مسید وايي دغه کورنۍ مکین ښار ته راغلي چې پکې زیاتر ښځې او ماشومان دي او د سر سیوری نه لري.

هغه وویل دوی ته هیڅ اسانتیا نه ده په ځای شوې او مکین تحصیل شاوخوا سیمو کې ځايي خلکو سره په حجرو او جماعتونو کې مېشت شوي دي.

‎د صوبې واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره تړاو لرونکی د صوبایي اسمبلۍ غړي آصف خان محسود ویلي چې د اغېزمنو خلکو د مرستې لپاره یې ټول ممکن اقدامات کړي دي.

‎هغه وویل چې د اعلا وزیر په لارښونه مرستندویه ټیمونه د خوراکي توکو، درملو، او ګرمو جامو سره د اغېزمنو سیمو ته لیږل شوي دي.

‎آصف محسود زیاته کړه د جنوبي وزیرستان خلک د ناامنۍ له امله په پرله‌پسې ډول له ستونزو سره مخامخ دي.

‎هغه وویل، په دې اړه به په اسمبلۍ کې غږیږي ترڅو حکومت دې ستونزې ته پام وکړي.

مکین دا هغې سیمې دي چې د کال 2009م راه نجات پوځي عملیاتو پرمهال پاکې ګرځول شوې او د عملیاتو له امله بې کوره شوي خلک په خپله ستانه کړل شوي دي.

‎د اغېزمنو شویو خلکو په وینا، دوی نه یوازې د سخت ژمي له ګواښونو سره مخامخ دي بلکې نورې ستونزې لکه د ماشومانو زده کړې د ځنډ او مالي زیانونه هم ورسره دي.

دوی په مکین سیمه کې د مسېدو قامي جرګې ته خواست کړی چې نور خپلې سیمې پریښولو ته تیار نه دي او په دې اړوند دې دوی اینده تګلاره وټاکي.

په مکین سیمه کې په 30م دسمبر د مسېدو لویه جرګه رابلل شوې چې په دې اړوند به خبرې کوي.

د جرګې یو غړي او پخواني د صوبایي اسمبلۍ غړي مولانا اعصام الدین د عملیاتو په کلکه مخالفت وکړو او وویل چې عام خلک بې‌کوره کول د ستونزو حل نه دی.

هغه وویل چې دا لومړی ځل نه دی چې د جنوبي وزیرستان خلک د عملیاتو په نامه له کړاوونو سره مخامخ دي. هغه پوښتنه وکړه که د ستونزو حل عملیات وي، نو پخوانیو عملیاتو ولې حالات نه دي ښه کړي.

‎مولانا اعصام الدین زیاته کړه چې په سخت ژمي کې خلک لا دمخه له کړاوونو سره مخامخ دي، او اوس یې په دې یخني په زوره سیمه پرېښودو مجبورول لویه ناحقه ده.

‎هغه په دې هم ټینګار وکړ چې تېر عملیاتو د ځایي خلکو کورونه، کاروبارونو، او خلکو د ژوند نور اړخونه سخت زیانمن کړي دي، او اوس بیا دا عمل د خلکو لپاره نوې ستونزې پیدا کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG