لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان 2024م کال: وسله والو پېښو کې د 1600 نه زيات ملکي وګړي او امنيتي عسکر وژل شوي


پاکستان کې په کال 2024م کې ترهګرې پېښې، وسله وال بريدونه سېوا شوي، 1612 ملکي وګړي او امنيتي عسکر پکې وژل شوي، چې پکې د امنیتي عسکرو شمېره 685 ښودل شوې ده.

په اسلام اباد کې د څيړنې او مطالعاتو مرکز (سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکیورټي سټډيز، سي ار اېس اېس) ازادې ادارې پرون په 30م دسمبر کال 2024م کې د شوو پېښو په اړه خپور کړي کاليز رپورټ کې ويلي، د تشدد او ناامنۍ تر ټولو زياتې د افغانستان سر په پوله پرتو خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي.

پاکستان کې د وسله والو ترهګرو بريدونو او ناامنۍ پېښې په داسې وخت کې سېوا شوي، چې د پاکستان حکومت او پوځ د اوږدې مودې نه دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

په 27م دسمبر د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري ويلي وو، سږ کال په 2024م کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د پوځ 383 افسران او عسکر وژل شوي دي.

هغه ويلي وو، امنيتي ځواکونو او قانون نافذونکو ادارو 59,775 عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو په ګډون 925 وسله وال وژل شوي، او دا په تيرو پينځو کلونو کې تر ټولو غټه شمېره ده.

پرون د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پوليسو (سي ټي ډي) ويلي، په 2024م کال کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې د خېبرپښتونخوا 149 پوليس وژل شوي او 232 ژوبل شوي دي.

سي ټي ډي ويلي، د پوليس او امنيتي ادارو سره په مقابلو کې د فتنه الخوارج (تحريک طالبان پاکستان) 270 ترهګر وژل شوي او 802 نيول شوي دي.

سي ار اېس اېس په خپل رپورټ کې ویلي، په 2024م کال کې شوو ټولو وژنو کې 60 فيصده ملکي وګړي وژل شوي دي.

ويل شوي، په 685 امنیتي عسکر (د پاکستان پوځ، استخباراتي ادارو غړي، پوليس او نورو قانون نافذونک ادارو غړي) وژل شوي دي. او دا کال 2014م نه وروسته د امنيتي عسکرو د وژنو تر ټولو غټه شمېره ده.

ويل شوي، په کال 2014م کې 781 امنيتي عسکر وژل شوي وو. په کال 2014م کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا شمالي وزيرستان ضلعه کې د وسله والو ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پيل کړي، دغه عمليات بيا خېبر ضلعې ته هم غځول شوي وو.

پاکستان کې د ترهګرۍ زياتې پېښې د دوه وسله والو ډلو سره تړل کيږي، د تحریک طالبان پاکستان وسله واله ډله په خېبرپښتونخوا کې زيات فعاليتونه لري او زمه وارۍ قبلوي او بلوچستان صوبه کې د بلوڅ لبرېشن ارمي په نوم ډله زیات فعاليتونه لري. دواړه ډلې ملګرو ملتونو او امريکې نړيوالې ترهګرې ډلې ګرځولي دي.

سي ار اېس اېس ویلي، خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ زياتې پېښې او وژنې د افغانستان سره په پوله پرتو ضلعو کورمه، شمالي وزيرستان او خېبر کې شوي دي، له دې نه علاوه ډېره اسماعیل خان، بنو او لکي مروت ناامنۍ او ترهګرۍ ډېرې ځپلې دي.

ويل شوي، د بلوچستان کوټه، کېچ، قلات او موساخېل کې د ناامنۍ زياتې پېښې شوي دي.

د پاکستان حکومت د سي ار اېس اېس رپورټ په اړه تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان کې غېر دولتي ادارې سي ار اېس اېس او انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سېکيورټي سټډيز، پيکس وخت په وخت د ترهګرۍ او ناامنۍ د پېښو او مرګ ژوبلو په اړه رپورټونه خپروي.

په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي، طالبانو دغه بريد غندلی او ویلي یې ويلي وو، دغه بريد به ځوابه پرې نه ږدي.

د طالبانو د دفاع وزیر امیر خان متقي پرون ویلي، "د پاکستان واکمنو په پکتيکا کې په بې وزله وزيرستاني مهاجرو بمبار کړی دی". هغه ويلي، پاکستان دا هیڅ توره نه ده کړې، باید پاکستان د شوروي يرغل نه عبرت واخلي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ممتازه زهرا بلوڅ هم پرون منلې چې، د پاکستان "د افغانستان سره په پوله یې ځينې پېښې شوي دي"، خو تاييد او ترديد یې ونه کړو، چې پاکستان په افغانستان کې دننه بمباري کړې يا یې اهداف په نخښه کړي دي.

په 28م دسمبر افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت دعوه کړې وه، "د ډېورنډ د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل"، پاکستان تراوسه په دغې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG