لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فعال وايي، پاکستان کې په زوره د خلکو بې درکه کولو لړۍ په 2024م کې هم روانه وه


پاکستان کې په جبري توګه د بې درکه شويو کسانو د موندنې او حقونو لپاره کار کونکي غېر دولتي تنظيم ډېفنس اف هيومن راېټس په خپل کلني رپورټ کې ويلي، په کال 2024م کې هم 19 کسان په زوره بې درکه کړل شوي او يو کس د حراستي مرکز دننه د عدالت څخه ماورا يا عدالت نه لرې وژل شوی دی.

د لا درکه کسانو د حقونو فعال وايي په پاکستان کې د خلکو په جبري توګه لا درکه کول اوس يو کلچر جوړ شوی او د دې حل يوازې د دې هېواد د پوځ په لاسو کې دی.

د ډېفنس اف هيومن راېټس ترمخه د کال 2021م راهسې لا درکه شوي 1384 کسان اوس هم لا ورک دي چې په کې د 795 ورکو کسانو تعلق د خېبرپښتونخوا، د 322 د پنجاب، 135 د سيند، 65 د بلوچستان او 46 کسانو د سرښار اسلام اباد سره دی.

په پاکستان کې په زوره د خلکو د بې درکه کولو لړۍ د ډېرې مودې راهسې روانه ده خو د دې هيواد د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف په دور (1999-2007) کې په دې کې زياتوالی شوی وو.

د پاکستان د بشري حقونو فعال او د بې درکه کسانو خپلوان د خلکو د بې درکه کولو تور د دې هيواد پر استخباراتي او امنيتي ادارو پورې کوي خو پوځ دا تورونه په بيا بيا رد کړي دي.

فعال وايي د دې ستونزې حل د حکومت سره نشته.

د ډېفنس اف هيومن راېټس تنظیم مشره امنه مسعود جنجوعه وايي، "حل يې د پوځ او استخباراتي ايجنسيانو سره دی، دوی له پکار دي چې د حکومت، ججانو سره کښېني او دا مسله هواره کړي او ورسره د بشري حقونو د ډلو استازي په کې هم شامل شي".

د تنظیم ترمخه تېر کال 2024م کې په جبري توګه لا درکه کړل شويو 19 کسانو کې يو تن ماورای عدالت وژل شوی، يو کس په حراستي مرکز کې موندل شوی او پينځه کسان خوشي شوي دي.

پاکستان کې د جبري لا درکيو په مقدمو کې د اغېزمنو کسانو په عدالتونو کې نمايندګي کونکې وکيله ايمان زېنب مزاري وايي د جبري لا درکيو د څېړنې سرکاري کمېشن په خپل کار کې ناکامه شوي دي.

هغه وايي، "کمېشن د جبري لا درکيو د مقدمو په داسې ډول د هوارولو هڅې کوي چې ورسره په دې جرم کې ککړ کسان يې لا نور ډاډه کړي دي او که دا لړۍ داسې روانه پاتې کېږي نو هېواد به د ګډوډۍ سره مخ شي".

د تېرې دسمبر په میاشت کې د پاکستان سپريم کورټ هم د خلکو د جبري لا درکيو لړۍ يوه مهمه مسله ګرځولې او په پارليمان يې د دې ستونزې د هواري غږ کړی وو.

په پاکستان د لا درکه کسانو د موندنې حکومتي کمېشن تېر 2024م کال د جولايۍ په مياشت کې ويلي وو، چې د کال 2024م په لومړيو شپږو مياشتو کې د لا درکيو نورې 197 پېښې رپورټ شوي دي. او د کمېشن ترمخه په تېرو 13 کلونو کې ورسره د 10 زرو کسانو د بې درکۍ مقدمې درج شوي او په دې کې تر اوسه 6454 لا درکه کسان معلوم کړل شوي او د 2270 کسانو قضيې ورته لا پاتې دي.

څيړونکي وايي په پاکستان کې د خلکو په جبري توګه د غېبولو لړۍ د تم کېدو پرځاې لا نوره سېوا شوې ده.

خبريال او څېړونکی عبدالهادي مايار وايي، "نه يوازې د ترهګرو ډلو خلک هغه غېبولوي شي بلکې سياسي مبارزين هم اوچت کړی شي او بيا يې هېڅ پته وه نه لګي چې هغه چرته لاړل، ژوندي دي او که مړه دي، د افسوس خبره دا ده چې دا کار صرف په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې روان دی".

د ډېفنس اف هيومن راېټس تنظیم د شمېرو ترمخه په تېرو څلورو کلونو کې په جبري توګه ورک شوو 1384 کسانو څخه 612 خوشې کړل شوي، 120 په حراستي مرکزونو کې، 125 په جېلونو کې بندي پاتي دي او نزدې 91 بې درکه کسان د عدالت پرته وژل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG