لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بېرسټر سېف: د کورمې امن معاهده په ځای ده، خو قافله لا هم نه ده روانه شوې


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا د کورمې ضلعې د امن معاهدې وروسته لا هم د کورمې لاره نه ده پرانستل شوې او قافله نه ده روانه شوې. د پښتونخوا د حکومت د اطلاعاتو مشير بېرسټر سېف ويلي، د کورمې امن معاهده په ځای ده، په ټولو خبرو به یې عمل کول يقيني کولی شي.

سېف پرون په شپږم دسمبر ویلي، په مرستیال کميشنر د حملې وروسته د نن څخه په ټولو فيصلو عمل کول پيل شوي دي، په مرستيال کميشنر جاوېدالله مسيد باندې حمله کوونکي د امن دښمنان ټول کردارونه په ډاګه کولی شي، د قانون منګولو ته به راوستی او سزا به ورته ورکولی شي.

د جنوری په وړومبۍ نېټه د شيعه او سني فريقېنو ترمنځ د حکومت په منځګړيتوب جرګه ترسره شوې جرګه کې دواړو فريقينو د امن په لوظنامه لاسيلکونه کړي وو.

او سېف په څلورمه جنورۍ کورمې ته د لومړۍ قافلې روانولو ويلي وو، خو په دغه ورځ بيا د کورمې په مرستیال کميشنر وسله وال بريد شوی، هغه او ساتونکي یې پکې ژوبل شوي وو.

د يادې پېښې وروسته کورمې ته تلونکې قافله چې خوراکي توکي او دوايانې پکې شامل دي، په ټل کې ودرول شوې او تراوسه پورې بیا نه ده روانه شوې.

سېف ويلي، د کورمې د مرکزي لارې دپاره د امنيت ګامونه نور سختولی شي، او مشرانو ته په حمله کې د ککړو کسانو زر تر زره حواله کولو ویل شوي دي.

د لارو د بنديز او غوښتنو دپاره په پاړا چنار کې د شيعه و او په کوزه کورمه مندوري کې سنيانو احتجاجونه کړي دي.

خو پرون ویل شوي، په پاړا چنار کې په احتجاج کونکو مقدمه درج شوې او په مندوري کې احتجاج لا هم دوام لري.

د احتجاج مشري کونکى حاجي کريم خان وي او اې ډيوه ته ويلي، احتجاج نه ختموي او نه به د ګاډو قافله پرېږدي ترڅو پورې يې چې غوښتنې نه وي منل شوي.

هغه ويلي،ر بګن او شاخوا کورونو باندې په 22م نومبر شوي يرغل کې ککړ کسان دې ونيولى شي، خلکو له دې د ورانو شوو کورونو او دوکانونو معاوضه ورکړل شي او سيمه دې له وسلې څخه پاکه کړل شي.

او د پاړا چنار احتجاج کوونکو ويلي، په رڼا ورځ په مرستيال کميشنر برید وشو، حکومتي امنيتي رټ چېلنج شو او مقدمه په پرامنه احتجاج کوونکو درج شوه.

په پينځمه جنورۍ کورمه کې 144 ماده لګول شوې او په مرستیال کمينشر او هغه سره ساتونکو باندې د څلورمې جنورۍ د بريد مقدمه د پينځو معلومو او 25 نه تر 30 پورې معلومو کسانو پرضد درج کړل شوې ده.

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، دغه لاره بنده پاتې ده.

(په دې خبر کې ځینې معلومات د ډیوه خبريال فريد شينواري شريک کړي دي)

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG