لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف: بشري قاچاق کې د ککړو ډلو پرضد دې سخته کارروايي وشي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي، بشري قاچاق کې د ککړو سرکاري چارواکو ضد پورته کړل شوي اقدامات د ستاينې وړ دي، او بشري قاچاق، انساني سمګلنګ کې د ککړو ټولو ډلو ضد یې د سختو قانوني کارروايانو او د عبرت نخښه جوړولو حکم کړی دی.

تېره میاشت په يونان کې يوه کښتۍ ډوبه شوې، د پاکستانيانو پشمول پکې ګڼ کسان مړه شوي وو.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه پرون په شپږم دسمبر د وزیراعظم په مشرۍ د بشري قاچاق ضد پورته کړل شوو اقداماتو د جاج اخستو غونډه شوې ده.

شهباز شریف لارښوونه کړې، په دغه عمل کې د ککړو سهولت کارو ضد دې قانوني چلند وشي او سختې سزاګانې دې ورته ورکړل شي، او بهر چې څوک هم په دغه کار کې ککړ دي، د بهرنيو چارو د وزارت د لارې دې هغوی هم پاکستان ته راوستل شي.

نوموړي د اطلاعاتو وزارت ته لارښوونه کړې چې د کورنيو چارو د وزارت په مرسته دې بهرنيو هيوادونو ته په نوکرو پسې تلونکو خلکو ته د پوهاوي کمپاين وچلول شي چې په غېرقانوني لارو نه ځي.

د 13م او 14م دسمبر په مینځنۍ شپه کې د يونان سره نزدې کښتۍ اوښتې، په مړه شوو او ورکو کسانو کې د ډېرو تعلق د پاکستان سره ښودل شوی دی.

د پېښې نه څلور ورځې وروسته په يونان کې د پاکستان سفارتخانې تاييد کړې، د ژغورنې عمليات ودرول شوي او اوس په سمندر کې د چا د ژوندي پاتې کېدو امېد نه دی پاتې.

کښتۍ کې د ټولو کسانو د کره شمېرې په اړه هغه وخت څه نه وو ويل شوي، خو ژوندي پاتې شوو کسانو ويلي وو، د 35 نه تر 40 پورې کسان مړه شوي دي.

پاکستان کې په بشري قاچاق کې د سرکاري افسرانو د ککړتیا ويل شوي او د هغو پرضد د اقداماتو اخستو هم ويل شوي وو، د پاکستان په پنجاب صوبه کې د انساني قاچاقبرو پرضد مقدمې درج کړل شوې او چارواکو د ځينو د نيولو دعوې کړې وې.

ملګري ملتونه بشري قاچاق د بنيادي بشري حقونو سخته سرغړونه بولي.

په 2015 او 2016 کلونو کې یونان د منځني ختیځ، افریقا او اسیا څخه راتلونکو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره اروپا ته د ننوتلو تر ټولو د خوښې لاره وه او شاوخوا لس لکه خلک د دې هیواد په جزیزو کوز شوي وو.

په کال 2023م کې د یونان سره نزدې په بحیره روم کې یوه کښتۍ چپه شوې وه چې د 400 نه د زیاتو پاکستانیانو په ګډون پکې نزدې 800 کډوال سواره وو د هغوي له جملې څخه یوازې 104 کسان ژوندي ژغورل شوي وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG