لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ د پوځي عدالتونو په اړه ویلي، انتظامي اداره عدليه نه شي جوړېدی  


د پاکستان د سپريم کورټ جج جسټس جمال مندوخېل په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو ضد قضيي د فيصلې پرضد د اپيلونو د اورېدنې په وخت سوال راپورته کړی چې د دفاع وزارت انتظامي يا اېګزېګټيو اداره ده او که خلاف یې يو جرم وشي نو ايا هغه په خپله جج جوړېدی او فيصله کولی شي؟.

سپريم کورټ په دې مقدمه کې د ابتدايي دلايلو اورېدو وروسته نوره اورېدنه تر سبا د اتمې جنورۍ وځنډوله.

د سپريم کورټ اييني بنچ د نهې په ورځ په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو ضد د مقدمې چلولو ضد د بېلابيلو خواستونو اورېدنه وکړه او په دې موقعه د دفاع د وزارت وکيل خواجه حارث خپل دلايل پيل کړل.

د اورېدنې په وخت د دفاع د وزارت وکيل خواجه حارث دريځ خپل کړو چې سپريم کورټ په تېرو وختونو کې ګرځولې ده چې د پوځ لاندې د ملکي وګړو کورټ مارشل کېدې شي. نو په دې باندې د اووه کسيزه اييني بېنچ مشر جسټس جمال مندوخېل پوښتنه وکړه چې په دې مقدمه کې متاثره فريق او اپيل داېرونکي څوک دي.

خواجه حارث وویل چې اپيل د دفاع وزارت داېر کړي او د دفاع وزارت د اېګزېګټيو يا انتظامي اداره ده.

جسټس جمال مندوخېل بيا پوښتنه راپورته کړه که چېرې د اېګزېګټيو خلاف کوم جرم وشي نو بيا ايا هغه په خپله جج جوړېدې او فېصله کولی شي.

جسټس جمال مندوخېل وویل، په ايين کې د اختياراتو تقسیم بیخي واضح دی، چې اېګزېګټيو د عدليي کردار نه شي ادا کولی او د پوځي عدالتونو په مقدمه کې بنيادي سوال هم دا دی.

سرکاري وکيل په ځواب کې وویل، چې بل کوم فورم نه وي نو اېګزېګټو فېصله کولی شي.

د سپريم کورټ وکيل شېرامان يوسفزی وايي، "بادي النظر کې چې نن د سپريم کورټ دا کومه رای راغله داسې ښکاري چې له دې وروستو کومه فيصله راځي نو هغه د هغو کسانو په حق کې د چا په خلاف په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلېږي او يا چاته د دغو عدالتونو څخه سزاګانې اورول شوي دي".

د کال 2023م کې د نهمې د پېښو په تور کې نزدې د سلو کسانو خلاف په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول شوې وې او د پوځ وياندې ادارې آی اېس پي ار ترمخه د نهې مې په پېښو کې ککړو په مجموعي توګه 67 کسانو د رحم اپيلونه کړي وو چې پکې د 19 کسانو سزاګانې معاف کړل شوې وې او د 48 کسانو معامله به کورټ اف اپيل ته وړل کېږي.

د پوځي عدالتونو دننه د اورېدنو سره مخ کسانو باندې تور دی چې د 2023م کال د مې په نهمه یې د پخواني وزیر اعظم عمران خان تر نيول کېدو وروسته په احتجاجونو کې پوځي تنصیبات په نخښه کړي وو خو پخواني وزیر اعظم عمران وايي دا هرڅه پوځ په تحريک انصاف ګوند د مقدمو جوړولو لپاره په خپله کړي وو.

په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو ضد کېس چلولو په اړه اورېدنه کې جسټس جمال مندوخېل سوال راپورت کړی چې په قانون کې د ترهګرۍ ضد عدالتونو فورم موجود دی نو د قانوني فورم په موجودګۍ اېګزېګټيو څنګه جج جوړېدې شي.

پوځي عدالتونو له وړاندې څخه ځنې کسانو ته سزاګانې اورولي دي نو بيا سپريم کورټ د مقدمې ضرورت څه پاتې دی، د بشري حقونو فعال او د پيپلز ګوند سره تعلق لرونکی سیاستوال فرحت الله بابر وايي،

" کېدی شي چې دا عدالت په مينځ کې داسې لاره راوباسي چې د پوځي عدالتونو کړې فېصلې بل عدالتونه واوري خو دې وخت کې دا خبره کول چې د سپريم کورټ د دې اوسنۍ اورونې څه ضرورت نشته، دا زما خيال کې مناسب تجزیه نه ده ځکه چې د پوځي عدالتونو د قانوني حېثيت په اړه اصلي جګړه دې عدالت کې روانه ده".

جسټس جمال مندوخېل وویل چې ارمي اېکټ صرف د وسله بندو ځواکونو تر غړو پورې محدود کړی شوی دی، نو خواجه حارث وویل داسې نه ده چې ګواکې ارمي اېکټ يوازې تر پوځي غړو پورې محدود دی، وايي په دې کې نور کېټيګريز هم شامل دي.

د عدالتي او سياسي چارو خبريالان وايي د دې مقدمې فېصله کول د سپريم کورټ د ازمېښت په معنا دي.

د عدالتي او سياسي چارو خبريال ثاقب بشير وايي، "تر اوسه پورې عدالت په دې کې نه دی کامياب شوی او د هغې يو علت دی چې دا معامله مې 2023 کې شروع شوه او په جون 2023 کې دا سپریم کورټ ته راغله، سوال ډېر ساده دی چې په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو اورېدنه کېدې او که نه. د جسټس اعجاز الحسن تر مشرۍ لاندې لومړي بنچ ويلي وو، چي نه شي کېدې، دا غېر اييني دي".

تېر کال د 2024 دسمبر په 13مه د سپريم کورټ اييني بېنچ پوځي عدالتونو ته د نهمې مې په پېښو کې ککړو 85 کسانو ته د فيصلو اورولو اجازت ورکړی وو خو ويلي یې وو چې د پوځي عدالتونو پرېکړې به په سپريم کورټ کې د التوا لاندې مقدمې د فېصلې سره مشروطې وي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG