لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: د اېټمي انرجۍ کمېشن تښتول شوو کارمندانو کې اته تنه تراوسه نه دي معلوم شوي


د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت څخه پرون د اېټمي انرجۍ کمېشن کارمندانو کې نهه تراوسه نه دي معلوم کړل شوي، چارواکي وايي د پوليس او پوځ د لټون عمليات دوام لري.

پرون د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه لکی مروت کې د کبل خېل په نوم اېټمي انرجۍ کمېشن 16 کار کوونکي نامعلومه وسله والو تښتولي وو، خو وروسته یې تحریک طالبان پاکستان زمه واري منلې وه.

چارواکو ویلي، پرون د تښتوونکو څخه د کارمندانو د راخوشي کولو دپاره عمليات پيل کړل شوي، پوځ او پوليس په شريکه هغه ځنګل علاقه په ګېره کې اخستې کوم لوري ته چې دغه کسان تښتول شوي وو، او په تښتول شوو کې اته کسان خوشي کړل شوي وو.

د لکي مروت د پوليسو يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، په راخوشي شوو کسانو کې درې معلومي ژوبل دي.

هغه وويل، نن هم د دغو کسانو د معلومولو او خوشي کولو دپاره ځای په ځای د پوليس او پوځ عمليات دوام لري.

د چارواکي په خبره، پوليس او انتظامي مشران په ځايي کچه د جوړو کميټيانو سره هم ويني.

بل لور ته په لکي مروت کې د مروت قبيلي جرګه شوې، د تښتول شوو کسانو د خوشي کولو غوښتنه یې کړه، د دغه ډول پېښو د مخنيوي دپاره اقداماتو غوښتنه یې کړې ده.

پرون ویل شوي وو، دغه کسان سهار په يو هايي اېس (فلاينګ کوچ) ګاډي کې ماین ته ډيوټۍ له روان وو او تښتول شوي وو.

وروسته د تښتول شوو کسانو يوه ويډيو خپره شوې، چې پکې تښتول شوی يو تن ځان د حافظ بشير په نوم معرفي کوي او وايي چې، "زه د خپلو ملګرو سره په محفوظ مقام باندې ناست يو، حکومت ته خواست کوو چې زر تر زره زمونږ د خوشي کولو بندوبست وکړي او د مجاهدينو مطالبات دې تسليم کړي".

خو په ويډیو کې هغه نور تفصیل نه وو، ويلی چې دوی په کوم ځای کې ناست دي او مجاهدين څوک دي او غوښتنې یې څه دي.

قبول خېل اېټمي انرجۍ کمېشن د پنجاب صوبې د میانوالي ضلعې سره په پوله پروت دی.

د خېبرپښتونخوا په جنوب کې پرته لکي مروت ضلعه د شمال او جنوبي وزیرستان، ټانک، بنو، ډېره اسماعیل خان او میانوالي سره پولې لري.

لکي مروت د خېبرپښتونخوا يوه د هغو ضلعه څخه ده چرته چې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG