لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هايکورټ حکم کړی، حکومت دې افغان هنرمندان په زوره ونه باسي


Peshawar High court
Peshawar High court

پېښور هايکورټ مرکزي او صوبايي حکومت ته حکم کړی، افغان هنرمندان دې په زوره ونه باسي، مرکزي حکومت دې يو افسر په ځای کړي، د افغان هنرمندانو د پناه خواستونو باندې دې په دوو مياشتو کې فيصله وکړي.

عدالت ويلي، د هنرمندانو په خواستونو په دوو مياشتو کې د فيصلې نه کېدو په صورت کې دې د کورنيو چارو وزارت افغان هنرمندانو ته د نور پاتې کېدو وخت ورکړي.

عدالت دا هم ويلي، چې څو پورې د هنرمندانو په قضيو فيصله نه وي شوي، مرکزي او صوبايي حکومت دې قانون نافذوونکې ادارې د هنرمندانو ضد د کوم سخت اقدام اخستو څخه منعه کړي.

د افغان هنرمندانو لخوا پېښور هايکورټ ته خواست کوونکي وکیل، قانون پوه ممتاز احمد وي او اې ډیوه ته ويلي، د اکتوبر 2023م د يوې اعلاميې، چې پکې ويل شوي وو، د پاکستان څخه به غېر قانونه او غېر رجسټر هنرمندان ويستلی شي، خلاف دوی د 147 افغان هنرمندانو لخوا پېښور هايکورټ ته خواست کړی وو.

هغه وويل، په خواست کې دوی ویلي وو چې هنرمندانو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرېشن کړی او د دغه عمل بشپړ کېدو پورې دې هنرمندانو ته پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي.

ممتاز احمد زياته کړه، هايکورټ دغه فيصله وکړه چې په دوو مياشتو کې دې هنرمندانو ته د رجسټرېشن موقع ورکړل شي، دوی دې نوي اسناد جمع کړي تر هغې پورې به دوی پاکستان کې د يو قانوني شهري په توګه مېشت وي.

پېښور کې د هنري ټولنې مشر ډاکټر راشد وويل، دوی په نننۍ فيصله خوشاله دي او د پاکستان د حکومتي چارواکو نه تمه لري چې د عدالت په فيصله به عمل کړي، او د هنرمندانو مشکلات به راکم شي.

افغان هنرمند، زولي افغان چې د استاد شاه ولي زوی دی، وايي د پېښور هايکورټ د فيصلې نه ښه تمه لري امېد ورته پيدا شو، هنرمندان بې سرنوشته او لاره ترې ورکه ده، په دې فيصله خوشاله دي.

پېښور هايکورټ په داسې وخت کې دا فيصله واوروله، چې په وروستيو کې اسلام اباد کې د افغانانو د نيولو د لړۍ پيل کېدو خبرونه ورکړل شوي وو.

د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنيشنل په پاکستان ټينګار کړی چې د افغان کډوالو ځورولو او د دوی د نيولو لړۍ دې ودروي.

په شپږمه جنورۍ، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په اسلام اباد کې سفارتخانې په وروستيو کې په اسلام اباد کې د 800 افغانانو په نيول کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

سفارتخانې دعوه کړې وه قانوني اسناد [پي او ار او اې سي سي کارډ] لرونکي افغانان هم نيول شوي وو.

د پاکستان حکومت او اسلام اباد پوليسو د افغانانو نيولو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي، خو په اوومه جنورۍ بيا مرستيال کميشنر يو بيان کې سپيناوی کړی وو چې روان کال یې 183 غېر قانونه غېر ملکيان د ملک څخه ويستي دي.

مرستيال کميشنر ویلي وو، افغان وګړي چې په اسلام اباد کې اوسي او هر ډول قانوني اسناد لري هغوی نه لېږل کيږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار هم وي او اې ډیوه ته د افغانانو د نيولو او د پاکستاني چارواکو سره یې په دغه موضوع د خبرو کولو ويلي وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG