لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورمې لاره بنده پرته ده، د هيلي کاپټر د لارې مرستې رسول کيږي


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې ته تراوسه ځمکنۍ لاره بنده پرته ده، باوجود د دې چې په سيمه کې د امن دپاره د جنورۍ په لومړۍ نېټه د امن لوظنامه شوې، خلک وايي، د خوراکي توکيو، دوايانو درملو سره یې د بنيادي ضرورتونو مشکل نور سېوا شوی دی.

صوبايي حکومت ویلي، پرون په 12م اکتوبر یې هيلي کاپټر پينځه پېرې کړي، دوایانې او ضروري سامانونه او خلک یې وړي راوړي دي. بل لور ته په مندوري کې د خلکو احتجاج نن په اتلسمه ورځ هم دوام لري.

د کورمې ډپټي کميشنر اشفاق خان پرون په 12مه جنورۍ ویلي وو، د امن د تړون له مخې به هم پرون په بالش خېل او خار کلي کې موجودې ټولې مورچې ړنګولی کېدې، خو پرون دغه کار بيا نه دی ترسره شوی.

هغه ویلي وو، چې په کوهاټ کې د امن د ترسره شوي تړون په اساس به د فرورۍ د میاشتې وړومبۍ نېټې پورې د کورمې ضلعې دننه ټولې مورچې راغورځولی او وسلې به راټولولی شي.

د خېبرپښتونخوا حکومت پرون ویلي، د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په خصوصي لارښوونه د صوبايي حکومت هیلي کاپټر کورمې ته پينځه پېرې کړي، د پېښور نه صدې ته 1500 کلوګرامه دوايانې وړل شوي، 400 کلوګرامه خوراکي ضروري سامان وړل شوی او 114 کسان وړل شوي راوړل شوي دي.

د لومړۍ جنورۍ د لوظنامې وروسته سیمې د امدادي سامانونو لومړۍ قافله چې په 40 ګاډو مشتمله وه، په دوه برخو کې لېږل شوې او بيا په 11مه جنورۍ د 12 ګاډو بله قافله لېږل شوې ده.

خو پاړا چنار کې ځايي خلک وايي، د خوراکي توکیو د نشتوالي سره مخ دي، دوايانې درمل او په علاقه کې تېل نشته، خلک چې د وړاندې نه د مشکلاتو سره مخ دي، ستونزې یې ورځ تر بلې نورې سېوا کيږي.

مندوري کې احتجاج کوونکي وايي، بګن او شاخوا کورونو باندې په 22م نومبر شوي يرغل کې ککړ کسان دې ونيولى شي، خلکو له دې د ورانو شوو کورونو او دوکانونو معاوضه ورکړل شي او سيمه دې له وسلې څخه پاکه کړل شي.

د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې د روان کال اکتوبر د 12مې راهسې د شيعه او سنيانو ترمنځ نښتې شوې، د ټل، پاړاچنار لاره تړل شوې، او د بيا د 21م نومبر راهسې په بېلابيلو پېښو کې د 135 نه زيات کسان مړه شوي او 180 نور ژوبل شوي وو، له دغې وروسته چې د کورمې لاره تړل شوې، تراوسه پورې بنده پرته ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG