لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د کولې په کان کې د بند پاتې خواريکښ مړی په پينځمه ورځ را وايستل شو


د کوټې سره نزدې د کولې په کان کې لاندې د ګېر شوي خواريکښ مړی نن په پينځمه ورځ را ايستل شوی دی، د خواريکښ تعلق د شانګلې سره دی، امدادي کار کوونکي وايي، مړی به یې هم نن خپلې پلارنې علاقې ته ولېږل شي.

د نهمې جنورۍ په ماښام په سنجدي سیمه کې د زهرجن ګېس له امله د کولې په کان چاودنه شوې، هغه وخت په کان کې کارکونکي 12 تنه خواريکښ بند پاتې شوي وو، له 30 ساعته پس څلور خواریکښو مړ‎ي را ایستل شوي، او د اوو مړي په 12مه جنورۍ را ايستل شوي وو.

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام او ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 مشر ماجد خان په يو ويډیو پيغام کې وويل، د کولې په کان کې د بند پاتې شوي 31 کلن خواريکښ امان الله مړی نن د نهې، سه شنبې په ورځ را وايستل شو، او خپلې پلارنۍ سيمې ته به یې مړی ولېږل شي.

د خواريکښو د حقونو دپاره کار کوونکي تنظيم پاکستان سنټرل ماين لېبر فېډرېشن په وينا، بلوچستان صوبه کې تېر کال په 2024م کې د کانونو په بيلابيلو پېښو کې 127 خواريکښ مړه شوي او 20 خواريکښ د ناامنۍ په پېښو کې وژل شوي دي.

او حکومتي د ماینونو اداره وايي، تېر کال 87 کسان په بېلابيلو پېښو کې مړه شوي وو.

د خواريکښو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، يو خو د خواريکښو د ساتنې دپاره کوم اقدامات نه کيږي او بل که د کوم غفلت په وجه پېښه وشي په هغه پېښه کې زمه وار معلوم نه شي، چاته سزا ور نه کړل شي ځکه دا پېښې دوام لري.

د بلوچستان د ماينونو او معدنياتو د محکمې د چارواکو په وينا د تازه پېښې تحقیقات يې پيل کري، وايي که چري د ماین مالک د حفاظتي تدبيرونو اړوند غفلت کړی وي، نو د قانوني چلند به ورسرہ کيږي.

د پېښو له زیاتوالي سرہ د کولې کانونو د خوندیتوب مسله بیا تر بحث لاندې راغلې ده.

د مزدورانو اتحادیې وايي چې د کولې کانونو کې د خوندیتوب تدبيرونه او د خواريکښو د ژوند خوندي کولو لپاره د اړونده ادارو لوري اخيستل شوي ګامونه نا کافي دي.

(خبر کې ځينې معلومات د کوټې نه د ډيوه خبریال حفيظ الله ستوري شېراني شریک کړي)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG