د پاکستان سپريم کورټ کې د پوځي عدالتونو دننه د ملکي وګړو په ضد د مقدمو چلول کېدو په اړه اورېدنه کې د دفاع د وزارت وکيل عدالت ته ويلي، چې د نهمې مې د پېښو سازش جوړونکي يا د ماسټر ماېنډ خلاف مقدمه به هم په پوځي عدالتونو کې چلول کېږي؟.
د اورېدنې په وخت د بېلابيلو پوښتنو مخې ته راتلو وروسته عدالت د قضيې اورېدنه تر سبا وځنډوله.
د سپريم کورټ اووه کسيزه اييني بېنچ نن، د نهې، سه شنبې په ورځ هم په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو په ضد د مقدمې چلول کېدو په اړه د خواستونو اورېدنه وکړه.
په اييني بېنچ کې شامل جج جسټس حسن اظهر رضوي پوښتنه راپورته کړه چې د مې په نهمه څنګه خلک بې د وسلو تر کور کمانډر هاوس ورسېدل او ايا د نهمې مې په پېښه کې د کوم پوځي افسر په ککړتیا باندې د هغه ضد مقدمه شوې ده؟.
د دفاع د وزارت وکيل خواجه حارث په ځواب کې وویل چې د کوم پوځي افسر ضد مقدمه نه ده شوې.
د دفاع د وزارت وکيل په نننۍ اورېدنه کې د دلايلو په پيل کې وویل، په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو په ضد مقدمې ناڅاپي نه چلول کېږي، په دې اړه د 1967 راهسې قانون موجود دی.
جسټس جمال مندوخېل ويلي، دا کتل دي چې په کومو حالاتو کې د پوځي عدالتونو دننه د ملکي وګړو خلاف مقدمه چلول کېدې شي.
قانون پوه حافظ احسان احمد کهوکهر وايي، "زما په خيال دا وخت چې د سپريم کورټ مخې ته په دې اړه کومه مسله پرته ده هغه د کلاسيفيکېشن ده، چې په کوم بنياد او د کومو کسانو کېسونه پوځي عدالتونو ته لېږل شوي دي".
د سرکاري وکيل د وينا تر مخه د يو پوځي د خپل کار څخه د منع کولو لپاره د هغه هڅولو مقدمه به هم د ارمي اېکټ لاندې چلول کېږي او سپريم کورټ په تېرو وختونو کې ګرځولې، چې رېټاېرډ اهلکار ملکي وګړي ګڼل کېږي.
جسټس جمال مندوخېل پوښتنه وکړه، چې ايا په موجوده کېس کې په چا باندې د پوځ د خپل کار څخه د ودرولو تور شته، د ارمي اېکټ لاندې به خو جرم هله جوړيږي چې کله يو اهلکار شکايت وکړي او يا په کې په خپله ککړ وي.
ځنې قانون پوهان د ملکي وګړو خلاف په پوځي عدالتونو کې د مقدمو په چلول کېدو تنقید کوي.
قانون پوه مصدق عزيز خټک وايي، "يو خو دا کار د ټولنې دپاره انتهايي زيات خطرناک دی، او بله خبره دا ده چې دوی (پوځ) سره ويره ده چې عام عدالتونو کې به دغه کسان ازاد شي، تاسو (سره پوځ) د هغوي خلاف چې کوم شواهد دي هغه دې عدالتونو ته راوړي، زموږ عدليه ازاده ده هغوي به په هغو شواهدو فيصله وکړي، چې ايا دا کسان مونږ سزا وار کړو که دوی مونږ پرېږدو".
سرکاري وکيل وايي چې د پوځ نظم وضبط چې څوک هم خرابوي د هغه ضد مقدمه به پوځي عدالت ځي خو جسټس جمال مندوخېل وايي چې ته څومره د پوځي اېکټ داېره پراخوې نو په دې کې خو څوک هم راتللی شي.
د پوځي عدالتونو دننه د مقدمو سره مخ کسانو باندې تور دی چې هغوى د 2023 کال د مې په نهمه د پخواني وزیر اعظم عمران خان د نيول کېدو وروسته احتجاجونو کې پوځي تنصیبات په نخښه کړي وو، خو پخوانی وزیر اعظم عمران خان دا تورونه ردوي او وايي دا کار پوځ په خپله کړی چې د تحريک انصاف ګوند مشران او فعالان په مقدمو کې ښکېل کړي.
د سياسي او عدالتي چارو خبريالان وايي، د سياسي حالاتو اثر په عدالتونو کې د روانو مقدمو په فيصلو هم کېږي.
ذولقرنېن اقبال، د عدالتي او سياسي چارو خبريال ذوالقرنېن اقبال وايي، "د عدالت نه بهر فضا هم د عدالت دننه د روانو مقدمو په فيصلو اثر کوي، که بهر فضا د چا په حق کې وي نو په عمومي توګه عدالت کې د فايل نه کاغذ هم د هغه په حق کې راوځي او چې بهر فضا خرابه وي نو د عدالت دننه هم د فايل څخه کاغذ مخکې وروسته کېدی شي".
کال 2023 کې د نهمې مي د پېښو په تور کې د نزدې سلو کسانو خلاف په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلول شوې وې او پوځ ترمخه په دغه پېښو کې ککړو 67 کسانو د رحم خواستونه کړي وو چې په کې د 19 کسانو سزاګانې معاف کړل شوي او د 48 کسانو معامله به کورټ اف اپيل ته وړل کېږي.
Forum