ډانلډ ټرمپ په شلمه جنورۍ د ګل، دوشنبې په ورځ په دويم ځل د امریکا د صدر په توګه لوړه کوي يا سوګند پورته کوي، د دې ورځې پيل به په چرچ کې په سروس کې د ګډون څخه کيږي.
د چرچ سروس:
ويل شوي، ټرمپ به د ورځې پيل سپينې ماڼۍ سره نزدې سېنټ جانز ايپسکوپل چرچ کې په يو سروس کې ګډون کوي، کوم چې د منتخب صدرانو يو روايت دی.
په سپينه ماڼۍ کې چای:
ټرمپ او ميلانيا ټرمپ به رخصتېدونکي صدر جوبايډن او خاتون اول جل بايډن سره په سپينه ماڼۍ کې په چای ويني، دا دستوره په روايتي توګه د نوي صدر د هرکلي دپاره راجوړولی شي.
د لوړې دستوره:
د ټرمپ د لوړ دستوره به د امریکا د مرکز، يو اېس کېپېټل په روټانډار هال کې کیږي، له دې وړاندې دا دستوره بهر په ميدان کې ټاکل شوې او د ګڼو خلکو د ګډون تمه کېده، خو د يخ موسم له امله به دا دستوره اوس په ودانۍ کې دننه کیږي.
په دستوره کې به د نبراسکا پوهنتون د موسيقۍ ډله د هرکلي دپاره نغمه وړاندې کوي.
دستوره کې به مرستيال صدر وينس هم لوړه کوي او ټرمپ به خپله صدارتي وينا کوي.
د پخواني صدر په مخه ښه:
بايډن او نايب صدرې کاملا هېريس ته به د کېپټل هل څخه په رسمي توګه په مخه ښه ويل شي.
د لاسليکونو په کمره کې ليدنه:
د کېپټل هل په ودانۍ کې د سېنېټ د کمرې سره نزدې يوه کمره ده، چرته صدران د لوړې وروسته د نومول کېدو او اېګزېکټيور لاسليکونه کوي، ټرمپ به هم په دې کمره کې خپل لومړي حکمونه جاري کوي.
د لوړې د دستورې د غرمې ډوډۍ:
ټرمپ او نایب صدر به د کېپټل په مجسمه هال کې د کانګرس د ګډې کمېټۍ لخوا د غرمې په ډوډۍ کې ګډون کوي.
له دغې وروسته به پوځي پرېډ ګوري.
ټرمپ به بيا سپينې ماڼۍ ته ځي، په اوول دفتر کې به د کمانډر ان چيف ايناګولرل کې په دستوره کې ګډون کوي.
له دغې وروسته به د مهمو شخصيتونو سره ويني، ياد سندغاړي به سندرې وايي، په دغه دستوره کې هم د صدر د وينا تمه کيږي.
نهه، سه شنبه:
د نهې، سه شنبې په ورځ به ټرمپ په واشنګټن کې په نېشنل کېتهډرل کې په يوه روايتي دعا کې ګډون کوي.
د امریکې د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ او مرستیال صدر جی ډي وينس د لوړې مراسم د خالي، شنبې د ورځې څخه پيل شوي دي.
خبر د اې پي په مننه
Forum