لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي پېک په راتلونکي "سنجيده اندېښنې" وړاندې کړل شوي، خبر ته د پاکستان او چين غبرګون


China Pakistan Military Exercise
China Pakistan Military Exercise

د برتانيې د [دي ګارډين ورځپاڼې] ويلي، اسلام اباد کې د چين سیاسي سيکټري وانګ شينګجي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ، سي پېک په وړاندې خطرونو په اړه غېر معمولي سختې نيوکې کړي، او د چين د اربونو ډالرو پانګونو پروژې سي پېک د راتلونکي په اړه یې "سنجيده اندېښنې" څرګندې کړي دي.

چين او پاکستان دغه خبر ناسم بللی دی.

په 26مه جنورۍ د سي پېک د امنيت او راتلونکې په اړه خپور شوي خبر کې د شينګجي له قوله ويل شوي، "پاکستان کې امنيت نه ښه کيږي څوک به په داسې حالاتو کې دلته کار له څنګه راشي؟، بلوچستان او ګوادر کې د چينايانو ضد کرکه ده، ځينې دښمن قوتونه د سي پېک ضد دي او دا سبوتاژ کول غواړي".

چينايي سيکرټري تور لګولی، "پاکستان د سي پېک په اړه تشې او ناسمې دعوې کوي، خلکو ته ناسمې تمې ورکوي، خو مونږ د پاکستان په څېر تشې خبرې نه کوو، توجه مو په کار او پرمختګ ده، خو که ناامني دوام لري نو دا به پرمختګ ته تاوان اړوي".

چين پرون په 27مه جنورۍ ويلي د سفارتکار په اړه [دي ګارډين] ليک "مکمل دروغ" دي.

د چين سفارتخانې ويلي، "خبر کې چې کومه ژبه او توري کارول شوي هغه د باور وړ نه دي او چين دغه دريځ نه لري".

چينايي بيان کې دغه خبر رد کړل شوی او بلوچستان صوبه کې د پرمختيايي کارونو يادګېرنه شوې ده.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم پرون بيان جاري کړی او [دي ګارډين] د نوم اخستو بغېر یې ويلي، "هغه بې بنياده تورونه، چې د پاکستان او چينې دوستي پکې په نخښه شوې، ردوي".

بيان کې ویل شوي، "یوه چاينه پاليسي چې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ مستقل بنياد دی، پکې هيڅ بدلون نه دی راغلی".

[دي ګارډين] دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی، چې تېر کال د دسمبر په میاشت کې پاکستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي ادارې [نېکټا] ویلي وو، پاکستان کې د کال 2021م راهسې د ترهګرۍ په 14 بریدونو کې 20 چینایي وګړ‎ي وژل شوي او 34 ژوبل شوي وو.

نېکټا یادې شمېرې د قامي اسمبلۍ د پلاننګ او پرمختیا او ځانګړ‎و اقداماتو قایمه کمېټۍ ته وړ‎اندې کړ‎ې وې. ويل شوي وو په چینایانو ترسره شوو بریدونو کې اته په سیند صوبه، څلور په بلوچستان او دوه په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي وو.

د [ډان ورځپاڼې] د رپورټ ترمخه نېکټا ویلي وو، پاکستان کې د 20,0000 پورې چینایي وګړ‎ي موجود دي چې پکې په سي پېک پروژه کې کار کوونکي هم شامل دي.

تېر کال د اکتوبر د مياشتې په شپږمه نېټه د شپې خواوشا 11 بجې د کراچۍ د نړيوال ميدان په خله کې د چینايانو په قافله بريد کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی وو.

چين د دغه بريد سمدستي وروسته د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره ضروري ګامونه پورته کړي.

د ياد بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوي تنظيم بلوچستان لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلې وه.

له دغې وروسته د نومبر په پينځمه نېټه هم کراچۍ کې د ډزو په يوه پېښه کې دوه چينايي وګړي ژوبل شوي وو.

د کراچۍ د هوايي اډې نه بهر په چينايانو د بريد وروسته چينايي چارواکو ويلي وو، دغه ترهګر بريد اندېښمن کړي او په پرله پسې ډول د چين لوړ پوړي چارواکي د پاکستان د حکومت څخه چينايي وګړو ته د تحفظ ورکولوغوښتنې کوي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کراچۍ بريد غندلی او ويلي يې وو، "په دې ناوړه پېښه کې ککړپاکستانيان نه شي کېدای، بلکې د پاکستان دښمنان دي. سمدستي پلټنې پيل کړل شوي چې پېښه کې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته راوستل شي".

سي پېک په اصل کې د چين د بلټ اېنډ روډ لوې منصوبې برخه ده چې هدف يې د ایشيا، يورپ او افريقا ترمنځ د تجارت او اقتصادي تعلقاتو وده ده.

سي پېک د چين شين جيانګ صوبې د کاشغر ښار نه د پاکستان د ګوادر بندر ګاه پورې 3000کلو ميټره اږود کوريډور دی، چې سړکونه، د ریل پټلۍ او انرژۍ منصوبې په کې شاملې دي.

پاکستان کې د چينايي پروژو لويه برخه بلوچستان او په ګوادر ساحلي ښار کې ده.

بلوچستان کې بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې دا پروژې د بلوڅانو د وسايلو تروړونکې بولي، او وايي ځکه پرې بريدونه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG