پانامه ته د امریکا نه د اېستل شویو غېرقانوني کډوالو لومړنی پرواز رسېدلی چې ویل کیږي په هغو کې د نورو ملکونو د وګړو ترڅنګ، د افغانستان او پاکستان شهریان هم شامل دي.
د اې پي خبري ادارې د رپوټ ترمخه، د پانامه ولسمشر خوزه راول مولینو د زیارت/پنجشنبې په ورځ پخپل اوونیز خبري کنفرنس کې ویلي دي: "پرون د امریکا د هوایي قواوو یو پرواز راورسېد چې په کې د نړۍ د مختلفو ملکونو سره اړوند ۱۱۹ تنان په کې سپاره و."
د پانامه صدر زیاته کړې ده چې په واپس کړی شویو کډوالو کې د افغانستان، پاکستان، ازبکستان، چین، او نورو ملکونو وګړي شامل و. پانامه دا وړاندیز کړی و چې د یو درېیم ګړي ملک په حیث د امریکا نه اېستل شویو غیرقانوني مهاجرو ته به د هغو ملکونو ته تر تللو پورې، موقت ځان ورکوي.
د پانامه صدر د زیارت په ورځ دا هم ویلي چې ټاکل شوې ده په درېیو پروازونو کې ټولټال ۳۶۰ کسان د امریکې نه پانامه ته منتقل کړی شي، او دا د هغو درېیو پروازونو اولنی هوایي جهاز و چې پانامه ته ورسېد.
صدر مولینو پخپلو خبرو کې زیاته کړې چې دغه اېستل شوي مهاجر به اول د پانامه په ډارین سیمه کې یوې پناه ګاه ته منتقل کړی شي، او وروستو به خپلو ملکونو ته ولېږل شي.
د ولسمشر د خبرو وروسته چې کله د پانامه د نایب خارجه وزیر کارلوس روئیز هرناندز نه وپوښتل شول چې ملک یې ولې د دغو کډوالو د تمځای په حیث عمل کولو ته تیار شوی، نو هغه وویل چې دا هغه څه و چې امریکا یې تقاضا کړې وه. هغه دا هم وویل چې د امریکا حکومت د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارو له طریقه، خپل خپل وطنونو ته د دغو کډوالو د واپس تللو اخراجات هم ورکوي.
هرناندز زیاته کړه، دغه کډوال چې د شورو/چهارشنبې په ورځ پانامه ته منتقل کړی شوي دي، د امریکا د سرحد نه په غیرقانوني طور د تېرېدو پر مهال ګرفتاره کړی شوي و، خو څه جرمي سوابق یې نه درلودل.
Forum