د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپیکر په ملاکنډ پوهنتون کې په یو استاذ د جنسي ځورونې پیښې تور مخې ته راتلو وروسته په اسمبلۍ کې د بحث په وخت د خپلو خیالاتو څرګندونو کې ویلي دي که د اسمبلۍ غړي صوبې کې مخلوط تعلیمي نظام ختم کړي نو دی به ورسره پوره مرسته وکړي.
بابر سلیم سواتي د ګل په ورځ د اسمبلۍ غونډې ته وینا په وخت وویل :”تاسو هغه قانون صحیح کړئ. تاسو چې کوم نظام دی، هغه صحیح کړئ. نو بیا خبره ده کنه. تاسو کمیټي جوړه کړئ. راشئ د دې قانون صحیح کړئ. د دوی مخلوط نظام تعلیم ختم کړئ. نو زه تاسو سره یم. “
د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ پوهنتون په يو استاد د پوهنتون زده کوونکې تور لګولی، چې هغه یې د څو مياشتو راهسې په جنسي توګه ځوروله، د استاد پرضد مقدمه درج کړل شوې او نيول شوی دی.
خو په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مسلم لیګ نواز ډلې غړې میرمن ثوبیه شاهد د سپیکر د مخلوط تعلیمي نظام خمتول ناممکه بللې او وي او ای ډیوه سره خبرو کې مېرمن ثوبیه شاهد وویل چې دغه کولو سره به صوبه وروسته پاتې شي:
” دا ناممکنه خبره ده او دا یو غلطه خبره ده. دا به مونږ اویرنس ( شعور یا پوهنه) پیدا کوو. د کله پورې به دا دواړه بیل ساتو. چې دا کله هم یو ځایې کیږي نو زمونږه صوبه به بیا په ترقۍ باندې نه ځي. دا خو هاغې نه راشي. بیا به په هسپتالونو کې هم یوځایې کار کوي. دا خو ښځې سړي بیلیدل ناممکنه خبره ده. بیا که داسې دا زمونږه سي ایس ایس افسرانې زمونږه خویندې وګورئ. داسې خو مونږ په اسمبلۍ کی ناستې یو نو مونږ به د کوم ځاې نه بیلوي “.
میرمن شاهد زیاتوي د جنسي تیرو مخنیوی په قوي قانون سازۍ او موجودو قوانینو صحیح عمل کولو باندې ممکنه دی.
د ملاکنډ پوهنتون وياند معراج الحميد وي او اې ډيوه ته د ګل په اولسمه فرورۍ وويلي وو چې دا پېښه په څلورمه فرورۍ شوې. په استاد چې څنګه زده کوونکې تور لګولی. د پوهنتون انتظامیې هغه معطل کړی. د ملاکنډ ليويز هغه نيولی او انتظامیې سره بندي دی پرضد یې مقدمه روانه ده.
د یاد استاد پرضد په څلورمه فرورۍ د ځورونو، تښتول او کور ته ورتلو او تشدد د مادو لاندې مقدمه درج کړل شوې ده.
په مقدمه کې زده کوونکې ويلي، د اردو څانګې د شپږم سمسټر زده کوونکې ده.
هغې دعوه کړې دغه استاد یې د څو مياشتو راهسې په جنسي توګه ځورولو هڅې کولې، بیا د دې کوېژدن شوې استاد پرې په قهر شوی، دا به یې څارله، بیا یې په کور ورغلی، دې سره یې د واده ناجايزه تور لګولی، بیا دې چغې کړي خلک یې خبر کړی او استاد تښتېدلی دی.
د اسمبلۍ سپیکر د تفصیلي بحث د پاره دغه معامله د لوړو زده کړو قایمه کمیټۍ ته لېږلې ده. خو د خېبر پښتونخوا د قانون وزیر آفتاب عالم وایي سپیکر دا خبره د اسمبلۍ د غړو وینا رڼا کې کړې هغه البته وایي د صوبایي حکومت داسې کومه پالیسي نیشته چې ګني مخلوط تعلیمي نظام دې ختم کړي.
د خېبر پښتونخوا د قانون وزیر آفتاب عالم وي او اې ډیوه ته وویل : ” ایم پي ایز طرف نه دا خبره وشوه. او د دې په روشنایي (رڼا) کې بیا سپیکر صیب دا خبره وړاندې کړه هایر ایجوکیشن سټینډنګ کمیټۍ ته چې تاسو په دې باندې لږ غور او حوض وکړو کنه. بحرحال د صوبایي حکومت خو یو ځان ته پالیسي ده. هغه خو چیف منسټر صیب زمونږ هیډ دی. چیف ایګزیکټیو دی“.
د تعلیمي څانګې ماهر عمر اورکزی وایي په لاندې کچه د سکولونو تر حده د جینکو او هلکانو سکولونه جدا جدا شته او دغسې د زنانه ؤ او نارینه ؤ تعلیمي عملې دفترونه په ضلعي کچه د یو بل نه جدا دي. وایي لوړو زده کړو کې دا خبره امکان نه لري.
عمر اورکزی وي او اې ډیوه ته وویل:
” که یونیورسټي لیول باندې مونږ دا خبرې کوو چې دا مونږه جدا جدا کیډرې جوړې کړو نو په افسوس سره بخښنه غواړم دا خبره کومه چې بیا مونږ کې د لاندې نه د تعلیم چې کومه پوهه ده. یا چې کوم زمونږه زده کړې دي. مونږ دلته کې غور کول غواړو چې بیا دلته کې څه مسله ده. “
د حکومتي شمیرو تر مخې څلور اعشاریه اووه میلینه ماشومان خېبر پښتونخوا کې د سکولونو نه بهر دي. چې پکې دوه پنځوس فیصده جینکۍ دي. پوهان وایي پورته کلاسونو بیا کالجونو او یونیورسټو کې جینکۍ د هلکانو مقابله کې نورې هم کمې شي.
Forum