د آي سي سي چېمپینز ټرافۍ په مهمه سیالۍ کې د دوؤ ګاونډیو روایتي حریفانو هند اؤ پاکستان تر منځ د کېدونکي میچ پچه یا ټاس پاکستان ګټلی اؤ وړومبی یې د بیټنګ کولو پرېکړه کړې ده.
د دوبۍ په کرکټ سټیډیم کې د روانې دې مهمې سیالۍ له پچې ګټلو وروسه د پاکستان کپتان محمد رضوان ویلي، مخکې چې څه شوي هغه اوس د ماضي برخه جوړه شوې ده اؤ نن به دوي خپله غوره کارکردګي ښایي.
د محمد رضوان وینا وه چې د دوي په میدان د دوي ریکارډ ډير ښه دی اؤ لوبغاړي یې د دوبۍ د پیچ سره په ښه توګه اشنا دي.
هغه هیله ښودلې چې د ننۍ لوبې په ګټلو به ټورنامنټ ته ځان بیا ورستنوي .
محمد رضوان ویلي چې نن یې د ژوبل شوي لوبغاړي فخرزمان پځای امام الحق په لوبډله کې اخستی دی.
د هندي لوبډلې کپتان روهت شرما ویلي لوبډله به یې هڅه وکړي چې د پاکستان په ضد هره څانګه کې زړه پورې لوبه وکړي.
نوموړي وویل تر دې وړاندې چې بنګله دېش هند ته کوم هدف ورکړی ؤ د هغې ترلاسه کول هم اسان نه وؤ خو هندي لوبډلې په ښه توګه دغه هدف ترلاسه کړ.
د نوموړي وینا وه چې په ننۍ سیالۍ کې یې پخپله لوبډله کې هیڅ بدلون نه دی راوستی.
د چیمپنیز ټرافۍ په سیالیو کې د ګروپ اې د لوبډلو تر منځ دا دریمه مقابله ده ، تر دې وړاندې پاکستان له نیوزي لینډ څخه ماتې خوړلې ده اؤ هند د بنګله دېش لوبډلې ته په شپږو ویکټونو ماتې ورکړې ده.
د خالي- شنبې په ورځ دوبۍ کې خبریالانو ته د پاکستان کرکټ بورډ مشر اؤ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې د پاکستان لوبډله دې سیالۍ ته بشپړه تیاري لري اؤ هغه هیله لري چې بریا به د پاکستان په برخه شي.
چیمپینز ټرافۍ کې د پاکستان او هند ترمنځ تاریخي سیالۍ
د چیمپینز ټرافۍ په سیالیو کې پاکستان او هند تر اوسه 5 ځله مخامخ شوي، چې پکې 3 ځل پاکستان بریالی شوی او 2 ځل هند لوبې ګټلې دي.
پاکستان او هند د لومړي ځل لپاره د 2004 چیمپینز ټرافۍ په سیالیو کې یو بل ته مخامخ شوي وؤ. دا لوبه د انګلستان په برمنګهم کې شوې وه، چې پکې د انضمام الحق په مشرۍ پاکستاني لوبډلې هند ته په 3 ویکټو ماتې ورکړې وه.
په دغه سیالۍ کې هند لومړی بیټینګ کړی ؤ او په 50 اورونو کې یې 200 منډې جوړې کړې وې خو پاکستان دا هدف د 7 ویکټو په زیان 4 باله مخکې پوره کړی ؤ.
په دویم ځل پاکستان او هند د 2009 چیمپینز ټرافۍ په سیالیو کې یو بل ته د سویلي افریقا په سنچورین ښار کې مخامخ شوي وؤ.
په دغه موقعه د یونس خان په کپتانۍ کې د پاکستان لوبډلې لومړی بیټینګ کړی ؤ او 302 منډې یې جوړې کړې وې، هند د 45 اورونو په لوبولو سره 248 منډې جوړې کړې وې او ټوله لوبډله یې سوځېدلې وه.
په دریم ځل د 2013م چیمپینز ټرافۍ سیالیو کې، چې د انګلستان په برمنګهم کې ترسره شوې وې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
د مصباح الحق په کپتانۍ کې د پاکستان لوبډلې165 منډې جوړې کړې وې او ټوله لوبډله یې په 40 اورونو کې سوځېدلې وه. هند د 19.1 اورونو تر لوبولو وروسته 102 منډې کړې وې، چې باران راغی او د DLS میتود له مخې هند ته بریا ورکړل شوه.
د چیمپینز ټرافۍ 2017 سیالیو کې چې بیا هم برمنګهم کې ترسره شوې وې، هند یو ځل بیا پاکستان ته ماتې ورکړې وه.
په دغه سیالۍ کې هند لومړی بیټینګ کړی ؤ او د 48 اورونو په لوبولو سره یې 319 منډې جوړې کړې وې. پاکستان یوازې 164 منډې جوړې کړې وې او ټوله لوبډله یې په 34 اورونو کې سوځېدلې وه.
په پینځم ځل ترسره شوې چیمپینز ټرافۍ کې پاکستان د سرفراز احمد په مشرۍ کې هند ته ماتې ورکړې وه.
په دغه سیالۍ پاکستان لومړی بیټینګ کړی ؤ او د 4 ویکټو په زیان یې 338 منډې جوړې کړې وې. د هند ټوله لوبډله په 31 اورونو کې یواځې په 158 منډو سوځېدلې وه.
نن چې یو وارې بیا دواړه روایتي حریفې لوبډلې یو بل ته مخ کیږي نو د کرکټ تجزیه نګاران وایي چې د هند لوبډله په نفسیاتي توګه په پاکستان زیات فشار لري خو دا به په ګراونډ کې ثابته شي چې بریا د چا په برخه کیږي
Forum