په پلازمینه اسلام اباد کې د عورت مارچ منتظیمنو ویلي هغوي ته د انتظامیې لخوا د لاریون اجازه نه ده ورکړې شوې خو ددې باوجود به هم نن په اتم مارچ د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د اسلام اباد پریس کلب نه تر ډي چوک پورې لاریون کوي.
د ښځو اؤ بشري حقونو فعالې ډاکټر فرزانه باري وي او اې ډیوه ته ویلي،"سږ کال د عورت مارچ موضوع "د فېمینسټ سیاست مقابله د نرواکه رياست سره" ده.
اغلې زیاته کړه چې هر کال دوي خپلې غوښتنې وړاندې کوي، خو هیڅ بدلون نه راځي. مهمه غوښتنه یي دا ده چې ښځو ته دې د ژوند حق ورکړل شي.
ډاکټر فرزانه باري وویل، چې دوي څو میاشتې مخکې د اسلام اباد انتظامیې ته یو رسمي درخواست ورکړی ؤ اؤ د نیشنل پریس کلب نه تر ډي چوک یې ترې د لاریون اجازه غوښتې وه خو وایي تر اوسه ورته دغه اجازه نه ده ورکړل شوې.
په پاکستان کې د ښځو د نړیوالې ورځې له را نزدې کېدو سره سم په هيواد کې دوه ډلې فعاله شي، يوه مذهبي او توندروه فکر لرونکې ډله او بله لبرل يا آزاد خياله.
د دواړو ډلو تر منځ اختلاف په عورت مارچ وي، يو داسې تحريک چې پکې ځوانې فېمنسټ پېغلې د رياست او ټولنې څخه د خپلو حقونو مطالبات د ځانګړي احتجاج په ذريعه کوي خو په تېرو کلونو کې ليدل شوي چې دا تحريک د اخ و ډب د پېښو ښکار شي.
فرزانه باري وایي چې د عورت مارچ منتظمینو وزیراعظم شهباز شریف ته هم یو لیک استولی اؤ په دغه لیک کې یې ترې غوښتنه کړې چې د اسلام اباد انتظامیې ته باید امر وکړي چې عورت مارچ ته د لاریون اجازه ورکړي.
فرزانه باري ویلي چې د اسلام اباد انتظامینه دوي ته د لاریون د اجازې ورکولو پځای ویلي چې د روژې په مقدمه میاشت کې باید خپل پروګرام وځنډوي.
هغې ویلي دوي له وړاندې پرېکړه کړې چې د روژې له امله به خپله دستوره په سادګۍ سره کوي ، موسیقي یا نورې مستۍ به پکې نه وي.
فرزانه باري ویلي دوي به هڅه کوي چې ماذیګر څلور بجې خوا وشا د اسلام اباد ډي چوک په لوري لاریون وکړي.
تر دې وړاندې د عورت مارچ منتظیمینو د زیارت په ورځ له حکومته غوښتنه کړې وه چې د جنسیت پر بنیاد تاوتریخوالی دې یو ملي بېړنی حالت اعلان کړي او د مارچ 8 نېټه، چې د ښځو نړیواله ورځ ده، دې د عامې رخصتۍ ورځ وټاکي.
نیشنل پریس کلب اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال، ټولنیزو فعالانو ډاکټر فرزانه باري، هدا برغري، نشات مریم، زینب جمیل او جیا جګي له حکومت غوښتنه کړې وه چې د جنسیت پر بنیاد تاوتریخوالی دې ملي بېړنی حالت وګرځوي او د هر ډول پدرشاهي (نر ځواکۍ ) تاوتریخوالي پر ضد دې د نه زغم پالیسې غوره کړي.
هغوي په ماشوموالي د ودونو د مخنیوي، د ښځو په ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي د قوانینو عملي کولو اؤ د نرښځيانو د حقونو ورکولو غوښتنې هم کړې وې.
برسېره پر دې، دعورت مارچ منتظیمینو د مذهبي اقلیتونو د حقونو په خوندي کولو هم ټینګار کړی ؤ او ویلي یې وؤ چې هغوی ته دې د روزګار، تعلیم او روغتیا په برخو کې یو برابر موقعې ورکړل شي.
د عورت مارچ تنظیموونکو پر خپلو سولهییزو غونډو بندیزونه غندلي وؤ او ویلي یې وؤ چې له 2020 راهیسې ورته د خپلو غونډو لپاره د "نَه اعتراض سند" (NOC) ورکولو کې خنډونه جوړېږي.
هغوی د دې مخالفت هم کړی ؤ چې د دوی لاریون دې د نیشنل پریس کلب پر ځای "پریډ ګراونډ" ته ولېږدول شي، چې زیاتره د پوځي مراسمو لپاره کارول کیږي.
تنظیموونکو غوښتنه کړې وه چې د ښځو مارچ لپاره دې د اوسنیو او راتلونکو ټولو غونډو اجازه پرته له خنډه ورکړل شي.
Forum