لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

١۴ کلن فېس بک د افغانانو او پاکستانیانو د خوښې حجره


د فېس بک د زیږدنې ١۴ کاله وروسته، په اسلامي جمهوریه پاکستان کې د فېس بک تر ټولو مشهوره پاڼه د اردو ژبي پاپ سندرغاړي عاطف اسلم او په اسلامي جمهوریه افغانستان کې د دري ژبې مشهورې هنر مندې اریانا سعيد ده.

د ان لاین پاڼو څارونکې ویب پاڼه "انټرنېټ ورلډ سټېټس" ليکي په تېرو ١۴ کالو کې په افغانستان کې د فېس بک د کارونکو شمېره د ۴ میلینه څخه سېوا شوې ده. د هېواد ټوله ابادي نزدې ٣٣ میلینه ده. په افغانستان کې د فېس بک په کارونکو کې د لوبو، فنونو او سیاسي موضوعاتو خوښونکي ډېر دي.

د افغانستان په مقابله کې په پاکستان کې نزدې ٣٠ میلینه خلق فېس بک کاروي. د ٢٠١٧ د سر شمېرو تر مخه د هېواد ټوله ابادي د ٢١ کروړو څخه سوا ده.

د فېس بک پاڼې ماليت د افغانستان د ١٢ کالو د بوديجې څخه سوا او د یوې میاشتې په سر ٢.٢ بیلینه کارونکي لري. د ټولې نړۍ ابادي ٧.٦ بیلینه ده.

د افغانستان څخه د انگریزۍ ورځپاڼې دي کابل ټایمز د یو رپورټ تر مخه د هېواد ٨.٦ فيصده اولس انټرنیټ کاروي. اخبار ليکي "د ټولنيزو رسنیو کارونکي زیاتره ځلمي دي"

د افغانستان په شان په پاکستان کې هم د فېس بک زیاتره کارونکي ځلمي دي چې د سیاست، مذهب، هنر، لوبو او ټوکو ټکالو خوښونکي پکې زیات دي.

"انټرنېټ ورلډ سټېټس" ښايي په پاکستان کې په سر لس پاڼو کې په اتم نمبر پاڼه د "ډیفنس پاکستان" ده، ددې پاڼې سره ٨١ لکه خلک دي، دا پاڼه څو ک ساتي؟ نه ده معلومه، خو زیاتره وخت پرې د پاکستان د پوځ او دين اسلام په حق کې او گاونډي هېواد هندوستان او په پاکستان کې د ټولڼزرو فعالينو په ضد ليکونه او فلمونه خپریږي.

په پاکستان کې تحريکونه او فېس بک

په فېس بک پاڼه په پاکستان کې په تېرو څو کالو کې د سیاست، مذهب او لوبو د هلو ځلو ځای تر ټولو زیات ليدل کیږي. په فیس بک د ټولڼیزو فعالينو لخوا په پوځي ادارو د تنقيد سوا کیدلو او د اذاد خیالو د څېړنو په خلاف په عدالتونو کې مقدمې هم جوړې شوي دي. د پاکستان حکومت فېس بک ته په هېواد کې د گڼ شمېر پاڼو د تړلو خواستونه هم کړي دي.

د کرکټ د پخواني ستوري عمران خان د تحريک انصاف گوند په حقله گمان کیږي چې ددې گوند په بره بوتللو کې د فېس بک پاڼې څخه لوی کار اخستل شوی دی.

په پاکستان کې په فېس بک تازه تحريک د پښتنو " پښتون لاریون" دی. د وزيرستان څخه د پښتنو ځلمو دغه تحريک د خېبر پښتونخوا په لاره پایه تخت اسلام اباد ته رسیدلی دی. دغه تحريک په کراچۍ ښار کې د پولیسو په نقلي مقابله کې د وژل شوي نقيب الله مسيد د قتل په تور کې د مفرور پوليس افسر راو انوار د نیولو غوښتنه کوي.

هم روان کال د پنجاب صوبې په قصور ښار کې د شپږ کلنې ماشومې زېنب سره د جنسي زیاتي او بیا د قتل کولو پېښه په فېس بک په ټول هیواد کې مشهوره شوې وه.

ددې څخه علاوه په کال ٢٠١٧ کې د پښتونخوا صوبې په مردان ښار کې د مذهب د سپکاوي په تور کې د بې گناه وژل شوي مشال خان د قاتلانو په ضد هم په فېس بک د هېواد په کچه یو تحریک پیدا شو. دمشال خان پاڼه د فېس بک ادارې په اعزازي توگه ژوندۍ ساتلې ده.

په کال ٢٠١٢ کې د جينکو د تعليم لپاره کار کونکې ملاله یوسفزۍ د طالبانو حمله د پاکستان په تاريخ کې د فېس بک تر ټولو مشهوره موضوع وه. دغه پېښه په ټوله نړۍ کې مشهوره شوې وه. ملاله ته نوبل په ٢٠١۴ کې د امن جایزه ورکړې ده.

په افغانستان کې تحريکونه او فېس بک

په افغانستان کې لکه د منځني ختيځ په رنگه د فیس بک په لاره کوم ستر انقلاب خو نه دی جوړ شوې خو د زیاتره افغان کارپوهانو گمان دی د کال ٢٠١۴ په صدارتي ټاکنو کې صدر اشرف غني خپل غږ ځلمي کول ته د فیس بک په لاره رسولې وو. البته د "انټرنېټ ورلډ سټېټس" ترمخه د افغانستان د فېس بک په مشهورو پاڼو لرونکو کې د اجرایه ريس ښاغلي عبدالله عبدالله پاڼه په دریم نمبر ده او د ښاغلي غني په نوم کومه ځانگړې یا سرکاري پاڼه په سر لس پاڼو کې نشته دی. په افغانستان کې تر ټولو زیات مينه وال د وتلې هنر مندې اریانه سعيد د پاڼې "افغانستان مايي پېشن" لري چې شمار یې ٣.٩ میلینه ده.

په افغانستان کې په حکومت د ټولڼیزو غږونو تر ټولو چټک تنقيد د کال ٢٠١٧ په نيمايي کې هغه وخت شوې وو کله چې د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان سره په کابل کې د کرکټ ټي- ټونټي دوستانه لوبو اعلان وکړو.

خوهم دغه مهال په کابل کې په یوه چاودنه کې د ٩٠ کسانو د وژل کیدلو ورستو افغان استخباراتي ادارو تور پورې کړو چې د دغې حملې منصوبه د پاکستان په خاوره جوړه شوې وه.

د دې خونړۍ پېښې ورستو د کر کټ سره د انتها تر حده مينه لرونکو افغانانو په ټولڼیزو رسنیو د حکومت نه د پاکستان سره د لوبو د ختمولو غوښتنې شورو کړې او افغان حکومت یې یواځې په دوه ورځو کې د دغه لوبو نه لاس په سر کولو ته مجبوره کړې وو.

ددې نه علاوه په یو شمېر نورو مهمو پېښو کې یوه پېښه په کال ٢٠١٥ کې د ٢٧ کلنې فرخنده مالکذاده وژنه وه.

فرخنده د دیني علومو محاصله وه او په یو دربار کې د قران د سپکاوي د دروغو د تور نه ورستو قهرجنو مظارچیانو په کاڼو ویشتلو وژلې وه.

د فېس بک مالیت

څوارلس کاله پخوا د امرېکې په هارورډ پوهنتون کې جوړه کړې شوې پاڼه دا وخت په نړۍ کې تر ټولو مشهوره ان لاین پاڼه ده. "دي سټېټیسټکا پورټل" ليکي د فیس بک دا وخت په یوه میاشت کې ٢.٢ بیلینه متحرکه کارونکي دي.

١۴ کاله پخوا چې د فیس بک مالک مارک زوکر برگ د هارورډ پوهنتون څخه سبق پرېښودلو نو گمان یې نه کوو چې د هغه جوړه کړې پاڼه به د دنیا ستره کاروباري اداره جوړه شي.

فوربز مجله ليکي دا وخت ددې پاڼې ماليت ٦٩ بیلینه ډالره دی. د ونډو په بازار کې یې نن د فرورۍ په پینځمه د یو سټاک (برخې) بیعه ١٩٠.٢٨ ډالره وه.

د فېس بک د مالي ارزښت اندازه د دې نه لگي چې مالیت یې د افغانستان او هم د پاکستان په گډون د یوشمېر هېوادونو د کال د قامي بودجو څخه زیات دی. لکه د افغانستان د خزانې د وزارت ترمخه کابينې په نومبر ٢٠١٧ کې د هېواد د کال ٢٠١٨ د ټولې بوديجې ٣٥٧ بیلینه افغانۍ منظوري ورکړې وه چې خوا وشا ٥ بیلینه امريکايي ډالره جوړېږي. یعني د فیسبک اوسنی مالیت د افغانستان د ١٢ کالو د بوديجې څخه زیات دی. په پاکستان کې د شاته پاتې خېبر پښتونخوا صوبې د کال ٢٠١٨ بوديجه ٥.۴ بیلینه امريکايي ډالره ده.

د مارک زوکر برگ پېغام

د فېس بک مالک مارک زوکر برگ په خپله پاڼه پرون وليکل "نن د فېس بک ١۴مه کليزه ده" هغه ليکلي دي.

" زه چې ١٩ کلن ووم نو ما فېس بک شورو کړلو خو ماته هيڅ نه وه معلومه څه رنگه یوه کمپني یا د انټرنیټ نړيواله کوټه جوړیږي".

هغه وايي دا لمحه ظاهره وي چې څوارلس کاله پخوا د پوهنتون د یوې وړې کوټې څخه زما دا سفر تر څومره لرې پورې راورسیدلو او لا به تر څومره لرې رسي. هغه ليکي

"ځمونږ دا سفر به تر لرې روان وي چې دنیا یو بل ته راجوښته شي" هغه وايي د نن دا لمحه راښايي چې مونږ په اينده کې دنور پیاوړي کار سوچ وکړو.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG