لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند—پاکستان: خارجه تگلاره په ټوکو ټوکو کې


د پاکستان سره د خبرو نه د انکار وروسته هند ته د پوځ او وزير اعظم عمران خان ځوابونو په سوشل میډیا حکومت ته د وېړيا مشورو سره سره په خارجه تگلاره پسې د ټوکو یوه لړۍ پېل شوې ده.

د پاکستان سره د خبرو نه د انکار وروسته هند ته د پوځ او وزير اعظم عمران خان ځوابونو په سوشل میډیا حکومت ته د وېړيا مشورو سره سره په خارجه تگلاره پسې د ټوکو یوه لړۍ پېل شوې ده.

په پېښور کې میشت یو قانون دان فهيم ولي په وسني حکومت پسې یو طنزيه ټویټ کې ويلي دي

"حکومت ته لکه د اقتصاد او باندینو چارو د تگ لارې په شان د پیچلو معاملاتو لپاره هم دټویټر د مشیرانو یوه شورا جوړول پکار دي"

د هند او پاکستان یو بل ته په تازه گواښونو کې د پاکستان د داخله چارو پخواني وزير سینیټر رحمان ملک ځان ته په خپله افرين ويلي دي، د هغه تر مخه په یو څو ټویټونو یې هندوستان جړقولی دی، ښاغلی ملک ليکي

" تېره شپه زما یو څو ټویټونو گړد هندوستان وجړقولو، مخکښې هندوستانیان د خپل وزیراعظم د ناکړدیو او د راشټریه سیویک سنگ د تر هگریو نه بې خبره وو" د سینیټر په خپل خیال هغه هندوستانیان د پټو رازونو نه خبر کړل.

د جگړه ځپلې سېمې سويلي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير هم یو طنزیه ټویټ کې د هندوستان جر نیلانو ته د بربادۍ خبرداری ورکړی دی، ښاغلی علي د پښتانه تر هگري ردوي د هیش ټیگ سره ليکلي دي

"د هند جر نیلانو ځانونه خبر کړئ، د پاکستان پوځ به درسره داسې چارې وکړي چې نه به مو بیا د کورونو ستنې پاتې وي نه تمبې، نه به مو خختې وي او نه بشونه، که په ما اعتبار نه کوئ نو د وزیرستان د اولس نه تپوس وکړئ"

د علي وزير ټویټ ٢٥٠٠ ځله خوښ شوی او ٨٠٠ ځله بیا ټویټ شوی دی.

خبریالې ماریانه بابر ليکلي دي، ستاسو توجو غواړم

"د جمعې د ورځې راهسې د گواښونو ټولې چغې سړیو وهلي دي چې پکې د هند د باندینو چارو د وزارت ویاند، د هند د پوځ مشر، عمران خان، فواد چوهدري او ډي جي اي ایس پي آر دي"

ماریانه په وسني کړکيچلي حال کې د ښځو رول ستایلی دی

"خو یواځې ښځې دي چې د زغم خبره کوي، لکه محبوبه مفتي، شيري رحمان، حنا کهر، نيرومپما راؤ او یو شمېر نورې. د سويلي ایشیا ښځو ته سلام"

سید شاه رضا شاه ليکي "هند ناپوه او بې پرواه عمران ځان سره سم او وارخطا کړو، عمران فل ټاس (اسان بالونه) شورو کړل، وس به ورباندې هند سخت گوزارونه رکوي. حکومت او سفارتکاري د ماشومانو لوبې نه دي، په زور د راوستل شوي وزیراعظم انجام به هم دغه شان وي، دا د دفاعي بجټ د سوا کولو لپاره یوه ښه بهانه ده"

وتلي پښتون سیاست مدار افراسیاب خټک د دواړو هېوادونو د مشرانو پام د ولگې تندې وهلي او بې روزگارۍ سره مخ اولس ته ورگرزولی دی، د ښاغلي خټک په خیال په سویلي ایشیا کې جگړې ته پتون وهلو ته حاجت نشته دی، هغه لیکي،

"د هندوستان او پاکستان حکمرانانو له پکار ده چې د زمکې په سر تر ټولو بدحاله او بې وزله اولس ناکړدیو ته وگوري . دوي هیڅ حق نه لري چې خپلې وسيلې په وسلو وکاروي. انسانان مقدم دي"

وتلي مدير او څیړونکي عباس ناصر پاکستاني سیاست والو ته په یوه مشوره کې ليکلي دي،

"باید دويي خپل منځي اختلافونه ختم کړي او په خپلو کې یو شي. د رافال رسوايي په هند کې د مودي حکومت ته لویه لانجه جوړوي چې دوي یې پام د پاکستان سره د کړکیچ په لوري اړول غواړي"

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG