لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه تنانو د لټون کمېشن "غېرموثره" دی – د آئي سي جې رپوټ ته غبرګونونه


د قانوني نظام د لارې بشري حقونو د څار نړيوال تنظيم انټرنيشنل کميشن اف جيورسټ پاکسستان کې د بې درکه خلکو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن "غير موثره" بللی، او ویلي یې دي چې دا کمېشن په پيښو کې د ککړ تنانو په ضد کاروايو کې ناکامه پاته شوی دی.

د آئي سي جې یا د انټرنېشنل کمېشن آف جوریسټ په دې رپوټ کې ویل شوي دي چې له بده مرغه په پاکستان کې سوونه تنان د ریاستي ادارو په ملاتړ یا سلا، اوچت کړی شوي دي، خو حکومتي کمېشن تر اوسه پورې لا یو تن هم د خلکو د په زوره اوچتولو په اړه ذمه وار ندی ګرځولی.

د رپوټ ترمخه هغه حکومتي کمېشن ته څنګه مؤثره ویل کیدی شي چې هغه د اغېزمنو کورنیو سره امداد نشي کولی.

د جسټس جاوېد اقبال په مشرۍ کې حکومتي کمېشن، کال ۲۰۱۱ راهسي فعاله دی. د کمېشن ترمخه، دوی سره درج د بې درکۍ شپږ زره اوه سوه یو کم دېرش (۶۷۲۹) کېسونو کې، تر اوسه کمېشن څلور زره شپږ سوه شپاړس (۴۶۱۶) حل کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونه او د بلوچ ملتپاله ګوندونو سره، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) هم د حکومتي کمېشن دغه دعوې او شمېرې ردوي.

د پي ټي اېم یو مرکزي ليډر او د قامي اسمبلې د بشري حقونو د کمېتي غړی محسن داوړ د آی سي جې لخوا د پاکستان د سرکاري کمېشن د غیرمؤثره ګڼلو دريځ پر ځای بولي. محسن داوړ وي او اې سره په خبرو کې وویل، "ډېر خلک یې ټرېس (موندلي) هم ندي، یو خو دا مسئله ده. او چې کوم یې ټرېس کړي، هغه خالي دا ووایي چې دا خو پلانکي زندان کې دی. نو پرابلم خو دې سره نه حل کیږي. ستونزه خو دا ده چې مثال هغه په غېرقانوني توګه قید پروت دی، دا به له دې ځایه بهر کیږي څنګه؟ دا به عدالت ته څنګه پیش کوي؟ د دې کېسو متعلق، له دې کمېشن سره چې ما یوځل ترې په یو مېټینګ کې تپوس وکړو، نو هغو ویل چې دا زمونږ ډومېن ندی(د اختیار لاندې کاري برخه یې نده). نو بیا ما ورته وویل چي تاسو خو نو دا مسئله نه حل کوئ، بنیادي کار نکوئ." داوړ زیاته کړه چې د بې درکه کسانو د موندلو کمېشن، یو غېرمؤثره کمېشن دی.

په پاکستان کې په زوره د خلکو د اوچتولو په پېښو باندې پوځي استخباراتي ادارو پلو ګوتې اوچتیږي، خو پوځ دا تورونه ردوي.

بل اړخ ته، څو ورځې وړاندې په اسلام آباد کې بې درکه شوي د سېکیوريټي اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان نومې حکومتي ادارې یو افسر ساجد ګوندل، تېره شپه بېرته خپل کور ته رسېدلی دی.

د ساجد ګوندل د اوچتولو پېښه د خبریال احمد نوراني د هغه رپوټ سره تړلې ګڼل کیږي چې بهرني هېوادونو کې د پوځ د پخواني جرنیل او د وزیراعظم عمران خان سلاکار عاصم سلیم باجوه د کاروبار لرلو په اړه یې خپور کړی و. ویل کیږي چې ګني ساجد ګوندل دغه معلومات له خبریال نوراني سره شریک کړي و.

د نړېوال عدالت پخوانی جج او د بشري حقونو په اړه د یو خپلواکه سازمان پخوانی مشر علي نواز چوهان، د آئي سي جې رپوټ د پاکستان د خلکو د زړه آواز بللی دی.

علي نواز چوهان له وي او اې سره خبرو کې وویل، "په پاکستان کې له بده مرغه د خلکو په زوره اوچتولو ذمه وار تنانو ته د سزا باوري جوړولو کوم قانون نشته دی.

د بې درکه تنانو د لټون دپاره جوړ د پاکستان حکومتي کمېشن میعاد د روانې میاشتې په څوارلسمه نېټه پای ته رسیږي. اټکل کیږي چې دا ځلي به هم د کمېشن موده وغځول شي. علي نواز چوهان د آئي سي جې د دې سپارښتنې تائید کوي چې دا ځل دې کمېشن ته سم قانوني اختیارات ورکړل شي.

بل خوا د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزیرې شیرین مزاري، د کور ته ساجد ګوندل په راتلو اطمینان څرګند کړی دی. شیرین مزاري د ټویټ له لارې ویلي چې وزیراعظم عمران خان ویلي چې حکومت به د خلکو په زوره اوچتولو پېښې نورې نه زغمي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG