لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه د ریاست د بې انصافیو په ضد راپورته شوي دي: پټهان عبدالخالق


د منځنۍ کرمې څخه پېښور ته د احتجاجي لاریون مشري کونکی پټهان عبدالخالق وايي پښتانه د ریاستي بې انصافیو په ضد راپورته شوي دي . هغه وي او ډیوه ته په یوه مرکه کې اوویل:  "اوس وخت د وېښېدو راغلی دی"

پټهان عبدالخالق او د هغه ملگري د منځنۍ کرمې څخه پېښور ته د یو لاریون په شکل کې رسېدلي دي او وايي تر څو ورته د صوبې گورنر ليکل ور نه کړي تر هغې به په پېښور کې احتجاجي پرلت وهي.

د کرمې څخه د لاریون گډون والو د حکومت نه پینځه غوښتنې کړي دي

١ حکومت دې په عملیاتو کې د ړنگو شوو کورونو د تاوان ورکولو لپاره تصديق او تصوير نه غواړي.

٢ په سيمه کې د جگړې د لاسه ١٨٠٠٠ ځپل شوو کډوالو ته دې منظور کړی شوی امداد سمدټکه ورکړې شي.

٣ د این ای ٣٨ ودرول شوی ترقیاتي فنډ اته کروړه روپۍ سمدټکه ورکړې شي.

۴ په سیمه کې د سوونو کالو راهسې میشت افريدي قوم دې په ځايي سرکاري کاته کې شامل کړې شي.

٥ په سیمه کې دې د نادرا دفتر او کیډېټ کالج جوړ شي.

د صوبې گورنر اقبال ظفر جگړا یا بل کوم حکومتي مشر تر اوسه د کرمې څخه د لاریون د مشرانو د غوښتنو په ځواب کې څه نه دي ويلي. خو ښاغلی جگړا فاټا ته په خپله اکثره سفرونو کې وايي چې اوسنی حکومت غواړي د سيمې ټولې مسلې زر تر زره حل کړي.

پټهان عبدالخالق اوویل چې وړومبی ځل دی د کرمې اولس د خپل حق لپاره احتجاج کوي. هغه اوویل د ډیر وخت نه ظلمونه روان وو خو چاته نه وه معلومه احتجاج به څنگه کوو:

"خواوس هر پښتون منظور پښتون دی"

پټهان عبدالخالق اوویل تر څو یې قوم ته خوشخبري نه وي ورکړي تر هغې به خپل احتجاج نه ختموي.

د ډیوه په خپرونه کې د فاټا د طالبعلمانو د سازمان یو مشر شوکت یوسفزي اوویل چې دويي د کرمې د لاریون ملاتړ کوي او تر هغې به ورسره ولاړ وي تر څو ټولې غوښتنې اونه منل شي، هغه اوویل:

"ظلم دې بند شي، ځوانان دې نه نظر انداز کیږي، مسلې دې حل شي، مونږ نه ویریږو او نه خرسېږو"

په خپرونه کې د منځنۍ کرمې څخه یو اوریدونکي ایاز عاطف په ټلیفون اوویل:

"شکر دی چې په کرمې والو کې شعور راپورته شو، تر څو ليکل وا نه خلي احتجاج دې نه ختموي موږ ورسره یو"

روانه میاشت د پاکستان په پایه تخت کې د منظور پښتین په مشرۍ کې د پښتون تحفظ مومینټ د پرلت ورستو د خېبر پښتونخوا او فاټا په یو شمېر سيمو کې د احتجاجونو یوه لړۍ شورو شوې ده او زیاتره وايي دويي د پښتون تحفظ مومېنټ د احتجاج په وجه زړه ور شوي دي چې د ریاست څخه خپل حقونه وغواړي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG