لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټل کې یو پاکستانی افسر سیکانو ته وايي مسلمانان شئ


د خېبر پښتونخوا حکومت د صوبې په جنوبي سیمه ټل کې اسسټنټ کمیشنر په دې تور له خپلې دندې ګوښه کړی، چې هلته یې ځایي سیکانو ته بلنه ورکړې وه، چې اسلام ته را واوړي.

د ټل سیکانو دا خبره تایید کړې او ویلي یې دي، چې حکومتي چارواکي یې سیمې ته د خدمت لپاره ورځي، نه دا چې دوی ته د مذهب بدلولو تبلیغ وکړي.

ټل د خېبرپښتونخوا د هنګو ضلعې په جنوب کې پرته سیمه ده، چې اکثر اوسېدونکي یې پښتانه ده، خو په دې سیمه کې له پخوا راهیسې هندوان او سیکان هم ژوند کوي.

په دې وروستیو کې د ټل سیمې پر اسسټنټ کمیشنر ایوب خان باندې تور لګېدلی، چې هلته مېشتو د سیک مذهب تاجرانو ته یې بلنه ورکړې وه، چې خپل مذهب پرېږدي او مسلمانان شي.

په هنګو او ټل سیمو کې اوسېدونکي سیکان تور پورې کوي او وایی، دغه اسسټنټ کمیشنر- چې قریباً یوه نیمه میاشت مخکې د هنګو ضلعې ته ور بدل شوی- په یوه غونډه کې د سیک اقلیت تجارانو ته د اسلام تبلیغ کړی او د اسلام دین ته را اوښتو بلنه یې ورکړې، چې وایي دا دوی ته د منلو وړ نه ده. دوی ادعا کوي چې دا لومړی ځل نه دی، بلکې تر دې مخکې هم دغه افسر ورته تبلیغ کړی، چې سیک مذهب پرېږدي او مسلمانان شي

د خیبرپښتونخوا حکومت په ځایي رسنیو کې د دې خبر له خپرېدو سره سم د دې پېښې د پلټنې امر کړی او سیکانو ته یې ډاډ ورکړی چې هیڅوک حق نه لري دوی له خپلې عقیدې واړوي او د مذهب بدلولو بلنه ورکړي. د چیف سیکرټر له دفتره تر لاسه شوي معلومات ښيي، چې د ټل اسسټنټ کمیشنر ایوب خان د دې پېښې د پلټنو تر بشپړېدو پورې له خپلې دندې ګوښه کړل شوی دی.

په هنګو کې مېشت د سیک اقلیت یو استازی او ضلع ناظم فرید سینګ له امریکا غږ ډیوه رېډیو سره په خبرو کې وویل، چې یو حکومتي افسر د حکومت له خوا د خلکو د خدمت لپاره را لېږل کېږي، نه دا چې هغه خلکو ته د مذهب تبلیغ وکړي. فرید سینګ وایي:

"تبلیغ منع نه دی خو دا د یو عام سړي یا ملا کار دی، ته [اسسټنټ کمیشنر] خو تبلیغ مه کوه، چې موږ ته وایې اسلام قبول کړئ، ته خو افسر یې، ته خو یو قسم زموږ د ټولو پلار یې. اسسټنټ کمیشنر له خپلې افسرۍ ناجایزه ګټه اخیستې ده او دا ورته پکار نه وو"

د هنګو سیکانو د اسسټنټ کمیشنر د دې اقدام په خلاف احتجاج کړی وو او ادعا یې کړې وه چې کله دوی د خپلو ستونځو لپاره د دې افسر دفتر ته ورغلي وو، نو هغه یې خبرو ته هیڅ غوږ نه وو نیولی. دوی تور لګوي، وايي هغه ورته ویلي وو، چې دوی غیرمسلمانان دي، تر څو چې یې اسلام نه وي قبول کړی هیڅ مرسته به ورسره ونه کړي. د سیکانو استازی فرید سینګ وایي، دوی د اسسټنټ کمیشنر د ګوښه کېدو غوښتنه نه ده کړې، خو وايي په راتلونکي وخت کې باید ونه ځورول شي او د مذهب د بدلون تبلیغ ورته ونه شي:

"موږ دا غوښتنه نه ده کړې چې هغه دي معطل شي یا دي له ټل نه بدل شي، خو موږ دا غواړي چې که دی په ټل کې پاتې کېږي، نو موږ به نه ځوروي او دا لیکل به راکوي چې آیینده به له موږ سره زیاتی نه کوي او موږ به نه مجبوره کوي چې خپل مذهب پرېږدو"

فرید سینګ په هنګو کې د جمعیت علمای اسلام ګوند غړی هم دی، چې د سیک مذهب د نورو خلکو غوندې اوږده ږیره لري. فرید وايي کوڅو ته یې هره ورځ تبلیغیان ورځي او د اسلام تبلیغ ورته کوي، چې وایي د هغوی دنده دا ده، خو وایي دا ډېره عجیبه ده چې اسسټنټ کمیشنر ده ته وایي "ته خو هسې هم ږیره لرې، نو ولې کلیمه نه وایې او اسلام ته نه را اوړې"

له سیمې تر لاسه شوي مالومات ښیي، چې د یکشنبې په ورځ د هنګو ضلعې د ډپټي کمیشنر په دفتر کې د دې پېښې په تړاو یوه غونډه شوې، چې د سیک اقلیت مشرانو، ځایي مشرانو او حکومتي چارواکیو پکې ګډون کړی. ویل کېږي چې د ټل سیمې اسسټنټ کمیشنر ایوب خان- چې تور ورباندې لګېدلی- هم په دې غونډه کې ګډون کړی او له سیکانو یې بخښنه غوښتې، چې هغوی ته یې د خپل مذهب د پرېښوولو خبره کړې وه. سیک مشرانو د هغه بخښنه منلې، خو حکومت هغه له دندې ګوښه کړی دی.

د خیبرپښتونخوا په شمالي سیمو هنګو، ټل او دوابه کې شاوخوا درې زره سیکان، هندوان او عیسایان مېشت دي. د سیکانو استازی فرید سینګ وايي، دوی له لسګونو کلونو راهیسې په دغو سیمو کې ژوند کوي او له ځایي خلکو سره ښې کلتوري او کاروباري اړیکې لري، خو تر اوسه نه ځایي خلکو او نه هم کوم حکومتي چارواکي پر دوی جبر کړی، چې خپل مذهب پرېږدي او مسلمانان شي

په اورکزۍ قبایلي اېجنسۍ کې هم له ډېر پخوا راهیسې ګڼ شمېر سیکان ژوند کوي، خو په تېرو څو کلونو کې چې په دې سیمه کې وسلوالو ‌طالبانو خپل فعالیت زیات کړ او سیمه یې ناامنه شوه، نو دغه سیکان مجبوره شول، چې نورو سیمو ته کډه شي، خو په دې وروستیو کې ځینې کډه شوې کورنۍ بیرته خپلې سیمې ته ور ستنې شوې دي، خو وایي پخواني کاروبارونه یې لا تر اوسه لاس ته نه دي ورغلي

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه له ډېرو کلونو راهیسې له بېلابېلو ستونځو سره مخامخ دي، چې یوه هم پکې په زور یا جبر د هغوی له خپل مذهبه اوښتل او اسلام قبلول دي. په تېرو کلونو کې په سند صوبه کې هم ګڼو هندو کورنیو ادعا کوله، چې ځایي مسلمانان یې لوڼې په زوره مسلمانې کوي او ودونه ورسره کوي.

  • 16x9 Image

    ابراهیم شینواری

    ابراهیم شینواری له 2006م کال راهیسې د پښتونخوا په خیبر ضلع کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او تجارتي موضوعاتو رپوټونه جوړوي. په پولیټیکل ساینس کې یې ماسټري کړې ده. شینواري په 1989م کال کې له (مسلم) ورځپاڼې څخه صحافت پیل کړی، بیا یې وخت په وخت له نیوز او ډان ورځپاڼو او بي بي سي پښتو سره هم کار کړی دی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG