ګورنر د ټول ګونديز غونډې رابللو خبره داسې وخت کې کړې چې صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي، او کورمه کې نن د مسافرو په ګاډو وسله وال بريد کې لږ تر لږه 39 کسان وژل شوي دي.
د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا کورمه ضلعه کې د مسافرو په ګاډو وسله وال بريد شوی، تر اوسه پورې پکې 39 کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
د پښتونخوا صوبې قبایلي ضلعه خېبر کې يو ځوان داسي ګلونه کرلې دي چې د خپل ژوند معاش یې ورسره ښه کړی دی. د زراعتو محکمې په دغه ترهګرۍ ځپلې سیمه کې خواؤشا 60 ځوانانو ته د ګلونو کرلو تربيه ورکړې او بيا یې مارکيټ سره پيوست کړي، چې د ګلونو د کروندوې له لارې یوه معقوله ګټه وټه ترلاسه کړي.
پاکستاني چارواکو د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي، وسله والو د افغانستان سره پولې ته نزدې د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعه کې د امنيتي ځواکونو په قافله بريد کړی لږ تر لږ اته پاکستاني پوځيان یې وژلي دي. بله پېښه د صوبې په جنوبي ضلعه بنو کې شوې، وسله والو اووه پوليس اهلکار تښتولي دي.
د خېبر ضلعې په تيرا سيمه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمېنځ نښخته شوې او دواړو خواو يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کړي دي.
د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا د کوز جنوبی وزیرستان ضلعې د برمل تحصیل په اعظم ورسک سیمه کې د جمات مخې ته ریموټ کنټرول بمي چاودنه شوې، د جمعیت علما اسلام (ف) سیمه ییز مشر مفتی محمد اعجاز په ګډون دوه کسان پکې وژل شوي
د افغانستان سرہ په پوله د خېبر پښتونخوا باجوړ ضلعې پوليسو وي او اې ډيوه ته ويلي، د جماعت اسلامي ګوند د باجوړ ځایي مشر حميد صوفي د لوي سم تاڼې په حدودو کې د زيارت په ماښام د نامعلومه وسله والو لخوا په نخښه شوی دی.
پښتون قامي جرګې د 11م اکتوبر د جرګې وروسته په وړومبي ځل د 80 کسيزې کميټۍ يا جرګې غونډه شوې چې په کې ځینې پرېکړې شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان، چارسده او باجوړ کې د بمي چاودنو او بريدونو پېښې شوي، لږ تر لږه د درېو ښځو او دوه ماشومانو په ګډون پکې پينځه تنه وژل شوي او 14 ژوبل شوي دي.
نور کتل