لاس رسیدونکی لینک

 
د وزیراعلا ګنډاپور په مشرۍ مشورتي غونډه کې افغانستان سره زر تر زره د مذاکراتو غوښتنه شوې
تازه خبر

د وزیراعلا ګنډاپور په مشرۍ مشورتي غونډه کې افغانستان سره زر تر زره د مذاکراتو غوښتنه شوې


پخوانی عکس.
پخوانی عکس.

د خېبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلا ښاغلي امین ګنډاپور په مشرۍ ترسره شوي د بیلابیلو سیاسي اؤ مذهبي ډلو د استازو غونډه کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره افغانستان سره زر تر زره د مذاکراتو پېلولو اؤ د سیاسي مشرتانه د سترې غونډې رابللو غوښتنه شوې ده.

د شنبې- خالي په ورځ د خپرې شوې حکومتي اعلامیې له مخې د وزیراعلا په مشرۍ ترسره شوې په دې مشورتي غونډه کې وویل شول چې د پاکستان امنیت د افغانستان له امن سره تړلی دی، نو باید د افغانستان سره په حکومتي کچه مذاکرات زر پیل شي.

غونډه کې پرېکړه وشوه چې سیاسي او مذهبي ګوندونه به د فرقه ییزې همغږۍ د پراخولو لپاره یو ځای کار کوي.

د اعلامیې له مخې غونډې متفقه پرېکړه وکړه چې د امن ټینګښت تر ټولو مهم دی، دا د ملي ګټو اړتیا ده. که څه هم د کورمې ضلعې مسله سیمه‌ییزه ده، خو دا یو ملي بحران رامنځته کولی شي، نو ځکه د دې دایمي حل لپاره سمدستي ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده.

ګډونوالو غوښتنه وکړه چې باید د هېواد په کچه د بشري حقونو د سرغړونو مخه ونیول شي، او د ټولو وګړو د حقونو ساتنه وشي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د هېواد د امن، سوکالۍ او سیاسي استحکام لپاره باید ټولې سیاسي ډلې سره یو ځای شي.

د اعلامیې له مخې ،د دې لپاره به یوه ځانګړې کمیټه جوړیږي چې د سیاسي ګوندونو سره تماس ونیسي او د ملي مفاهمت لپاره کار وکړي.

په غونډه کې وویل شول چې د مهمو ملي مسایلو په اړه د مشورتي غونډو جوړول به د ترهګرۍ د ختمولو او د ملي مفاهمت د پراخولو لپاره یو قوي بنسټ رامنځته کړي.

غونډې کې وویلی شول چې دا ډول مشورتي غونډې باید د ټول هېواد په کچه، د هرې ضلعې په سطح هم وشي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د جمعې د خطبو له لارې به علما کرام خلک د سولې د ارزښت په اړه پوهوي، او دا به د ټول هېواد په کچه د امن پیغام خپروي.

د غونډې د برخه والو وینا وه چې د ترهګرۍ مخنیوی، د سولې او نظم فضا رامنځته کول زموږ ګډ هدف دی.ملت د ترهګرۍ پرضد متحد دی، او باید په ګډه د دې ناورین مخه ونیسو.

دوی غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ پر موضوع دې د ملي کچې د سیاسي مشرانو ستره غونډه راوبلل شي، او د دې ختمولو لپاره دې یوه جرګه جوړه شي چې پکې بااثره سیاسي او مذهبي شخصیتونه شامل وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG