لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:دتحریک انصاف ګوند کونسلر عادل وزیر په هدفي توګه وژل شوی


د سپین وام پولیسو تاڼې چارواکو وویل چې دغلته د عادل رحمان وزیر په نوم یو تنکی ځوان د جمعې لمانځه وروسته د خپل کور په اړخ روان ؤ چې نامالومو کسانو پرې ډزې کړي او بیا یې د هغه جسد په بارودي توکیو الوځولی دی
د سپین وام پولیسو تاڼې چارواکو وویل چې دغلته د عادل رحمان وزیر په نوم یو تنکی ځوان د جمعې لمانځه وروسته د خپل کور په اړخ روان ؤ چې نامالومو کسانو پرې ډزې کړي او بیا یې د هغه جسد په بارودي توکیو الوځولی دی

د افغانستان د پولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې بیا هدفي پېښه شوې چې پکې یو سیاسي فعال اؤ دسیمې کونسلر عادل وزیر نامعلومو وسله والو وژلی دی.

د وژل شوي تن تعلق د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره ښودل شوی دی.

د روان کال کال په اوږدو کې دا په شمالي وزیرستان کې دهدف وژنې 12مه پېښه ده اؤ شمیرې ښایي چې پروسکال هم په دغه قبایلي ضلعه کې 47 کسان په هدفي توګه وژل شوي وؤ.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي د تېرو څو کالو راپدیخوا شمالي وزیرستان کې شا وخوا 600 کسان په هدفي توګه وژل شوي دي خو دپاکستان عدلیه، میډیا اؤ پارلیمان پرې غلی دی.

پولیس دهدفي وژنې دا تازه پېښه تایید کړې ده اؤ وي او ای ډیوه ته یې ویلي ، یاده پېښه د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان دسپین وام په شمیري کلي کې رامنځته شوې ده.

د سپین وام پولیسو تاڼې چارواکو وویل چې دغلته د عادل رحمان وزیر په نوم یو تنکی ځوان د جمعې لمانځه وروسته د خپل کور په اړخ روان ؤ چې نامالومو کسانو پرې ډزې کړي او بیا یې د هغه جسد په بارودي توکیو الوځولی دی.

پولیس وایي تر پېښې سمدستي وروسته یې د وژل شوي عادل مړی د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته انتقال کړی او د پېښې پلټنې یې پیل کړي‌ دي.

د پولیسو وینا ده وژل شوی 24 کلن تنکي ځوان د بلدیاتي ټاکنو پرمهال د علاقې کونسلر منتخب شوی و او په علاقه کې به یې ترقیاتي چارو د پاره انتظامي او امنتي چارواکو سره راشه درشه وه.

د پولیسو وینا ده چې دا د هدفي وژنې پېښه ده او د وژل شوي تن کورنۍ لا په چا دعوه نه ده کړې.

دې پېښې ته په غبرګون کې د پښتون تحفظ مومینټ مشر منظور پښتین په فیس بک اؤ ټویټر ویلي
په شمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند فعال عادل وزیر په هدفي وژنه کې وژل شوی دی.

هغه ویلي په شمالي وزیرستان کې د سیاسي او مدنې ټولنې ځوانانو نسل وژنه روانه ده اؤ په تېرو څو کلونو کې په شمالي وزیرستان کې د ګڼو پوځي قلعه ګانو او چیک پوسټونو په منځ کې نزدې 600 نه زیاتې د هدفي وژنو پېښې شوي دي.

هغه ویلي دپاکستان سپریم کورټ، میډیا او پارلیمان قبایلي ضلعو کې دهدفي وژنو په پېښو ځان غلی کړی دی.

په تیر صوبایي پارلیمان کې د پي ټي ایي د بیا اباد کارۍ او ودانۍ وزیر او شمالي وزیرستان نه دصوبایي پارلیمان منتخب غړي ښاغلي اقبال وزیر په دې پېښه د افسوس څرګندونه کړې خو د پېښې په تړاؤ یې د چا نه نوم اخستې او نه یې غندنه کړې ده.

هغه په فیس بک رسمي پاڼه لیکلي"د ملک عادل رحمان وزیر د شهادت په اوریدو ډیر خواشینی شوم، ملک عادل رحمان په هر مشکل وخت کې زمونږ ملاتړ کړی دی"

هغه ویلي" نن مو یو ستر انسان له لاسه ورکړ. ستاسو سفر ډیر لنډ خو ډیر ښکلی ؤ. موږ باور نه شو کولای چې عادل جان هم دې فاني نړۍ نه ولاړ او د تل لپاره له موږ څخه جدا شو، تل به مو یاد ساتو. اوږد سفر دې په ارام"

په شمالي وزیرستان کې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پرضد شمیر احتجاجي پرلتونه او مظاهرې شوې دي او ددغو احتجاجونو ګډون والو ویلي پرله پسې ترسره کېدونکو هدفي وژنو د سیمې خلک د سختې ویرې سره مخ کړي دي.

د دوی په وینا تر ضرب عضب عملیاتو وروسته قابو540 ځایي کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

خو هغه وخت اقبال وزیر پالیمان ته وینا او بیا خبرې غونډې ته ویلي وؤ حالات په قابو کې دي او دا خلک د امنیتي ځواکونو بدنام کولو هڅه کوي.

په ورستيو کلونو کې د پاکستان پوځ د افغانستان سره په پوله جنوبي او شمالي وزیرستان کې د وسله والو خلاف عملیات کړي او ويلي يې دي چې سیمه یې د وسله والو نه پاکه کړې ده خو د سیمې اوسېدونکي وايي د علاقې امنیت اوس هم ډاډمن نه دی.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت په دې وروستیو کې پخپله منلې ده چې دافغانستان نه یو ځل بیا تېر حکومت اؤ دهغه وخت اسټیبلشمنټ ترهګر پاکستان ته راوستي اؤ دلته یې مشته کړي دي.

پوځ اؤ حکومت دا هم منلې ده چې په تېر حکومت کې ګڼ شمیر خطرناک ترهګر له زندانونو خوشې کړل شوي وؤ چې هغوي اوس یو وارې بیا منظم شوي اؤ ترهګري یې سیوا کړې ده.

دپاکستان دملي سلامتیا کمیټې په دې وروستیو کې د هیواد دننه دترهګرو پرضد دجامع عملیاتو پیل کولو منظوري ورکړې ده خو پښتانه ملت پاله ګوندونه اؤ ولسي تحریکونه یو وارې بیا دپښتنو په سیمه کې دپوځي عملیاتو سره کلک مخالفت ښایي او وایي باید هغه څوک ونیول شي اؤ مقدمې پرې وچلول شي چې ترهګر یې بیا دلته میشته کړي دي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG