لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خبریالانو اؤ د بشري حقونو فعالانو استخباراتي شبکو ته د موبایل کالز ریکارډ کولو د اجازې ورکولو اقدام ته سخت غبرګون ښودلی


قامي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې د قانون مرکزي وزير ښاغلي اعظم نزير تارړ ويلي دي په تېرو وختونو کې حکومتونو د دغه ډول اعلاميو لاندې خفيه ايجنسيانو ته د ټيلیفونونو ريکارډ کولو اختيار ورکړی و
قامي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې د قانون مرکزي وزير ښاغلي اعظم نزير تارړ ويلي دي په تېرو وختونو کې حکومتونو د دغه ډول اعلاميو لاندې خفيه ايجنسيانو ته د ټيلیفونونو ريکارډ کولو اختيار ورکړی و

بشري حقونو فعالان او خبريالان د پاکستان د حکومت له خوا استخباراتې ادارې (آي اېس آي) ته د خلکو د ټيلیفون او پېغامونو د ريکارډ کولو اجازه ورکول د بشري حقونو او د خپلواکه صحافت په ضد ګام بللی او ويلي يې دي دا د مخالفه غږونو د مخنيوي يوه هڅه ده.

حکومتي چارواکي د سرکاري ګام دفاع کوي.

قامي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې د قانون مرکزي وزير ښاغلي اعظم نزير تارړ ويلي دي په تېرو وختونو کې حکومتونو د دغه ډول اعلاميو لاندې خفيه ايجنسيانو ته د ټيلیفونونو ريکارډ کولو اختيار ورکړی و.

تارړ د نهې، سه شنبې، په ورځ پارلېمنټ ته وویل د ټېلې فون څارنه به د مجرمانه او د ترهګرۍ د هلو ځلو پورې محدوده وي. هغه زیاته کړه چې حکومت به دا خبره یقیني کوي چې د پاکستانیانو د شخصي رازدارۍ خلاف ورزي و نه شي.

خبريالان وايي وړاندې نه په پاکستان کې ازاد صحافت د ستونزو سره مخ دی او د مرکزي حکومت له خوا استخباراتې ادارې ته د خلکو ټيلیفونونو ريکارډ کولو اجازې ورکولو سره به په مجموعي توګه صحافت او په خصوصي توګه تحقيقاتي رپورټنګ ته زيان ورسېږي.

خبریال علي اکبر د حکومت په دغه پرېکړه خپل غبرګون کې ډیوه ته وایي ، دحکومت ددې ګام په نتیجه کې به رېښتونی صحافت ډیر ګران شي ځکه چې د ټیليفون ریکارډ کېدو له ویرې به څوک نه خو خبریالانو سره په ډاډه زړه خبرې کولی شي اؤ نه به خبریالان د فون له لارې معلومات راټولولی شي.

د هغه په خبره "نو بيا په پاکستان کې خو به اصل جرنلزم په مهمو موضوعاتو ډېر ګران شي ځکه چې تاسره به نېغ په نېغه د هغوي (صحافیانو) مالومات راځي او هغه به د سورس سره خبرې نه شي کولی او هغه تن يا سورس چې مالومات ورکوي نو هغه به د هغه (صحافي) نه لرې تښتي چې نن سبا خو ټيلیفونونه ريکارډ کېږي او زه به مخې ته راشم ،نو دغه يو څيز نه به مسلې جوړيږي او خبريالانو به د سختو ستونزو سره مخ کېږي."

د جولايي په نهمه د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په يوه رسمي اعلاميه کې د پاکستان حکومت له خوا استخباراتي ادارې آي اېس آئ ته د خلکو د ټيليفونونو اورېدو، ريکارډ کولو او پېغامونو ته د لاسرسي واک ورکړی دی.

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې پاکستان کې کارکونکې ټيلي کام کمپنۍ به د يو ځانګري نظام لاندې استخباراتي ادارو ته د صارفینو د شخصي ډېټا یا معلوماتو ورکولو پابند وي.

د بشري حقونو فعالان وايي دا څه ناشنا خبره نه ده چې ګني انټيلجنس ادارې په اول ځل د خلکو ټيلیفونونه ريکارډ کوي.

مدني فعاله او سياستمداره بشرا ګوهر ډیوه ته وایي په پاکستان کې چې څوک هم د ایین اؤ قانون خبره کوي اؤ هغه قوتونه یې د فشارونو لاندې راولي چې ځان ورته د ایین اؤ قانون نه لوړ یا بالا ښکاري.

هغه وایي" دا يوه نوې لاره ده چې اوس به مونږه يو کس هم خوندي نه يو چې هغه به خپله خبره ډډه کولی شي او که نه شي کولی ځکه چې اوس دې خلکو ته ‌ډاګیزه ازادي ورکړل شوه"

حکومتي چارواکي وايي دا ګام د قامي سلامتيا او د جرمونو او ترهګرۍ د مخنيوي د پاره پورته کړی شوی دی او دا پرېکړه د پاکستان ټيلي کميونيکېشن د ۱۹۹۶ قانون د ۵۴ مادې لاندې شوې ده.

خبريالان ګڼي چې هغوئ سره مالومات شريکونکي تنان به د دې اعلاميې وروسته د دې خبرې جوګه پاتې نه شي چې په ډاډه زړه صحافيانو سره مالومات شريک کړي.

د پېښور یو خبریال ګوهر علي ډیوه سره خبرو کې وویل" اګر چې نوم يې ورکړی چې دا هرڅه د قامي سلامتيا د پاره کېږي او دا به مخکې هم کېدل نو په دې کې به چې عام کس اغېزمن کېږې د هغې نه زيات به خبريالان هم اغېزمن کېږي."

د هغه په خبره "نن سبا د خبريالانو ټول کار د موبايل له لارې کيږي او مونږه پېغامونه لېږو، مونږ د موبايل د لارې خپل حرکت شريکوؤ نو زما دا فکر دی چې يو خبريال لپاره به خطر او ويره نوره هم زياته شي."

د پاکستان استخباراتي ادارو باندې په دې روستيو کې تورونه لګول شوي چې هغوي د پخواني وزيراعظم عمران خان، د هغه د ښځې بشرا بي بي، ججانو، سياستمدارانو او نورو ولسي وګړو ټيلیفونونه ريکارډ کړي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي اوسنۍ اعلاميه د پاکستان د اساسي قانون د ۱۴ مادې نه سرغړونه ده کومه چې هروګړي ته شخصي وقار او د هغه د ذاتي مالوماتو يا رازدارۍ ضمانت ورکوي.

د انساني حقونو غېر حکومتي تنظیم هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، اېچ ار سي پي، د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې په دې خبره تشویش څرګند کړو چې استخباراتي ادارو ته د شهریانو د ټېلې فونونو د څارنې په پراخه کچه اختیار ورکړی شوی دی. ادارې د حکومت ګام شهریانو ته د ایین دلاندې د ورکړی شویو حقونو خلاف وبللو.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG