لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بشري حقونو ډله: په افغانستان کې تېره میاشت ۲۸۰ ملکي کسان وژل شوي


یوناما په افغانستان کې د روانې جګړې د دریدلو غوښتنه کړي او ویلي یې دي چې د ملکیانو زیاته مرګ ژوبله دا په ډاګه کوي چې د تاوتریخوالي کچه دې په بېړني ډول ښکته کړی شي
یوناما په افغانستان کې د روانې جګړې د دریدلو غوښتنه کړي او ویلي یې دي چې د ملکیانو زیاته مرګ ژوبله دا په ډاګه کوي چې د تاوتریخوالي کچه دې په بېړني ډول ښکته کړی شي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان کې د جنګ ښکیلو غاړو څخه غوښتنه کړې چې د بشري حقونو نړیوالو اصولو ته دې غاړه کېږدي او د ملکیانو د وژنو څخه دې لاس واخلي.

کمېسیون ویلي دي چې د می په میاشت کې په افغانستان کې د جګړو له کبله 280 ملکي خلک وژل شوي او 634 نور ټپیان شوي دي.

د کمېسیون کمشنر او ویاند شکرالله مشکور وي او اې ډیوه ته وویل چې د تیرې میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د هیواد په اوو بیلابیلو پښو کې د اووه ماشومانو اوپنځو ښځو په ګډون 24 ملکیان وژل شوي دي.

نوموړی وایي چې دا پیښې په سرپل، هلمند، پروان، ننګرهار کاپیسا، د کابل او هرات په لویه لاره کې د هواي بریدونو، درنو وسلو او ماین چاودنو له امله رامنځته شوي دي.

ښاغلی مشکور زیاتوي کمیسیون په ژورې خواشینۍ د څرګندولو ترڅنګ ټولې هغه پیښې په کلکه غندي چې ملکي وګړی پکې "قرباني کیږي."

دغه کمېسیون په نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو په سازمان غږ وکړ چې په ټول توان او له ټولو ممکنه لارو څخه په ګټې اخیستنې د جنګ په ښکیلو غاړو فشار راوړي چې دایمي اوربند ته غاړه کیږدي.

د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دفتر یوناما هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې د تیرې اوونۍ په دریو ورځو کې لږ تر لږه 23 ملکیان وژل شوي او 49 نور ټپیان شوي دي.

یوناما په افغانستان کې د روانې جګړې د دریدلو غوښتنه کړي او ویلي یې دي چې د ملکیانو زیاته مرګ ژوبله دا په ډاګه کوي چې د تاوتریخوالي کچه دې په بېړني ډول ښکته کړی شي.

د خوست ولایت ټولنیز فعال خاوند قدیر شاه انصاري وایي لاهم ښکیل اړخونه د ملکي وګړو خوندیتوب ته هیڅ پام نه دی کړی.

انصاري وایي "د ښکیلو خواوو په نسبت هر وخت جګړه کې زیاته مرګ ژوبله ملکي خلکو ته اوړي ."لکه څه ډول چې تاسې وینئ چېد جګړې له شروع تر دې دمه د ښکیلو غاړو په نسبت ولسي عام وګړي ډیر زیانمن کیږي او په شهادت رسیږي.

نو له ښکیلو خواوو څخه مو داهیله ده چې دوی د ولس د سوکالۍ لپاره د جنګ نه لاس په سر شي خو دواړه لوري د دولسي وګړو مرګ ژوبله په جدي ډول په پام کې ونیسي."

په افغانستان کې د تازه پیښو په دوام نن ننګرهار کې د یوې چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي خو په کابل کې د تېر ماښام دوو پرله پسې چاودنو ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنې د نهې، سه شنبې، په ماښام د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند سیمه کې وشوې. لومړۍ چاودنه پر یوه کرولا ډوله موټر شوې ده خو دویمه چاودنه پر یوه کاسټر ډوله مسافر وړونکي موټر شوې ده. په دواړو چاودنو کې لس کسه وژل شوي او دوولس نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت وایي چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي. تر اوسه ددغه پېښو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG