لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې میشت افغان کډوالو وایي په زوره د ویستل کېدو اندېښنې له ژوند او کاره ویستي دي


د ملګرو ملتونو د خپلواکه کارپوهانو یوې ډلې د پاکستان څخه په لویه کچه د بې اسناده افغان کډوالو په ویستل کېدو اندېښنې ښکاره کړي اؤ ويلي یې دي چې په لویه کچه د کډوالو وېستلو منصوبه د خفګان وړ ده.

پېښور کې افغان کډوال وايي د پاکستان څخه د کډوالو د ویستل کېدو په ګنګوسو د تلوسو سره مخ دي او غوښتنه کوي چې دوی سره دې په بشري بنياد چلند وشي۔

په جنېوا کې د یو انلاین خبري‌ کانفرنس په وخت د ملګرو ملتونو د نسلي امتیاز د ختمولو کمیټۍ د پاکستان په اړه په جایزه رپورټ کې ویلي دي چې دوی د پاکستان نه د غېر قانوني بهرنیانو په لویه کچه د کېدو په منصوبه اندېښمن دي.

پاکستان کې ژوند کوونکي کډوال وايي افغانان په ورستيو څو لسېزو کې ډير وکړيدل اؤ بايد نور دوي ته اسانتياوې برابرې کړل شي نه چې وځورول شي۔

په پېښور کې میشت افغان کډوال اصف خان وي او اې ډيوه ته وایي، له حکومته خواست کوي چې د دوی دپاره اسانتياوې راوړي ځکه چې تر څو به دوی په دې هېواد کې کړيږو:

"دې نه پس زمونږ اينده نسل راځي هغوي به تر څو کړيږي داسې نور افغانان دي چې هغوي اوړو ته غوړو ته اریان دي ،سړي کوم کار ته شي ډير داسي دي چې د بره نه راغلي دي کارډونه ورسره نشته ،کړيږي دلته کاروبار کوي په دي خاطر بازار ته نه راځي چې مطلب مونږ به پوليس ونیسي يا به مو په بارډر واړوي".

یو این ایچ سي آر د اګست پر 21مه په خپل رپورټ کې ویلي وؤ په مې او جون میاشتو کې تقریباً 38,000 افغان کډوال له پاکستانه ستانه شوي، خو وایي په جولای کې دا شمېر لږ کم شوی او تقریباً 36,000 کډوال ستانه شوي دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې د 2023م کال د ستمبر له 15مې د 2024م کال د جولای تر 31مې نېټې پورې تر 683,400 ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.

پېښور کې د افغان کډوالو د عالي شورا مشران وايي په نزدي ورځو کې يو واري بېا د غېرقانوني افغان کډوالو او اي سي سي کارډ لرونکو افغانانو د د ویستل کېدو اوازو کډوال پريشان کړي دي۔

د افغان کډوالو د عالي شورا مرستيال مشر سید نقیب باچا ډیوه سره خبرو کې وایي ځینې خلک چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستن ته راغلي دي او اوسيږي هغوي ټول غېرقانوني اوسيږي:

"هغه خلک د هغوي د طالبانو سره څه ورانی دی يا د طالبانو له ډاره راغلي، اګر چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې ده خو هغوي د طالبانو له ويري افغانستان ته تللی نه شي او دغه خلکو ته ډير مشکلات دي او د پاکستان د حکومت نه او د يو اين نه غوښتنه کوؤ چې د هغه افغان مهاجرينو چې د مشکلاتو سره مخ دي بايد د هغوي اينده معلوم شي".

د پېښورډ بازار کې کاروبار کونکی کډوال عادل نور ډیوه ته وایي "دلته بازار ته که تاسو وګورئ که تاسو وګورئ زمونږ دوکان کې به ډېر زيات رش و اوس د ويري نه او د خفګانه خلک ډېر نه راځي مونږ هم هسي ولاړ يو او خلک هم بازار ته نه راوځي ویرېږي چې چرته مونږ و نه نيسي او افغانستان ته مو وانه ړوي مونږ خپله هم غېر قانوني يو او که نه يو هر يو کس نن سبا په مجبورۍ بازار ته وځي".

د ملګرو ملتونو کمیټۍ د کډوالو د ویستلو په لړ کې د عالمي قوانینو په نه عملي کولو، د قانون سازۍ او د متعلقه ادارو په کار کې په کمي باندې خفګان ښودلی اؤ سپارښتنه یې کړې ده چې باید پاکستان د کال 1951 د کډوالو کنونشن او د 1967 د اختیاري احتیاطونو توثیق وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره هايي کمشنر وايي پاکستان د عالمي کنونشن فریق نه دی او د کډوالو د تحفظ لپاره یې کومه قانون سازي نه ده کړې او نه یې د بهرنیو وګړو د حیثیت لپاره کوم طریقه کار جوړ کړی دی.

د پاکستان حکومت په تېره جولای میاشت کې په خپل هېواد کې د څه باندې 1.4 میلینه قانوني اوسېدونکو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د راتلونکي 2025م کال د جون تر 30مې پورې غځولې وه چې په قانوني توګه په دې هیواد کې اوسیږي. خو هغه خبر یې رد کړی و چې ګواکې د بې اسناده کډوالو د ویستلو لړۍ یې ځنډولې ده۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG