لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دفاع وزیر: یوه اونۍ کې ۲۵۰ سرتیري او ۸۰۰ طالبان وژل شویدي


تېره میاشت په کابل کې د بم چاودنې په ځای افغان امنیتي عسکر
تېره میاشت په کابل کې د بم چاودنې په ځای افغان امنیتي عسکر

د افغانستان ددفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې ۲۵۰ افغان امنیتي سرتیري او ۸۰۰ وسلوال طالبان وژل شویدي.

طارق شاه بهرامي چې د افغانستان ولسي جرګې ته یې تر احضارېدو وروسته خبرې کولې وویل، په دغه موده کې ۳۹۳ افغان امنیتي سرتیري او ۴۹۹ وسلوال مخالفین ژوبل شوي دي.

ده وړاندې وویل، د دواړو لوریو ترمنځ د دغو نښتو او جګړو په ترڅ کې ۷۷ وسلوال مخالفین ژوندي نیول شوي او طالبانو هم ۴۱ امنیتي ځواکونه ژوندي نیولي.

وسلوالو طالبانو دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په هکله د افغان حکومت ددغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د دفاع وزیر دا هم وویل، چې په دغه موده کې ۱۲۹ ملکي وګړي هم وژل شویدي.

ښاغلي بهرامي زیاته کړه، دواړو لوریو ته دغه مرګ ژوبله د طالبانو لخوا د خندق په نامه د عملیاتو د پیلېدو راهیسې اوښتې ده.

ده وویل، طالبانو د خندق په نامه خپل عملیات د اپرېل د میاشتې په ۲۹ نېټه پیل کړیدي چې په ترڅ کې یې په ۸۹۰ بریدونو بریالي شوي او تر ۱۷۰۰ نور بریدونه یې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا شنډ کړای شویدي.

د افغانستان ددفاع وزیر د خپلو خبرو په دوام وړاندې وویل، د دې دومره بریدونو سره سره طالبان په دې نه دی توانیدلي چې له افغان امنیتي سرتیرو څخه د بدخشان د کوهستان د ولسوالۍ سربیره چې هغه هم یواځې ۷۲ ساعته د طالبانو په لاس کې وه بله کومه ولسوالۍ یا سیمه ونیسي.

طارق شاه بهرامي دا هم وویل، چې په افغانستان کې به د پارلماني ټاکنو څخه دمخه د هېواد تر ۲۰۰ زیاتو ولسواليو کې د وسلوالو مخالفینو پرضد چاڼیز عملیات ترسره کوي تر څو پارلماني ټاکنې په یو خوندي امنیت کې ترسره شي.

ښاغلي بهرامي له عام ولس څخه هم وغوښتل چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د هېواد په دفاع کې برخه واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG