لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: طالبانو په بدخشان ولایت کې د داعش خراسان ۱۲ وسله وال نیولي


تېر کال د ډسمبر په میاشت کې او سږ کال د جون په میاشت کې په موټر بم حملو کې د بدخشان د پولیس مشر او نایب والي وژل شوي دي. داعش خراسان څانګې د حملو ذمه وارې منلې ده
تېر کال د ډسمبر په میاشت کې او سږ کال د جون په میاشت کې په موټر بم حملو کې د بدخشان د پولیس مشر او نایب والي وژل شوي دي. داعش خراسان څانګې د حملو ذمه وارې منلې ده


د افغانستان واکمنو طالبانو د داعش خراسان څانګې ۱۲ وسله وال د هېواد په هغه لرې پرته سیمه کې نیولي چې د چین، تاجکستان او پاکستان سره حدونه لري. دا خبر د طالبانو سره تړلې المراصاد نومې مطبوعاتي ادارې د جمعې په ورځ ورکړو.

د المرصاد ترمخه د طالبانو خصوصي ځواکونو په بدخشان ولایت دا هفته د داعش د یو اهم جال خلاف عملیات شروع کړي وو.

طالب چارواکو وویل د ۱۲ وسله والو د نیول کېدو ترڅنګ طالبانو په لویه کچه وسله، ټوپکې، بمونه، ګولۍ، کمپیوټرې او نور الات ترلاسه کړل.

طالب چارواکو وویل نیول شوي وسله وال په ملکي هدفونو او د طالبانو د حکومت خلاف حملو کې ککړ وو. دا ممکنه نه وه چې په ازاد توګه د طالبانو د وېنا تصدیق وکړی شي او نه هم داعش خراسان په دې اړه څه ویلي دي.

تېر کال د ډسمبر په میاشت کې او سږ کال د جون په میاشت کې په موټر بم حملو کې د بدخشان د پولیس مشر او نایب والي وژل شوي دي. داعش خراسان څانګې د حملو ذمه وارې منلې ده.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش خراسان په هېواد کې د یو شمېر حملو مسولیت منلی دی.
طالب چارواکي وایي د ډلې خلاف عملیاتو کې یې د داعش خراسان ګڼ شمېر وسله وال وژلي او نیولي دي.

د جون به میاشت کې د طالبانو په عملیاتو کې د داعش خراسان مشر ثناالله غفاري د وژل کېدو خبره هم شوې ده. داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو د جولای په میاشت کې په یو رپورټ کې وویل چې د غفاري د مرګ تصدیق لا نه شي کېدلی. هغه د شهاب المهاجر په نامه هم یادېدو.

د جمعې په ورځ امریکايي چارواکو خبریالانو ته وویل طالبانو په داعش خراسان فشار زیات کړی دی او په تېرو څو میاشتو کې د ډلې ګڼ شمېر مشران د افغانستان نه وتلي دي.

د امریکي سي اېن اېن ټېلې وژن د یو چارواکو له قوله وویل د داعش خراسان هغه غړي چې د خارجي حملو په لړ کې په مطبوعاتو، سهولت کارۍ او يا يې په ډله کې خلکو په جلب کېدو کې مرسته کوله د افغانستان نه وځي او ګاوډیو ملکونو ته ورځي چې ځانونه د طالبانو د عملیاتو نه بچ کړي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د اپرېل په میاشت کې وي او ای ته وویل چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د داعش خراسان تر ۱۷۰۰ پورې وسله وال نیولي او ۱۱۰۰ نور یې وژلي دي.

د طالبانو دغې دعوې په ازاده توګه تصدیق نه شي کېدلی.

د ملګرو ملتونو د یوې ورستۍ اندازې ترمخه په افغانستان کې د داعش خراسان قریباً ۶۰۰۰ وسله وال او د دوی کورنۍ فعاله دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG