لاس رسیدونکی لینک

 
​ د افغان طالبانو مشر هبت الله اخند زاده وایي پالیسۍ یې د"الله د حکمونو" پر اساس دي
تازه خبر

​ د افغان طالبانو مشر هبت الله اخند زاده وایي پالیسۍ یې د"الله د حکمونو" پر اساس دي



دا لومړی ځل و چې ملا هبت الله اخند په یوه عصري تعلیمي ادارې کې راجوړه شوې غونډه کې ګډون وکړو اؤ د خپلو حکمونو پر اهمیت یې خبرې وکړې
دا لومړی ځل و چې ملا هبت الله اخند په یوه عصري تعلیمي ادارې کې راجوړه شوې غونډه کې ګډون وکړو اؤ د خپلو حکمونو پر اهمیت یې خبرې وکړې

په افغانستان د واکمنو طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د خپلو هغو پالیسیو دفاع کړې، چې پکې د ښځو په تعلیم او کار کولو بندیزونه هم شامل دي.

هغه ویلي دي چې دغه پالیسۍ د "الله د حکمونو" پر اساس دي.

اخندزاده دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کړې دي چې په دې وروستیو کې د نړیوالې جنایي محکمې لوی څارنوال د هغه د نیولو د حکم غوښتنه وکړه، او هغه یې د افغان نجونو او ښځو پر ځورولو "جنایي مسئول" وباله.

د طالبانو له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې اخندزاده د کندهار په یوه پوهنتون کې د استادانو، کارکوونکو او زده کونکو سره خبرې وکړې.

دا لومړی ځل و چې ملا هبت الله اخند په یوه عصري تعلیمي ادارې کې راجوړه شوې غونډه کې ګډون وکړو اؤ د خپلو حکمونو پر اهمیت یې خبرې وکړې.

اخندزاده ویلي دي"هر حکم چې زه ورکوم، د پوهانو سره په مشوره او د قرآن او حدیث پر بنسټ دی، او دا ټول د الله حکمونه دي"

اخندزاده چې له خپل دفتر څخه ډېره کم بهر ځي، د افغانستان حکومت د تېرو څو کلونو راهسې د خپلو فرمانونو له لارې چلوي.

هغه د شپږم ټولګي نه پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ منعې کړې دي او ښځو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې پوهنتونونو کې لوړې زده کړې ترلاسه کړي.

ددې تر څنګ د طالبانو په واکمنۍ کې په افغان ښځو بندیز لګول شوی چې په ټول هېواد کې به په خصوصي سکتورونو یا دفترونو کې کارونه نه شي کولی .

هغوی ته له محرم پرته تر یوې ټاکلې فاصلې د سفر اجازه هم نه ورکول کېږي اؤ عامه ځایونو لکه پارکونو، ورزش ځایونو او بیوټي پارلرو ته په تک یې هم بندیز لګول شوی دی .

اخندزاده په خپله وینا کې وویل چې د دیني ښوونځیو او پوهنتونونو ترمنځ هیڅ توپیر نشته. دواړه د هېواد د تعلیمي بنسټونو لپاره مهم دي.

هغه د استادانو او زده کونکو څخه غوښتنه وکړه چې خپل علم او حکمت پراخه کړي، ترڅو افغانستان په نړۍ کې د پرمختګ او رقابت په لور حرکت وکړي.


هغه زیاته کړه: "اوس ستاسو وخت دی چې افغانستان د خپلې پوهې او حکمت په مټ په نړیواله کچه ځواکمن کړئ. سخت کار وکړئ، تر څو بهرني دلته راشي او ستاسو د پوهې څخه استفاده وکړي، چې په نړیواله کچه بریالي شئ"

د طالبانو حکومت چې د نړۍ هیڅ هېواد یو هیواد یې په رسمیت نه پیژني، په افغانستان کې اسلامي مدرسې زیاتې کړې دي چې د اسلامي قوانینو او عقایدو په اړه د طالبانو سخت تفسیر ته پراختیا ورکوي.

د نړیوال جنایي محکمې لوی څارنوال کریم خان په ۲۳مه جنورۍ ویلي وؤ چې د اخندزاده د نیولو د حکم غوښتنه د ژورو تحقیقاتو او راټولو شوو شواهدو پر بنیاد شوې ده.

خان زیاته کړه "زموږ اقدام ښیي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره موجود وضعیت د منلو وړ نه دی. افغان ښځې او نجونې باید د عدلي محکمې مخې ته ځواب ووایي"

د طالبانو حکومت د خان د اقدام غندلی اؤ دا یې د "قانوني بنسټ نه لرونکی او سیاسي" بللی دی.

نړیواله ټولنه د ښځو اؤ بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله د طالبانو په حکومت پرله پسې کلکې نیوکې کوي اؤ څیړونکې وایي چې د طالبانو دغه سخت دریځه اقدامات د هغوي د حکومت په رسمیت د منلو مخې ته خنډ شوي دي.

امریکې و نورو لویدیځو هېوادونو د اقتصادي بندیزونو له لارې افغانستان په نړۍ کې تنها کړی دی . د افغانستان د بانکدارۍ نظام هم له سختو بندیزونو سره مخ دی اؤ یو شمېر د طالبانو مشران لا هم د ملګرو ملتونو د ترهګرو لیسټ کې شامل دي.

(د وي او اې انګلش څخه)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG