لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا هبت الله اخوند زاده د “اختلاف” نه بغېر، افغان ټولنه غواړي


AFGHANISTAN TALIBAN SECURITY KABUL FLAG FLAGS Hibatullah Akhundzada
AFGHANISTAN TALIBAN SECURITY KABUL FLAG FLAGS Hibatullah Akhundzada

‎د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده د لوی اختر خطبه کې “اختلاف” فرعوني سیاست بللی او د یوې داسې (افغان) ټولنې جوړولو خواهش یې څرګند کړی چې خیالي یا يوټوپین بڼه لرلی شي خو په حقیقت کې د کوم وجود لرلو امکان نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد يو ټويټ کې ویلي چې د دوی مشر ملا د کندهار په عید ګاه کې د اختر خطبه ورکړې ده.

ملا هبت الله اخوند زاده په خپله غږیزه (اډیو) وینا کې د ښځو په تعلیم د ۱۰۰۰ ورځو راسې د بندیز، د درې برخې افغانانو لپاره د خوړو د روان مشکل، د سېلابونو نه د اوښتي تاوان، د پراخ بنسټه حکومت جوړولو امکان، په دوحه کې د راتلونکې غونډې، افغان اقتصاد، او یا په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو د شتون په څېر ستونزو باندې د خبرو کولو نه ډډه کړې ده.


د طالبانو د مشر ملا د لوی اختر وینا (خطبه) په سوشل مېډیا خپره شوې او د نزدې ۲۳ منټونو (دقیقو) وینا کې زیات ټینګار په اتفاق باندې شوی دی.

ملا هبت الله اخوند زاده د “اتفاق” پېغام رسولو لپاره د مسلمانانو د مقدس کتاب قران د سوره حجرات د یو ایت (إِنَّمَا ٱلْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌۭ) څو ځله ذکر کړی او وايي:

“زه په دې نه یم خوښ چې په نظام کې دننه یا د باندې عام مسلمانان وي، خاص مسلمانان وي، اختلاف یې نه غواړم، په يوه ورځ دې ټول ماته متفق شي، ما دې د دې منصبه لرې کړي، ما دې معزوله کړي، زه په دې خوشاله یم، په دې نه یم خوشاله چې د دوی په مابین کې اختلاف وي، تفرقه وي.”


د افغان چارو ځېنو څېړونکو په X (اېکس) دا پوښتلي چې ولې ملا هیبت الله اخوند زاده په اتفاق ډېر ټینګار کړی دی. ځینو ویلي کېدای شي دا په طالبانو کې دننه د ښځو په زده کړو او نورو موضوعګانو د طالبانو خپلمنځي اختلافونو ته یوه اشاره وي.

د طالبانو مشر ملا په خلوت کې ژوند کوي او افغان اولس یې څېره تر اوسه لیدلې نه ده خو په مېډیا کې د هغه پخواني عکسونه چاپ کېږي. د افغانستان یو مخه وریز مشر استاذ مزمل په یو غږیز پېغام کې ویلي چې ۱۱ وارې یې د ملا اخوند زاده سره د لیدلو خواست کړی خو تر اوسه یې ورسره لیدل شوي نه دي.

ملا اخوند زاده وايي د اختلاف په سیاست خلک د ځان پر ضد ویشولی شي خو هغه دغه سیاست نه غواړي او وايي دغه فرعوني او شیطاني سیاست دی. د لوی اختر خطبه کې هغه د خپل سیاست لپاره د “اسلامي سیاست” کلمه وکاروله.

ټولنه باید څنګه وي؟

ملا هبت الله اخوند زاده وايي اسلامي سیاست د ورورولګۍ په روح ولاړ دی، د یو والي په روح ولاړ دی.

“دا د مسلمان سیاست دی چې اتفاق به وي، اتحاد به وي، ورورولګي به وي. وروڼو سره متحد شئ، الله به مو اوساتي، د طاعون په مرض باندې خوښ شئ او په بې اتفاقۍ مه خوښېږئ….اختلاف تر ټولو مرضو بد مرض دی.”

د طالبانو د مشر وینا کې د انسان درې لوی دښمنان په ګوته کړل شوي دي. یو یې د طبیعت تقاضا، بل یې د نفس تقاضا او دریم یې د شېطان تقاضا یاد کړي. نوموړی وايي (مسلمان) د دنیا د ګټلو لپاره پیدا شوې نه دی.

د طالبانو په دوېمه واکمنۍ کې دا دریم لوی اختر وو او د طالبانو د لومړي مشر ملا عمر په څېر اوسني مشر هم په خپله اختریزه وینا کې د ځېنو داسې حدفونو، لکه وروولګي (ورورولي)، اتفاق، رحم، غېبي لښکر او داسې نورې خبرې کړي دي چې اکثره د “خیالي” یا یوټوپین ټولنو په اړه لیکل شوو کتابونو کې وجود لري.

نوموړي د شریعت په لاره د تګ وعظ کړی او ښځو ته په میراث کې د حق ورکول لپاره یې د کوم قانون د عملي کولو ژمنه کړې نه ده. هغه دا کار په ظاهره د سړو خوښۍ یا نا خوښۍ ته پرېښودی دی.

“لویه صله رحمي دا ده چې د دغه قریبانو ښځو هغه حقوق ورکړئ، دا ټول څو واره زه وایم، دا ملایانو ته هم وایم، فرمان کې یې هم صادر ووم، دا د میراث حق ورکړئ، الله سره په دې مسجد کې وعده وکړئ، چې د دوی شرعي حقوق ورکوو.”

ملا اخوند زاده په خطبه کې د طالب چارواکو لخوا په ښځو فعالینو، د بشري حقونو ملاتړو او یا په تېر حکومت کې د پاتې شوو خلکو سره په زور زیاتي یا په تېرو نزدیو دریو کالو کې د هغوی د وژلو او وهلو په پېښو باندې څه ویلي نه دي او نه یې د هېواد د چارو سمبالولو لپاره د مسلکي خلکو لکه، سیاستمدار، اقتصاد پوه، قانون پوه، انجنیر، یا د ډاکټر د خدمتونو غوښتنه کړې ده.

نوموړي، البته، ویلي چې ملایانو او مشرانو ته حاجت لري. او مسولو خلکو ته یې ویلي چې ځانونه خادمان کړي.

هغه د اوسني اختر وینا د فلسطنیانو لپاره د غېبي لښکرونو په دعا او د هغوی د دښمنانو د بربادۍ په خېرو ختمه کړې ده. او وايي دغه ظلم چې روان دی نو په کومو سترګو “د دنیا لوړ خلک” هغه(ملا اخوند زاده) ته نصیحت کوي او په کومو سترګو په هغه غوښتنې مني؟

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG