لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو حکومت په اسلام اباد کې د نجونو د تعلیم په اړه نړیواله غونډه کې له ګډون کولو ډډه کړې


پاکستان د شنبې- خالي په ورځ د دوه ورځني نړیوال کانفرنس کوربه توب وکړ، چې پکې د لسګونو هېوادونو استازو په اسلامي ملکونو او ټولنو کې د نجونو د تعلیم د پرمختګ ملاتړ او وکالت وکړ او د نجونو پر تعلیم بندیزونه یې د اسلامي اصولو خلاف وبلل.

د کانفرنس د کوربه وزیراعظم شهباز شریف په ګډون ویناوالو او د بېلابېلو هیوادونو عالمانو افغانستان یاد نه کړ، چې په نړۍ کې یواځینی اسلامي هیواد دی چې د سخت دریځو واکمنو طالب مشرانو یې تر شپږم ټولګي پورته نجونه له تعلیمه منع کړې دي.

پاکستاني چارواکو د کانفرنس په لومړۍ ورځ وویل، په کابل کې د طالبانو حکومت ته یې په رسمي ډول بلنه ورکړې وه چې 'په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زدکړې په اړه نړیواله غونډه' کې ګډونوکړي، خو وایي جواب یې تر لاسه نه کړ.

د چارواکو په وینا، په اسلام آباد کې تر 150 ډېر نړیوال شخصیتونه په دې غونډه کې ګډون کوي، چې پکې د 44 مسلمانو او مسلمان دوستو هیوادونو وزیران، سفیران، عالمان او د علمي ادارو استادان شامل دي او له دې سره سره د نړیوالو تنظیمونو لکه یونیسکو، یونیسف، نړیوال بېنک او د اسلامي همکارۍ تنظیم استازي هم پکې برخه لري.

په سعودي کې د یوې غیرسرکاري نړیوالې ادارې «مسلم ورلډ لیګ» سیکرټري جنرل محمد بن عبدالکریم العیسی په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې نر او ښځه دواړه خامخا باید تعلیم ترلاسه کړي.

عبدالکریم العیسی وروسته د خپل ترجمان په مرسته په یوه ټیلیویژني خبري غونډه کې هم پر دې خبره ټینګار وکړ چې اسلام ښځو ته د تعلیم کولو اجازه ورکوي.

له هغه وپوښتل شول ایا دا سرمشریزه به طالبان وهڅوي چې په افغانستان کې تعلیم او کار ته د ښځو د رسایۍ بندیزونه نرم کړي، ښاغلي العیسی یې په جواب کې وویل:

"اسلامي نړۍ په دې عقیده کې سره متحده ده چې هغه کسان چې د ښځو د زدکړې مخالفت کوي ګمراه دي او د ریښتیني اسلام استازیتوب نه کوي".

سعودي عالم دا خبره روښانه کړه چې په اسلام آباد کې دا دوه ورځنۍ نړیواله غونډه د کومې ځانګړې ټولنې یا هیواد په اړه نه ده بلکې په ټوله اسلامي‌ نړۍ کې د نجونو د تعلیم پر موضوع جوړه شوې ده. هغه د افغانستان نوم له اخیستلو پرته وویل:

"موږ صرف د هغو کسانو د اندېښنو لرې کولو هڅه وکړه چې د ښځو د زدکړې مخالفت کوي او خپل پیغام مو ورکړ چې په اسلام کې د نجونو پر تعلیم هیڅ بندیز او ممانعت نه شته".

د طالبانو حکومت د اسلام اباد په کانفرنس کې د ګډون نه کولو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې، خو تر دې وړاندې یې پر خپل حکومت د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالو نیوکو کلک مخالفت کړی او ټینګار کوي چې پالیسۍ یې د هېواد له کلتور او اسلامي قانون «شریعت سره سمې دي.

د نوبل د امن جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم د دې کانفرنس په ګډونوالو کې شامله ده او ټاکل شوې ده چې نن د یکشنبې- اتوار په ورځ غونډې ته وینا وکړي. هغې خبریالانو ته وویل، خوشحاله ده چې خپل ملک پاکستان ته ستنه شوې ده.

ملالې یوسفزۍ د کانفرنس په مناسبت پر خپل ایکس باندې په یو پوسټ کې ویلي، ډېره لېواله ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټه د نجونو د تعلیم په اړه په یوه مهمه نړیواله غونډه کې له مسلمانو مشرانو سره یو ځای ګډون کوي. هغې لیکلي:

"زه به د اتوار په ورځ سکولونو ته د ټولو جینکو د تګ د حقونو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړم او دا چې ولې [د نړۍ] مشران باید طالبان د افغان ښځو او نجونو خلاف طالبانو د خپلو جرمونو ذمه وار وګڼي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دا کانفرنس به «د اسلام آباد اعلامیې» په رسمي لاسلیک سره ختمېږي او پکې به اسلامي هیوادونه د تعلیم له لارې د نجونو د پیاوړتیا ژمنه کوي چې هراړخیز او دوامداره تعلیمي اصلاحاتو ته وده ورکړل شي.

وزیراعظم شهباز شریف د شنبې- خالي په ورځ په خپله پرانیستونکې وینا کې وویل، "موږ پریکړه کړې د دې کانفرنس لاسلیک کېدونکې اعلامیه د اُمت [مسلمانې نړۍ] د ګډې هیلې په توګه د امنیت شورا په ګډون ملګرو ملتونو ته وړاندې کړو".

د پاکستان د حکومت د رسمي بیان له مخې په دغه دوه ورځني کنفرانس کې پر پینځو موضوعات خبرې کېږي. لومړی: «له اسلامي نظره د ښځو تعلیم»، دویم: «تعلیم د ټولو لپاره او د ټولنې پرمختګ»، درېیم: «د نجونو زدکړه، خنډونه او حل لارې»، څلورم: «په نړیوالو قوانینو کې د نجونو تعلیم او معلوماتي ټیکنالوجي» او پینځم: «د نجونو تعلیم».

په بیان کې ویل شوي د کانفرنس مقصد د نجونو تعلیم له اسلامي نظره پیاوړی کول، نړیوال یووالي ته وده ورکول، د مهمو چېلنجونو مخه نیول او د ښځو د بدلون اغېزناکې کیسې وړاندې کول دي.

طالبانو په 2021م کال د اګست په پینځلسمه په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر حقونو او تعلیم پرله پسې محدودیتونه لګولي دي.

1,212 ورځې کیږي چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې او 757 ورځې کیږي چې په پوهنتونونو یې د نجونو تعلیم منع کړی دی او د تېر 2024م کال په نومبر میاشت کې یې د ښځو پر طبي تعلیم هم بندیز ولګاوه.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG