لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دفاع وزارت وايي افغانستان ته د بهرنیو داعشيانو د رالېږدولو مسوول یې نیولی


د افغانستان دفاع وزارت دا تصویر مطبوعاتو ته خپور کړی دی چې پکې د وزارت ترمخه د داعش نیول شوی وسله وال لیدل کیږي
د افغانستان دفاع وزارت دا تصویر مطبوعاتو ته خپور کړی دی چې پکې د وزارت ترمخه د داعش نیول شوی وسله وال لیدل کیږي

د افغانستان دفاع وزارت وایي هېواد ته د داعش یا اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو د انتقال مسؤل‌یې نیولی دی.

دفاع وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ یوه مطبوعاتي اعلامیه کې چې د اګست۵ خپره شوي ویل شوي ، چې د داعش یو مهم غړی محمد سعید بېګا شپه په کونړ کې د عملیاتو پر مهال نیول شوی.

د اعلامیې له مخې د داعش دغه مسؤل له بهره د داعش یا اسلامي دولت ډلې غړي او د هغوی کورنۍ افغانستان ته راوستلې.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې د محمد سعید په نوم د داعش دا نیول شوی غړی په د ننکرهار مرکز جلال اباد ښار کې د وروستي ترهګریز برید یو طراح هم و.

اعلامیه زیاتوي، چې دغه داعشي له بهر څخه افغانستان ته د بهرنیو تروریستانو او د هغوی د کورنیو د انتقال مسؤلیت په غاړه درلود.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې نیول شوی کس د داعش ډلې مهم او خطرناک قوماندان و.

په ورته وخت د کونړ د والي ویاند غني مصمم رسنیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي، چې د کونړ لپاره د د داعش د اکمالاتو مسؤل تیره شپه په څوکۍ ولسوالۍ کې نیول شوی دی.

مصمم زیاته کړي، جې دغو عملیاتو کې ولسي خلکو او امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو په ننګرهار کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د استخباراتو عمومي مسؤل اسدالله اورکزی وواژه.

اورکزی د پاکستان د اورکزۍ اجنسۍ د اخېل سیمې اوسېدونکی و چې د داعش په قصاب مشهور و او په سیمه کې یې د داعش د اړیکو مسؤلیت په غاړه درلود.

داعش ډلې په دې وروستیو کې د ننګرهار مرکز جلال اباد کې پر مرکزي محبس د هغه برید مسؤلیت ومانه ،چې د لسګونو کسانو ته پکې مرګه ژوبله واوښته

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG