لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشرغني:سوله د حق لاره او جګړه د باطل طریقه ده


صدر اشرف غني
صدر اشرف غني

ولسمشرمحمد اشرف غني وايي دافغانستان خلک هغه سوله نه غواړي چې عدالت په کې پلی شوی نه وي.

په ارګ کې دمیلادالنبي (زوکړې) ورځ دلمانځې په غونډه کې چې دافغانستان لسګونو دیني علماوو،حکومتي چارواکو،د سیاسي ګوندنو مشرانو برخه اخیستې وه ولسمشر غني وویل سوله یوه سپیڅلې لار ده او په جګړې ټینګار کول د باطل طریقه ده.

نوموړي وویل په افغاني ټولنه کې د جګړې دوام، ناامنیو او دبې ثباتیو د دوام ملاتړې کسان شتون لري اود سولې پرځای د ویرې خپرولواود فتنې جاري ساتلوته لومړیتوب ورکوي.

ولسمشر دعلماوو ناستې ته په وینا کې زیاته کړه سوله د افغانستان دټولو خلکو غوښتنه ده او دسولې هدف به داسلامي اصولواو ارشاداتو په رڼا کې تعقبیوي.

نوموړی وايي افغان ولس سولې ته تر بربل هروخت زیات نیږدې شوی اود افغانستان حکومت هڅه کوي چې روانې جګړې ته نوردپای ټکی کیږدي.

اشرف غني زیاته کړه دافغانستان خلک لنډ مهاله سوله نه غواړي او دیوې داسې سولې حمایت او غوښتنه یې کوي چې په هغې کې عدالت پلی شوی وي.

نوموړی وايي د دې لپاره چې سوله موقته نه وي او واقعې سوله وي او په ټولنه کې دوام پیدا کړي عدالت پکار ده او یوداسې حالت پکار دی چې هیڅوک ځان مظلوم او بې برخې ونه ګڼي.

دافغانستان ولسمشراشرف غني وايي عدالت هغه مهال پلي کیدل شي شي ټول سیاسي ګوندونه او اشخاص د یو بل دحقونو منلو ته غاړه کیږدي.

هغه وویل:((که یوګوند او تحریک په ټولنه کې خپل موجودیت غواړي دعدالت غوښتنه دا ده چې د بل ګوند او تحریک ته به دفعالیت حق مني او که یوګوند یا فرد ځان ته دا حق ورکوي چې خپل نظریات بیان کړي باید بل ته هم د دې حق ورکولو ته قایل وي.))

اشرف غني وايي مونږ چې په جمهوري نظام ،انتخابي حکومت او په ولسواکۍ باندې تاکید کوو په حقیقت کې په عدالت باندې تاکید کوو.

دمیلادالنبي د ورځې دلمانځو پرمهال دافغانستان دیني علماوو هم د جګړې دپای اود سولې له ټینګښت څخه یې ملاتړ څرګند کړاو دجګړې په ټولو خواوو یې غږ وکړ چې سوله وکړي ترڅو نور په دې هیواد کې د وینې د توییدنې مخه ونیول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG