لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلخ کې بم چاودنې د افغان پوځ دوه افسران وژلي


ای پي وايي چاودنه په داسې حال کې شوي چې په افغانستان کې تشدد دوام لري او افغان حکومت او طالبانو په قطر کې د امن مذاکرات شروع کړي‌دي
ای پي وايي چاودنه په داسې حال کې شوي چې په افغانستان کې تشدد دوام لري او افغان حکومت او طالبانو په قطر کې د امن مذاکرات شروع کړي‌دي

د افغانستان په بلخ ولایت کې د جمعې په ورځ د افغان پوځ لږ تر لږه دوه افسران پس له هغې ووژل شوو چې موټر یې د سړک په غاړه ښخ بم سره ټکر شو.

د افغانستان شمالي سیمو دپاره د پوځ ترجمان حنیف رضايي اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته ووېل په چاودنه کې د پوځ کپتان محمد قاسم پېکار او یو بل افسر ووژل شو او دوه نور عسکر زخمیان شول. دغه چاودنه د بلخ او چاربلوک ولسوالیو ترمنځ وشوه.

ای پي وايي چاودنه په داسې حال کې شوي چې په افغانستان کې تشدد دوام لري او افغان حکومت او طالبانو په قطر کې د امن مذاکرات شروع کړي‌دي.

په بلخ کې د جمعې په ورځ شوي چاودنې ‌مسولیت چا نه دی منلی خو رضايي یې ذمه وار طالبان وبلل چې ای پي وايي په سیمه کې فعالیت لري او وخت په وخت په افغان امنیتي ځواکونو حملې کوي.

بلخوا د ای پي رپورټ وايي طالبانو د کندهار ولایت په پنجوای ولسوالۍ کۍ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ۳۰ افغان امنیتي عسکر د خپل بند نه خلاص کړل.

د رپورټ ترمخه د افغان حکومت او طالبانو د نېغ په نېغه مذاکراتو شروع کېدو نه پس دا لومړي بندیوان دي چې طالبانو خوشي کړل.

د سږ کال په شروع کې افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب قېدیان او طالبانو ۱۰۰۰ امنیتي عسکر ازاد کړل. د قیدیانو دغه تبادله د امریکې او طالبانو د لوظنامې برخه وه.

د ای پي رپورټ وايي طالبانو نه یوازې د افغان حکومت خلاف تشدد جاري ساتلی بلکې د داعش وسله والې ډلې سره هم جنګېدلي دي. ای پي وايي په ورستۍ موده کې داعش هم د یو شمېر حملو مسولیت منلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG