لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان کرکټ‌ لیګ ریکارډونه تر دې دمه


Hazratullah Zazai
Hazratullah Zazai

په شارجه کې د افغانستان د شل آوره ګلبهار کرکټ لیګ،‌ تر اوسه پنځلس لوبې ترسره شوي او ټاکل شوې ده چې سبا د نهې یا سې شنبې په ورځ «د کابل ځوانان» ټیم،‌ د «کندهار نایټس» ټیم په وړاندې سیالي‌ وکړي.‌

په ۱۵ لوبو کې چې تر دې دمه ترسره شوي، په لیګ کې دننه د پام وړ ریکارډونه جوړ شوي‌ دي.‌ تر ټولو مهمې شمیرې په لاندې ډول دي:

تر ټولو زیاتې منډې،‌ د حضرت الله ځاځي‌ دي.‌ حضرت الله ځاځي‌ چې «د کابل ځوانان» د ټیم غړی دی، تر اوسه یې په شپږو لوبو کې،‌ ۲۷۱ منډې جوړې کړي دي.‌ د تر ټولو زیاتو څلوریزو ریکارډ‌ هم د حضرت الله ځاځي‌ دی چې شمیر یې ۲۸ ته رسیږي.‌ په ټول لیګ کې تر اوسه چې یوه سینچري‌ جوړه شوې،‌ هغه هم د حضرت ځاځي ده.‌ ځاځي یو بل ریکارډ‌ هم کلک کړی او هغه د هاییسټ‌سکور یا په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې منډې جوړول دي چې حضرت الله ځاځي ۱۲۴ جوړې کړي دي.

له حضرت ځاځي‌ راورسته،‌ محمد شهزاد د منډو په شمیر کې دویم دی.‌ شهزاد چې د «پکتیا پنټرز» کپټان هم دی، تر اوسه په شپږو لوبو کې یې د ټولو منډو شمیر ۲۶۰ ته رسیږي.‌ که څه هم شهزاد د منډو په شمیر کې له حضرت ځاځي‌ وروسته دویم ځای لري،‌ خو د شپږیزو شمیر یې تر ټولو زیات دی.‌ شهزاد تر اوسه په شپږو لوبو کې د ۲۲ شپږیزو په وهلو سره،‌ د افغانستان په شل آوره کرکټ‌ لیګ کې ریکارډ‌ ساتلی دی.

د زیاتو ویکټو ریکارډ‌ تر اوسه د ایسورو تیلاکاراتنا دی.‌ ایسورو چې «پکتیا پنټرز»‌ کې لوبیږي،‌ تر اوسه په پنځو لوبو کې راښکاره شوی او ۱۲ ویکټه یې اخیستي دي.‌ له هغه راوروسته،‌ مجیب ځدراڼ‌ چې د «ننګرهار لیوپارډز» لوبغاړی دی، دویم ځای لري.‌ مجیب هم ۱۲ ویکټې اخیستي‌ دي،‌ خو په اوو لوبو کې.

د پنځو ټیمونو ترمنځ،‌ تر دې دمه د «بلخ لیجنډز» ټیم چې کپټان یې محمد نبي‌ دی،‌ د ۵ لوبو په ګټلو سره تر ټولو نورو ټیمونو مخ ته دی. د «کندهار نایټس» ټیم تر ټولو وروسته دی او له شپږو لوبو،‌ پنځه یې بایللي‌ دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG