لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که د افغانستان د ټاکنو لپاره کافي نوم لیکنه ونشي نو ښايي نا مشروع و ګڼل شي


په افغانستان کې د ټاکنو د نوم لیکنې لپاره یواځې دوه اونۍ وخت پاتې دی خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا تر اوسه پورې یواځې ۴.۵ میلیونو رایه ورکونکو خپل نومونه ثبت کړیدي چې ۳۲ فیصده یې ښځې دي.

یوشمېر کارپوهان دغه شمېره ډېره کمه ګڼي چې که زیاته نشي نو ښايي د راتلونکو ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راشي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارانشا پخواني مشر امام محمد وریماچ له وي او اې ډیوې سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: ٫٫ که د ټاکنو لپاره کافي کسان نومونه ثبت نه کړي نو د ټاکنو په برخه کې به ننګونې او اندېښنې زیاتې او مشروعیت به یې تر پوښتنې لاندې راشي او که خدای مه کړه داسې وشول نو د ټاکنو پایلې بیا ښايي و نه منل شي.٬٬

ښاغلي وریماچ وړاندې وویل، په افغانستان کې کابو ۱۳.۵ میلیونه کسان د رایه ورکولو په شرایطو باندې برابر دي او باید هڅه وشي چې که د ټاکنو لپاره ددغو ټولو کسانو نومونه ونه لیکل شي نو لږ تر لږه لس میلیونه کسان باید خپل نومونه د ټاکنو لپاره ثبت او راجستر کړي.

نوموړي زیاته کړه، که چېرې تر ټاکلې نېټې پورې چې په دوو اونیو کې به پای ته ورسېږي د ټاکنو لپاره په کافي شمېر کسان خپل نومونه و نه لیکل شي نو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د رایه ورکولو د نوم لیکنې موده یوه میاشت نوره هم اوږده کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره په داسې حال کې چمتوالی روان دی چې ددغه هېواد په ګڼو سیمو کې دا وخت ډیرې امنیتي ستونزې دي.

انجینیر مطیع الله خروټي وي او اې ډیوې ته وویل له نیکه مرغه د ټاکنو په قانون کې د رایه ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو د شمېر په برخه کې کوم حد او قید نه دی راغلی نو له همدې امله که نیم میلیون کسان هم په ټاکنو کې برخه واخلي نو مشروعیت به یې تر پوښتنې لاندې رانشي.

خو دی زیاتوی چې اصلي ستونزه دا ده چې په اکثرو ولایتونو کې له ښارونو د باندې امنیت نشته: ٫٫ د میدان وردګو د خروټو د شورا استازو راته همدا نن د ټیلیفون پر کرښه وویل، چې د هزاره مېشتې ولسوالۍ جلریز پرته په نورو اکثرو ولسوالیو کې نوم لیکنه نه کیږي. ورته حالت په لوګر، غزني او په نورو ولایتونو کې هم دی. طالبان یا په خپله او یا هم د پاکستان په اشاره قصدا د پښتنو د سیاسي واک مخه نیسي.٬٬

ښاغلي خروټي وړاندې وویل، له امنیتي ستونزو پرته د خلکو باور په خپلو مشرانو هم راکم شوی او له تېرو ټاکنو ډیرې ناوړه تجربې لري ځکه د ټاکنو له امله د خلکو ګوتې پرې شوې خو نړیوالو ورته دوه ولسمشران وټاکل او د ټاکنو پایلې یې بدرنګه کړې.

ده دا هم وویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو په اړه د خلکو په عامه پوهاوي کې هم پاتې راغلي.

ددې ټولو ترڅنګ، د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لړۍ په پیل کې له ډیرو اداري او سیاسي ستونزو او اختلافاتو سره مخ شوه.

د ټاکنو په خپلواک کمېسیون او د حکومت دننه ډیر وخت په دې تېر شو چې د نوم لیکنې لپاره باید په اصلي تذکرو باندې سټېکر ولګول شي او که د تذکرو په کاپي ګانو باندې.

بل پلو د حکومت دننه د برښنايي تذکرو د ورکړې په بهیر باندې هم ګڼ اختلافونه موجود وو او حتی د اجرایه مشر عبدالله عبدالله لخوا په برېښنايي تذکرو کې د افغان د کلیمې له لیکلو سره له دې امله مخالفت کېده چې ګواکې د افغان کلیمه یواځې پښتنو ته کارول کیږي.

د اکثرو کارپوهانو په اند که د برېښنايي تذکرو د وېشلو بهیر پر وخت پیل شوی وای او پر وړاندې یې مخالفتونه نه وو رامنځته شوي نو له دې سره به د ټاکنو په بهیر کې خورا زیات روڼوالی یا شفافیت باوري شوی وو.

په هر صورت ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د روان کال د اکټوبر د میاشتې ۲۰ ڼېټه ټاکل شوېده.

د افغانستان پارلمان ټولې ۲۴۹ څوکۍ لري، چې د نفوسو په تناسب د هر ولایت لپاره د سړیو او ښځو ونډه ځانګړې شوې ده او د کوچینانو د استازو لپاره هم پکې لس څوکۍ خوندي شویدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG