لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ابتدایي نتایجو نیټه بیا وروسته ولوېده


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشره حوا علم نورستانۍ

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د تېرو ولسمشریزو (صدارتي) انتخاباتو ابتدائي نتایج به د لړم میاشتې پر ٣٢مه (د نوامبر ١۴مه) اعلان کړي.

د انتخاباتي تقویم یا مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه چې ابتدائي نتایج د اکټوبر پر ١٩مه اعلان شي، خو دا کار وځنډېد.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ نن د یکشنبې/اتوار په ورځ د یو خبري کنفرانس پر مهال، د نتایجو د ځنډېدو له امله بخښنه وغوښتله. هغې وویل چې د ابتدائي نتایجو د اعلان نوې نیټه، د کمیسیون له ټولو کمیشنرانو سره د مشورو په نتیجه کې ټاکل شوې ده.

مېرمن نورستانۍ په ټاکلي وخت د ولسمشرۍ د ټاکنود لومړنیو پایلو د نه اعلانیدو لامل د ټاکنو په پروسه کې د لا شفافیت او روڼتیا رامنځته کیدل او تخنیکې ستونزې یادې کړي دي.

نوموړې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې د انتخاباتو ابتدائي نتایج به د بیا ځل لپاره نه ځنډیږي او له نن څخه ۱۸ ورځې وروسته، د نومبر په ۱۴مه نیټه به د ولسمشرۍ د شویو ټاکنو ابتدائي پایلې اعلانوي.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د اشرف غني د ټیم په ګډون نورو ټاکنیزو ټیمونو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په دې پریکړې اندیښنه څرګنده کړې او شوی اقدام یې د انتخاباتو د قانون خلاف ګڼلی دی.

د ولسمشرۍ د ټاکنو ابتدائي پایلواعلان په داسې حال کې ځنډیدلی چې د افغانستان ولسمشرۍ انتخابات د روان میلاي کال د سپتمبر په ۲۸مه نیټه ترسره شو خو د نږدې یوې میاشتې په تیرېدو سره یې لا تراوسه د پایلو داعلان څرک نه لیدل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG