لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش پرسر اختلافات


د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو او عامو خلکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د برېښنايي پېژندپاڼو (تذکرو) د وېش په اړه د ولسمشر اشرف غني فرمان د قانون خلاف او د ملي ګټو پرضد ګڼلی.

دوی ویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته په کار ده چې د خلکو اندېښنو ته پام وکړي او که داسې و نه شي نو اجرایه ریس دې د ۲۰۱۵ کال د منل شوي قانون له مخې دغه نوې پېژند پاڼې رد کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان اجرایه ریس عبدالله عبدالله خبرداری ورکړی چې که د ولسمشرۍ ماڼۍ د خلکو اندېښنې همداسې له پامه وغورځوي نو دوی به مجبوره شي چې ددغه جنجالي بهیر په اړه اقدام وکړي.

د اجرايه ریاست د رسنیو سلاکار حشمت الله رادفر وویل: ٫٫ که‎ چېرې د ناقانونه او غیرملي پېژندپاڼو وېش له لج او شخړه یې سره دوام پیدا کړي، د خلکو اعتراض به هم همدا ډول دوام پیدا کړي. موږ د حکومت په توګه بله هېڅ لاره نه لرو پرته له دې چې د خلکو غوښتنې ومنو.٬٬

د ولسي جرګې غړي محی الدین مهدي وویل، د برېښنايي پېژند پاڼو په اړه د ولسمشر په فرمان کې ټولنیزې، سیاسي او کلتوري ننګونې په پام کې نه دې نیول شوي نو له همدې امله که عملي شي نو ډېرې ستونزې په وزېږوي.

خو په افغانستان کې د سرشمېرنې اداره وايي په اوسني وخت کې د ولسمشر د فرمان له مخې د برېښنایي تذکرو د وېشلو کار روان دی او دا اداره په سیاسي اختلافاتو کار نه ‎لري.

د یادې ادارې سلاکار او ویاند روح الله احمدزی وايي : ٫٫د حکومت مشر لارښونه کړې او موږ دا ملي بهیر پیل کړی که‎ چېرې په دغه بهیر کې د بدلون غوښتونکي شي موږ د حکومت د اوامرو تابع یوو.٬٬

د وګړو د احوالو د ثبت اداره وايي تراوسه څه باندې زرو افغانانو برېښنایي تذکرې اخیستې او په سلګونه نورو کورنیو د دغو پېژندپاڼو د اخیستو لپاره خپل نومونه لیکلي.

په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو پرسر وروسته له هاغې جنجالونه راپورته شول کله چې په تذکرو کې د هر وګړي لپاره د ملیت په ځای کې افغان ولیکل شو.

که څه هم د افغان د کلیمي ترڅنګ چې له افغانستان څخه اخیستل شوې د هر کس قوم لکه پښتون، تاجک، ازبک، هزاره او داسې نور هم لیکلی شوي خو یو شمېر خلک د افغان له کلیمې سره خپل حساسیت څرګندوي.

دوی وايي، افغان یواځې د پښتون لقب دی او حکومت دا حق نه لري چې په نورو قومونو باندې دا نوم په زوره ومني.

په داسې حال کې چې د کارپوهانو په اند اصلي خبره داسې نه ده ځکه د پېړیو راهیسې د افغانستان هر اوسېدونکی که هغه د هر قوم وي د افغان په نامه یادیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG