لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: د ټرمپ حکومت، خلیلزاد ته د سولې راوستو دپاره شپږ میاشتې وخت ورکړی دی


زلمي خلیلزاد ته د امریکې لخوا دنده سپارل شوې چې د افغانستان د سولې بهیر گړندی کړي
زلمي خلیلزاد ته د امریکې لخوا دنده سپارل شوې چې د افغانستان د سولې بهیر گړندی کړي

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال چې تیره اونۍ یې په مسکو کې له طالبانو سره په یوه غونډه کې گډون کړی و، وایي چې د صدر ټرمپ انتظامیې زلمي خلیلزاد ته د افغانستان د سولې په بهیر کې د منځگړیتوب په مقصد، شپږ میاشتې وخت ورکړی دی.

د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي عزیزالله دین محمد د نهې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل: «په دې شپږو میاشتو کې به هغه [زلمی خلیلزاد] یوه نتیجه خپل نظام، خپلې ادارې ته ښیي.»

حاجي دین محمد د زلمي خلیلزاد د هڅو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې افغانان د سولې تږي دي او «د سولې غږ چې هرڅوک کوي، له هره ځایه چې راځي، صرف شفافیت په کې غواړو، اخلاص په کې غواړو، او د افغانانو د پاره یې غواړو.»

د مسکو په غونډه کې د افغانستان حکومت گډون نه و کړی، خو د سولې د عالي شورا څو غړي ورغلي و
د مسکو په غونډه کې د افغانستان حکومت گډون نه و کړی، خو د سولې د عالي شورا څو غړي ورغلي و

زلمی خلیلزاد چې څو میاشتې وړاندې د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکې خاص استازی وټاکل شو، له ټاکل کېدو وروسته تر اوسه دوه ځله د سیمې هیوادونو ته په دوره تللی دی. کابل ته یې دویم ځل سفر، درې ورځې و چې د گل/دوشنبې په ورځ ختم شو.

خلیلزاد په داسې حال کې دا سفر پیل کړی و چې روس په مسکو کې د افغانستان د کشالې د حل دپاره کنفرانس رابللی و او هلته د طالبانو استازي هم راغلي و. زلمي خلیلزاد په افغانستان کې له بیلابیلو سیاسي مشرانو سره وکتل.

د خلیلزاد د سفر پر مهال، پاکستان د طالبانو دوه پخواني مشران عبدالصمد ثانی او صلاح الدین خوشې کړل. عبدالصمد ثاني د طالبانو په حکومت کې د افغانستان د مرکزي بانک مشر و او نوم یې د امریکا د تروریستانو په ځانګړي لېست کې هم وو.

د سولې د عالي شورا یو بل مرستیال، عبدالخبیر اوچقون د نهې په ورځ، د پاکستان لخوا د دغو طالبانو د راخوشې کیدو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: «د دوی خوشې کېدل کیدای شي د سولې بهیر پیاوړی کړي، خو که هغوی په افغانستان کې د سولې د پروسې دپاره صادقانه مرسته وکړي.»

د مسکو په ناسته کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د ډلې مشر، حاجي دین محمد بیا وویل چې په غونډه کې ټولو گډون کوونکو هیوادونو پر دې اتفاق کړی چې د سولې مذاکرات دې باید پخپله د افغانانو په مشرۍ وي.

د سولې د عالي شورا مرستیال، حاجي عزیزالله دین محمد د نهې په ورځ په کابل کې رسنیو ته وویل چې د مسکو په ناسته کې له طالبانو وغوښتل شول چې له افغان حکومت سره دې نیغ په نیغه خبرو ته کښیني.

خو طالبان وایي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل یې لومړی او مهم شرط دی. د طالبانو یو مرکچي په مسکو کې وویل چې که امریکاییان ووځي، نو افغانان پر نورو مسایلو پخپلو کې سره خبرو ته کښیناستلی شي.

(په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفیر په ټویټر کې لیکلي:
په ١٩٩۴ـ٢٠٠١ کې په افغانستان کې هیڅ خارجي قواوې نه وې، طالبانو خلک وژل. په ٢٠٠١ کې طالبانو د سپټمبر ١١مې پیښه کې د یو ډول شریک والي له وجهې، افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د راتگ سبب وگرځیدل. په ٢٠١٥ کې د خارجي قواوو شمیر له ١٥٠ زرو نه ١٠ زرو ته کم شو، د طالبانو دهشت هم زور پیدا کړ. اوس طالبان وایي چې د خارجیانو په وتلو به سوله راشي. رښتیا؟!)

په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې دپاره هلو ځلو زور اخیستی دی. په یو تازه اقدام کې، د پکتیکا، پکتیا، لوگر، او خوست ولایتونو یو شمیر دیني عالمانو او قومي مشرانو له ریاست او له طالبانو څخه غوښتي چې پخپل منځ کې دې خبرو ته کښیني او د جگړې د ختمولو لاره دې وسنجوي.

په دې ناسته کې چې د نهې په ورځ د پکتیا په سرښار، گردیز کې جوړه شوې وه، د آزادي راډیو په حواله، یو گډ بیان هم جاري شو او په هغه کې ویل شوي چې: "هر هغه څوک چې د سولې لپاره په هر عنوان خنډ جوړوي، په کلکه ‌یې غندو. د هیواد دننه او بهر چې کومې غونډې ترسره شوې دي، د ټولو ملاتړ کوو. د جنګ له ښکېلو خواو غواړو چې د سولې لپاره خنډ نشي."

طالبان د اسلامي هیوادونو په کنفرانسونو کې گډون ونه کړ، خو د مسکو په ناسته کې یې برخه واخیسته
طالبان د اسلامي هیوادونو په کنفرانسونو کې گډون ونه کړ، خو د مسکو په ناسته کې یې برخه واخیسته

د سولې دپاره هلې ځلې خو زیاتې شوي، مگر ترڅنگ یې جگړو هم په افغانستان کې زور اخیستی دی. افغان صدر، محمد اشرف غني د لومړي ځل لپاره په جګړو کې د وژل شویو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمیره بربنډه کړه.

صدر غني پرون د گل/دوشنبې په ورځ، له کابل نه په واشنګټن کې د جان هاپکېنز پوهنتون محصلینو یوې غونډې ته د ویډیو له لارې وویل چې له ۲۰۱۵ راهېسې په افغانستان کې څه باندې ۲۸۵۲۹ امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG