لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هلمند ولایت کې موټر بم برید کې نهه کسان وژل شوي


د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک وویل د شورو، چهارشنب، به شپه شوي حمله کې په وژل شویو کسانو کې څلور ولسي وګړي او پنځه افغان عسکر دي. په ولسي وګړو کې دوه ښځې او دوه نارینه شامل دي
د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک وویل د شورو، چهارشنب، به شپه شوي حمله کې په وژل شویو کسانو کې څلور ولسي وګړي او پنځه افغان عسکر دي. په ولسي وګړو کې دوه ښځې او دوه نارینه شامل دي

د هلمند ولایت په وزیر مانده سیمه کې د افغان ځواکونو پر مرکز موټربم برید کې نهه کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي.

په هلمند کې برید په داسې حال کې شوی چې د افغانستان سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان د سفر په مهال د وي او ای سره یوه مرکه کې د دې پوښتنې په جواب کې چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې له دې پرته- چې تر اوسه یې کړي دي- نور څه کولای شي؟ هغه وویل پر طالبانو "د ټول اثر او نفوذ استعمالول یوه موقع ده چې په افغانستان کې تشدد را کم شي ځکه چې د تشدد کچه ډېره زیاته ده".

ډاکټر عبدالله عبدالله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د پاکستان درې ورځنی سفر سر ته ورسولو او دا یې کامیاب وبللو.

د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک وویل د شورو، چهارشنب، به شپه شوي حمله کې په وژل شویو کسانو کې څلور ولسي وګړي او پنځه افغان عسکر دي. په ولسي وګړو کې دوه ښځې او دوه نارینه شامل دي.

عمر ځواک وايي، دې برید کې درې عسکر او یو ماشوم ټپي شوی دیږ

په هلمند کې د برید ‌‌‌ذمه واری لا کومې وسله والې ډلې نه ده اخیستې خو افغان مامورین وايي که څه هم طالبانو حکومت سره د امن خبرې شروع کړي خو په وروستیو ورځو کې یې تشدد ته هم دوام ورکړی.

بلخوا تیره شپه په خوست ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر وايي، یو کس ماین انتقالوه چې ورباندې وچاودېده او له امله یې دغه کس وژل شوی او شپږ ملکیان یې ټپیان کړي دي.

.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG