لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران په ډاگه په هرات کې افغانان د شام د جگړې لپاره برتي کوي


د قمر بي بي دوه لمسي چې په افغان ملي اردو کښې وو، خپله وظیفه یې پریښوده او په شام کښې د داعش خلاف جنگ کښې ووژل شو.

کله چې داعش په شام کښې بېلا بېلې سېمې قبضه کړې او د شیعه مسلمانانو د مقدسو ځیونو بې حرمتي یې شروع کړه نو دا افغان ځوانان د خپلې کورنۍ د مخالفت باوجود شام ته د دوي خلاف جنگ له لاړل.

قمر بي بي واېي ډیره مېنت زاری یې ورته اوکړه خو دوي ونه منله.

"مور پلار، غرض مونږ ټولو ورته ډیر منتونه اوکړل چې شام ته دې نه ځي خو دوي گنړل د خپل مقدس ځیونو دفاع یي فرض دې. دوي په پټه اول ایران ته لاړو بیا دغلته نه شام ته واوړیدل او مونږ باندې یي د هاغه ځائی نه غږ اوکړو چې دوي شام ته رسیدلې دي،" قمر بي بي وویل.

دا شیعه افغانان تر دوو کالو پورې په شام کښې جنگیدل او څو میاشتې وړاندې دغلته ووژل شول. د ایران مشهد ښار کښې یي جنازې اوشوې او د بهشت رضا په نوم هادیره کښې ښخ کړی شو چرته چې وړاندې څخه شام کښې وژل شوې کسان خاورو ته سپارل شوي دي.

ددې افغانانو د جناز خرچه د ایران حکومت کړې وه او پلار یي ورله د کربلا زیارت ته ولېږلو چې د شیعه مسلمانانو لپاره تر ټولو مقدس ځائې گڼل کیږي.

قمر بي بي نه ده خبر چې بل کوم مالي امداد دوي سره شوی او که نه خو کورنۍ یې تر اوسه ایران کښې میشته ده.
په هرات افغانستان کښې د قمر بي بي داستان څه نوي قیصه نه ده.

دا ښار چې په هره خواه ېې د ایراني کلتور غلبه ده ځايي خلق وايي د شام د جگړې لپاره د عادي شیعه افغانانو بهرتی ښه په ډهاگه لارو کوڅو کښې لیدل کیږي.

شیعه ملایان هم اکثره خپل مقدس ځیونو د دفاع لپاره ځوانان هڅوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې اړه وړاندې یو رپورټ کې لیکلي وو چې ایران په شام کې د شیعه ملیشو صفونه د افغان شیعه ځوانانو څخه ډکوي.

ځايي سیاست مدار او پخوانی جنگ سالار اسماعیل خان هم دا خبره مني. ”ډیرو کورنو د خپلو بچو او خپل خپلوانو داسې مړي ترلاسه کړي چې شام کښې وژل شوي او دلته يي ورله جنازې کړي. ځائي میډیا په دې خبرونه هم وار په وار ورکړي. د ایران روحاني مشر خپله د داسې کسانو کورنو سره لیدو کاتو هم کړي او دا خبره د چا نه پټه نه ده”
اوس چې د شام جگړه په راغونډیدو ده او د ایران او سعودي ترمینځ تاؤ تریخوالی په زیاتیدو دی، افغان چارواکي تشویش لري چې په خاوره به یې دوه نور خارجي طاقتونه د یو بل سره په جنگ ښکیل شي.





هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG